افغانستان

طالبان: د شاه شهید چاودنه غندو، غبرګون مو د څېړنو په موخه ځنډولی و

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۴ل): طالبانو هغه خونړۍ چاودنه چې د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې څو ورځې وړاندې د شپې شاوخوا یوه بجه وشوه، نېږدې ۱۵ کسان په کې ووژل شول او تر ۴۰۰ زیات یې ټپيان کړل، په کلکو ټکو غندلې او دا يې د خپل مشر د بدنامولو لپاره د بهرنیانو یو پلان ګڼلی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼې ویلي چې د شاه شهید پېښه خورا ډيره بېچلې وه او د دوی لخوا د ترسره کېدونکو بریدونو سره یې هېڅ ورته والی نه درلود له همدې کبله يې نه غوښتل چې له تحقیق او پلټنې پرته چاته ګوته ونیسي.

طالبانو زیاته کړې چې د پېښې په تړاو يې یو تحقیقاتي ټیم ته دنده ورکړه څو شواهد راټول کړي او د پېښې په اړه کره معلومات د «اسلامي امارت اړوند» مراجعو ته وړاندې کړي.

هغوی ویلي چې تر پلټنو وروسته ورته معلومه شوه چې د دوی ملګري په دغه چاودنه کې هېڅ لاس نه لري او نه هم داسې بریدونه د دوی هدف دي. «دا ډول انفجارات نه خو د مجاهدینو لپاره کوم هدف دي او نه هم کومه لاس ته راوړنه، تر ټولو مهمه لا دا چې اسلامي اصول د داسې کړنو اجازه هیچاته هم نه ورکوي».

طالبانو په دغه پېښه کې د وژل شوو کسانو او هغوی چې درانه مالي زیانونه ور اوښتي، سره خواخوږي ښودلې او ژمنه یې کړې چې د پېښې په اړه به نور هم څېړنې کوي او اصلي عاملین او د برید موخه به ولس ته ورپيژني.

دوی ویلي چې د خلکو ژوند ورته ډير اهمیت لري، دوی هېڅکله هم خپلو ملګرو ته په مزدحمو او بې هدفو ځایونو کې د چاودنې اجازه نه ورکوي. « د اسلامي امارت د مجاهدینو بریدونه تل په خورا احتیاط ترسره کيږي، د خلکو ژوند موږ ته ډير اهمیت لري، موږ به کله هم خپلو مجاهدینو ته په مزدحمو او بې هدفه ځایونو کې د داسې انفجار د ترسره کیدو اجازه ورنه کړو او په دې اړه به د اسلامي احکامو کلکه پابندي کيږي».

طالبان وايي چې د دوی لخوا شوي تحقیقات ښيي چې دا پېښه یوه قصدي هوايي یا توغندويي حمله وه چې له خورا لوی بم څخه يه کې کار اخېستل شوی او پر ځمکه يې خورا لوی ځای کنده کړی دی.

دولتي چارواکو له معمول سره سم د شاه شهید چاودنه «ځانمرګی برید» بللی و، خو په عامو افغانانو کې له پیله داسې شکونه موجود وو، او دغه چاودنه یې د لارۍ بم پر ځای هوايي برید ګاڼه.

باید وویل شي چې تېره ورځ د کابل په شاه شهید سیمه کې سلګونو لاریون کوونکو چې د پېښې ۱۰ تنه ټپیان هم ورسره و، نوموړې پېښه د بهرنیانو هوايي برید وګاڼه. لاریون کوونکو له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره د راغورځول شوي بم ټوټې دي.

د «افغانستان د ملي پیوستون نهضت» ګوند مشر سید اسحاق ګیلاني هم د شاه شهید سیمه کې خونړۍ چاودنه ځانمرګی برید نه، بلکې هوايي حملې ته ورته بللی و.

هغه د هغې لارۍ ویډیويي فلم جعلي ګڼلی و، چې د یو شمیر رسنیو په باور له منفجره موادو ډکه وه او په یاده سیمه کې چاودیدلې.

نوموړي ویلي وو چې د شاه شهید پېښه هغو هوايي بریدونو ته ورته وه چې روسانو د پخواني جهاد پرمهال ترسره کول. «د جهاد په شپو کې چې روسانو پر مونږ نیپال بمونه غورځول، لس یا شل متره ځمکه به یې کیندله، په شاه شهید سیمه کې هم ځمکه هماغسې کیندل شوې».

د شاه شهید په پېښه د ځاني تلفاتو سربېره درانه مالي تلفات هم ولسي وګړو ته اوښتي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x