نظــر

د غازي لالي خنجر( دوهمه او وروستۍ برخه)

daggerدرېيم ځل چې رښتيا هم دډيرو قربانيو په بدل کې استقلال ترلاسه شو ، متجاوزانګريزان په صوري ډول خوله هېواده ووتل اما په فکري لحاظ هغوې پاتې وو، داستقلال دجګړې تشريفاتي اتل په يوه سفر له خپله هيواده پردى شو، جهاد او دغزا موخه يې فقط په انګريزي فرهنګ، عُرف، لباس او تشريفاتو کې رالنډه کړه. هېوادوال يې داسې حال ته راورسول ، چې هسې نظام ړنګول يې موخه وګرځيده ، دبيافکر کولو قوه يې ختمه وه او داسې څوک راسرته شو چې دتاريخ په ګواهۍ نه ديني شخص و، نه دتمدن او نه هم دنظام . دهغه پر خلاف بيا غږ وشو، دخلکو په قربانۍ، د استبداد نمونه ،جنرال او وروڼه يې په قدرت قابض شول ، په کورنۍ کې يې دقدرت دوراثت انحصار دې حد ته ورسيد ، چې په ملي کچه دسر سړى پاته نه شو. بيا دشوروي اتحاد په مرسته ، مشورو او امکاناتو، روسانو ته ورته خلک چې نه علمي و، نه ملي ، دتورې په زور مسلط شول ، دچنګېز د دورې تکرار و، ترور، وحشت، جبراو زندان ،وژل او شړل يې فرهنګ و ، نه يې ديني شخصيت پريښود، نه سياسي، نه تجار ترې بچ شو نه بزګر او نه هم بل څوک . 

دې مجاهد ملت بيا خنجر ته لاس کړ ، هغه نظام يې دخپلو وينو په سېلاب کې لاهو کړ، دقرباني شوو سرونو او ټپي هېوداوالو شمېره مو په مليونو حساب کېدله . خو ددين، جهاد او هېواد کم عقله دوستانو او ځيرکو دښمنانو داسې شرايط رامنځته کړل، چې دظلم، غلا، ارتشا، فساداو ټولو منفي صفاتو په يوځاى کېدلو دخلکو خولو ته دجهاد نوم په فساد واوښت .

دالله تعلى کړه وو، د غازي لالي خنجر بيا راوبرېښېد ه هغه بې کفايته نظام پر وړاندې دطالبانو په نوم ځوانان راپورته شول لکه په پيل کې چې يې وړاندوينه کېدله ، ملت په خلاصه غېږه استقبال کړل ، ورسره د مقاومت يو سره نقطه تر سترګو کېدله ، چې تر پايه پاته شوه ، نور هېواد ورباندې ارام شو خو نړيوالو توطيو او سياليو داسې شرايط رامنځته کړل،چې په خاوره مسلط طالبان نه پدې وتوانېدل، چې هېوادوال خپل کړي او نه هم په دې چې د نړيوالو سره اړيکې سمې او کلکې کړي . په پاى کې دناخوالو ښکار شول ، امريکايانو په افغانستان رډ بډ تېرى وکړ، د طالبانو له لوري رامنځته شوى نظام ،اسلامي امارت يې مات کړ،امريکا په خاوره کې کارګران، استخبارتي اشخاص، وارخطا او يرېدلي بې توکله مجاهدين هم ياورباندې وغولېدل او يا دقدرت او شتمنۍ حرص، غلطې محاسبې او حتمالي بريا دامريکايانو له باطل صف سره ملګري کړل .
دغازي لالي،خيالي لالي ، خنجر بيا وځلېد، دامريکايي تجاوز او له هغه مرستندويانو په مقابل کې جهاد اعلان شو، دغزا غږ پورته شو ، بيا هم دطالبانو په نوم مجاهدين راپورته شول ، هېودوالو ورته غيږه خلاصه کړه …

جهاد روان دى، مقدرات مضمر دي . خو اسبابو په تحليل يې ان شاءالله بريا حتمي او دامريکايانو تېښته او زوال يقيني دى ، خو دا فکر بايد راسره وي، چې دا ځل به د لالي خنجر ثمره څه کېږي؟ که بيا موږ عقل وبايلو، د روسانو په څېر به امريکايان هم راته کرلي مينونه پرېږدي او يا به خپل تالي څټي دجهاد په رنګ ، رنګ کړي او جهادي صفونو ته به يې واستوي او که به په بله توطيه لاس پورې کړي!

تېر ځل که له روسانو سره مقابله وه او که بيا د فساد سره مبارزه روانه وه، امريکا او نور متجاوز قومونه په بالقوه ډول دښمنان وو، اما داځل خو يو په عملي دښمنۍ کې ولاړ دي، بل به دماتې اوشړلوپېغورونه ورته پاتې شي او دکسات اخستلو په تکل کې به وي .

لومړۍ هلې ځلې به يې دا وي ترڅو نکتايي تړلي چوپړيان يې په نظام مسلط پاتې شي او که يې دا وس نه درلود ، بيا به هڅه کوي ، څو مجاهدين په خپل حال پاتې نه شي يو داسې ترکيبي نظام رامنځته کړي، چې دواکدارانو دخوليو رانګ يې معلوم نه شي ، خپل خواخوږي او لاس پوڅي په همدې رنګونو کې دنورو په منځ کې پټ کړي ، خو دډالرو په ورکړه يې ترنورو وړاندې کړي . که په دې هم بريالي نه شول ،وروستنۍ حربه او زربه به يې دا وي چې دجهاد په پايله کې رامنځته شوي اسلامي حکومت او شرعي نظام په مقابل کې به داسې کسان ودروي ،چې ښه ديني ، روحاني اوسياسي القاب ولري . څېرې به يې معصومې وي ، خو دننه به يې دامريکايي ګټو خيال اوشاته به يې امريکايي ټانګونه او وسايل وي ، نه به ښکاره ورسره جګړه کيدلاى شي او نه به زغمل کېږي..

دا هغه څه دي چې له امريکايي توطيو څخه څرګند دي ، خو دداسې دسيسو بربنډول او شنډول دهر مسلمان دنده ده او هغه کسان چې د جهاد په لومړيو ليکو کې ولاړ دي ، له داسې وړاندې کتلو څخه بې غمه نه شي ، کنه د انګريزانو او روسانو دماتې دحالاتو په څېر به اسې څه راباندې کېږي، چې خداى مکړه دغازي لالي خنجر په وهلو او چلولو به شرميږو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x