افغانستان

د کابل علماوو شورا د پاکستان پر ضد د جهاد فتوا ورکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د کابل د علماو شورا یو شمېر غړو چې نن د شاه شهید د پېښې د قربانیانو سره د خواخوږۍ په پلمه راټول شوي، د پاکستان پر ضد د «جهاد» فتوا ورکړه.

د کابل د علماو شورا رییس مولوي عبدالبصير حقاني په دغه غونډه کې ویلي وو چې د دوی نننۍ فتوا داده چې په پاکستان کې جهاد فرض عین دی او هغه ډلې چې په پاکستان کې «جهاد» کوي د هغوی سره ولاړ دي او ملاتړ یې کوي.

د علماو شورا غړو له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د شاه شهید د پېښې اصلي عاملین ونیسي او دخپلو عملونو سزا ورکړي.

ازادۍ رادیو په خپل راپور کې ویلي چې د علماو شورا نه یواځې دا چې د پاکستان پر ضد یې د جهاد فتوا ورکړه بلکې سربېره پر دې یې د پاکستان پر ضد يې شعارونه ورکول او د «الله اکبر» نارې یې وهلې.

د علماو شورا غړو همدا راز ویلي چې دوی تیار دي چې د پاکستان پر ضد «جهاد» کې د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږي.

د دغې شورا یو غړي عزیزالله مفلح ازادۍ رادیو ته ویلي چې « د اسلام لپاره، د دین لپاره، د خدای د رضا او د بشریت د هوساینې لپاره او د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د رضا لپاره تیار یو چې خپل سرونه د جهاد په سنګرونو او د دغه هېواده د دفاع په خاطر ورکړو خو هیڅ بدماش ته تسلیم نه شو».

د کابل علما په داسې حال کې د پاکستان پر ضد د جهاد فتوا ورکوي چې تېرې جمعې په شپه د کابل ښار په شاه شهید سیمه کې د شپې درنه چاودنه وشوه.

دولتي چارواکو له معمول سره سم د شاه شهید چاودنه «ځانمرګی برید» بللی و، خو په عامو افغانانو کې له پیله داسې شکونه موجود وو، او دغه چاودنه یې د لارۍ بم پر ځای هوايي برید ګاڼه.

باید وویل شي چې تېره ورځ د کابل په شاه شهید سیمه کې سلګونو لاریون کوونکو چې د پېښې ۱۰ تنه ټپیان هم ورسره و، نوموړې پېښه د بهرنیانو هوايي برید وګاڼه. لاریون کوونکو له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره د راغورځول شوي بم ټوټې دي.

طالبانو نن /پنجشنبه/ دغه پېښه په کلکو ټکو وغندله، د وژل شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي وښودله. هغوی د دوی د غبرګون ځند د پېښې په اړه څېړنې ښودلي دي. دوی ویلي چې د دوی لخوا شوي تحقیقات ښيي چې دا پېښه یوه قصدي هوايي یا توغندويي حمله وه چې له خورا لوی بم څخه يه کې کار اخېستل شوی او پر ځمکه يې خورا لوی ځای کنده کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حق دوست

دا تول علماء سوء دي… اللهم لا تجعلنا منهم…

غوربندی

د پاکستان په وراندي قاطع موقف اختيارول د افغانانو ملی وحدت ته لاره هوارولاي شي

محمدعالم

امریکا دی په وطن کی ده او تاسی پر پاکستان جهاد اعلامه واست زه پر پاکستان جهادکار نلرم ولی و دی ته حیران یم چی دا علماو په کم کتاب کی لوستلی چی خارجیانو چی دی وطن اشغال کری جهاد نه کیژی او پاکستان باندی جهاد فرض دی الله مو عدایت که

حامد احمدی

یاره ددی دارعلماوو خو ډیر طرفدار نه یم خو د باکستان مقابل کی یی دا عمل توجیه کوم- یعنی که کافر بر وړاندی جهاد وی نو دمنافق پر وړاندی هم شته

شهاب

دومره زند ته خو ارتیا نه لیدل کیده که دا کار طالبانو نه وه کری له همغی شیبی معلوم وه زکه طالبان د برید پره په همغه شیبه منی پدی کی د زند لامل سوالونه را پورته کوی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x