افغانستان

د القاعده مشر ایمن الظواهري له ملا اختر محمدمنصور سره «بیعت» وکړ – ویډیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د القاعده نړیوالې جهادې ډلې مشر دکتور ایمن الظواهري د یوې ویډیو په خپرولو سره د ملا اختر محمد منصور سره «بیعت» کړی.

ښاغلي ایمن الظواهري د ملا محمد عمر مجاهد په مړینه ژور خفګان ښکاره کړی دی او ویلي یې دي چې دوی په دې شاهدي ورکوي چې هغه په خپلو خبرو کې ريښتینی او په وعده وفا کوونکی و. هغه ویلي چې ملا محمد عمر له عقېدې او دین څخه انحراف ونکړ، او په اسلامي او د مسلمانانو په تاریخ کې يې د ريښتینولۍ، په الله توکل، په خپل ځان باور او دنیا د اخرت لپاره د قربانولو یو ستر مثال جوړ کړ.

ظواهري د بیعت په دغه پیغام کې ویلي «ملا محمد عمر د اسامه بن لادن په اړه ویلي وو چې (د اسامه مسئله اوس د یو کس خبره نه ده، بلکې له دې اوس د اسلام د عزت مسئله جوړه شوې) او له همدې کبله الله د خلکو په زړونو کې د ملا عمر مینه ځای پر ځای کړه. ملامحمد عمر هغه ځوان و چې چې کفري نړۍ ته یې سر ټيټ نه کړ، په الله يې توکل وکړ او د خپلو پوځونو سره یوځای یې پر وړاندې ودرید».

نوموړي په خپل پیغام کې ملا محمد عمر د یو امت برابر او هغه يې د ابراهیم علیه السلام پر لاره تلونکی بت شکن ګڼلی دی.

د القاعدې ډلې مشر چې پخوا یې د ملا محمد عمر سره بیعت کړی و، دا ځل یې د ملا محمد عمر له ځایناستي ملا اختر محمد منصور سره بیعت کړی، هغه دا کار د اسامه بن لادن او د هغو ملګرو چې په دغه لاره کې «شهیدان» شوي، منهج یو ځل بیا راتازه کول ګڼلي دي.

د القاعدې مشر ملا اختر محمد منصور ته په پیغام کې ویلي چې «الله تاسو ته، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله او اسلامي امارت ته ددې ویاړ ورکړی چې د عثماني خلافت وروسته شرعي امارت په داسې حال کې جوړ کړي چې تر دې پرته په نړۍ کې هېڅ بل امارت نه و، امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر او د شریعت د نافذولو لپاره جهاد وکړ».

ظواهري زیاته کړې چې «اسامه بن لادن رحمه الله د ملا محمد عمر سره بیعت وکړ او نور مسلمانان یې هم بیعت ته وبلل او اعلان یې وکړ چې د ملا محمد عمر سره دده بیعت «بیعت عظمی» ده، همدا راز ټول هغه کسان چې د اسامه بن لادن او القاعدې سره یې بیعت کړی و، په دغه بیعت کې داخل شول».

القاعدې مشر په وروستۍ خبره کې ویلي چې دوی «د ستاسو [اسلامي امارت] عسکر، ملګري او ډله ده».

د دغې ویډیو په پیل کې د اسامه بن لادن بیعت هم خپور شوی چې د ملامحمد عمر سره یې کړی و. ظواهري په وینا د اختر محمد منصور سره یې بیعت د روان کال د شوال د میاشتې په ۱۶مه نېټه کړی دی.

طالبانو شاوخوا درې اونۍ وړاندې د ملامحمدعمر د مړینې تر اعلان وروسته ملا اختر محمد منصور د «امیرالمؤمنین» په صفت وټاکه او تر هغه وروسته د طالبانو مشرانو یو ځل بیا له نوي «امیرالمؤمنین» سره «بیعت» تازه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل انوري

ماشاء الله ، الحمدلله ، چې دنړۍ ټول برګزیده مجاهدین بیاهم له نوي ټاکل شوي امیرسره بیعتونه کوي ، او دامیرالمؤمنین رحمه الله په څیر ورباندي باور او اعتماد لري ، خو افسوس زموږ په ځینو چې ځانونه ته مشران هم وایي

سعدالله

الله اکبر و لله الحمد
رغم أنف حراقیص البغدادي و حرافیشه من الخوارج

قاري سعيد خوستى

الله اكبر سومره دخوشالئ لحظه!

حماد نیازی

القاعدې له نوي امیر المومنين سره په بیعت تازه کولو سره ټولې نړۍ ته د اسلامي ورورولۍ ژوندۍ بېلګه وړاندي کړه.

مولوی دیوبندي

الحمدالله حمداکثیراطیبامبارکا څومره دخوشحالي خبردي

شیراففان

ماشاالله ماشاالله داهم بایدوکوفاروته سترشکست وی اودشیخ اسامه رحیمهواللا شهید ورح به هم خوشه‍اله وی

انور مجاهد

الحمد الله دکفارو اود هغوئ په زرونو دخنجر گزار ده او هم دهغوی په ملگرو الله دی زمونژ تول طالبان او دهغوی خوا خوژی په خپل امان کی وه ساتی کفار او دهغوی ملگری دی اللهی ذلیل او رسوا را وه وینئ امین ثم آمین

هاشم ظاهري أفغان

الله اکبر… الله خبر دی چې زه به څومره خوشحاله شوی یم، او اوس به زما د زړه احساسات د بلندۍ په کومو څپو کي وي. امیر المؤمنین د چا تأیید ته محتاج نه دی، خو د دغسي غټ جهادي تنظیم د بیعت نه داسي واضح کیږي چې د بلواګرو او افواه ګرو شوم امیدونه د خاورو سره خاوري شول چي ویل به یی چي ملا منصور صیب باندي د ټولو خلکو رضا نه ده شوې، خو اوس الله دا را وښوده چي ټول حق مجاهدین متحد دي او أمیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور حفظه الله په حق آمیر… نور لوستل »

غوربندی

ماشاالله دا خو شه خبر ده

دده بیعت باید له ملا فضل الله سره شوی وای ز که د القاعدي بیخ پاکستان وايست په هر حال اوس چی یی له ملا اختر محمد منصور سره بیعت شوی نو باید سینا ته په عاجل تگ باندی مامور شي.

حریا شملزۍ

ماشا الله د خوښي او بری خبر ده الله دی ټولو مسلمانانو ته د اتحاد توان ورکړی

صلاح الدین

الحمدلله ، الحمدلله حمداً کثیراً طیباً مبارکاً ، ډیر په زړه پورې او له خوشحالی څخه ډک خبر دی ، د دښمنانو مخ دې تور وي

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x