fbpx

بغداد کې د موټر بم چاودني د ۵۸ تنو ژوند واخيست

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمری ۲۲ مه، ۱۳۹۴ل) : د عراق په پلازمېنه بغداد کي له خلکو د ډک بازار په منځ کې چاودنه شوې چې له امله يې ۵۸ تنه وژل شوي دي.

دغه چاودنه په سيمه ييز وخت د سهار په ۶ بجو د بغداد په شمال ختيز کې د صدر په نوم له ګڼي ګوڼي ډک بازار کې رامنځته شوي، سيمه ييز چارواکي وايي چاودنه د ټرک موټر په توسط چې چاودېدونکي مواد پکې ځای په ځای شوي وو، رامنځته شوې.

په چاودنه کې له ۲۰۰ زيات کسان ټپيان شوي، چارواکو رسنيو ته ويلي چې چاودنه ډيره زوروره وه چې ښايي تلفات يې تر ښودل شوې شمېرې زيات شي.

د روان ۲۰۱۵ ميلادي کال په ۵مه او ۷مه مياشت کې هم په ياده سيمه کې ورته چاودني وشوې چې له امله يې حکومتي خلکو، سياحانو او ځينو عامو خلکو ته مرګ ژوبله او مالي زيانونه اوښتي وو.

د بغداد چارواکو په خپلو څرګندونو کې وويل چې ټرک موټر چې له منفجره موادو بار وو مارکيټ ته په ډيره تيزۍ راوستل شو او د سبزي فروشي په برخه کې انفجار ورکړل شو.

چارواکو چاودنه د داعش کار بللی خو تر اوسه پوري کومې ډلې يا شخص د چاودني پړه په غاړه نه ده اخيستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د