نظــر

ارګ په قراردادیانو وسله وال ښکنځي!

ذبیح الله خورشیدي

د (سرخط) ورځپاڼې لیدو او لوستو ته له ډېرې مودې لېواله وم، دوه سترګو مې د هغې لار څارله هغه مهال چې لا یې سوداګریزې خبرتیاوې او نور چاپي مواد نه وو برابر، خو ما یي چاپېدو ته ورځې شمېرلې او د لیدو تږی یې وم.

خو بیا هم ځار له ملګرو، خدای دې ژوندي او په هر ډګر کې بریالي لري، درې پرلپسې ګڼې یې راته په بریښنالیک راواستولې، له ټولو کارونو مې تېر شوم، هر څه مې پرېښودل او خپل ټول فکر مې راټول کړ، لومړی مې هاخوا او دېخوا تاوراتاو کړه او ټول مخونه مې له سترګو تیر کړل او بیا مې د دې ورځ پاڼې په لوستلو پیل وکړ.

د وسلوالو طالبانو د مشر ملا عمر مړینه او پرځای یې د ملامنصور ټاکل، د طالبانو ترمنځ خپلمنځي جنجالونه ټول هغه مسایل دي، چې نن سبا د ټولو رسنیو غټ ټکي جوړوي، خو (سرخط) بیا پرې ټولې پاڼې لړلې وې.

ډېر په کې هغه انځورونه هم خپاره شوي وو، چې د رواني پلوه زړه بوږنونکي وو او زما په اند هېڅوک به یې لوستلو ته زړه ښه نه کړي، حیران پاتې شوم، چې دا څه دي؟ هغه د دري ژبې متل دی، وایي (نامش کلان دهش ویران).

خو که ریښتیا راباندې وایئ، چاپ شوې لیکنې یې ټولې زړې وې، یوې لیکنې یې هم په لوستو ارزښت نه درلود، خو ما باید درې واړه ګڼې یوه د بلې پسې لوستلې وې، ځکه له ډېرې مودې یې د لیدو او لوستو تږی وم او په انتظار مې ورته ورځې او شپې تېرولې.

هغه شور او دباو یې چې ښوول شوی وه، هغه د دوی باټې، چې داسې به وکړو او هغسې به وکړو یواځې د خولې خبرې وې او هغه لګښت چې په دې ورځپاڼه کېږي هغې ته په کتو د دولت یوه بې ځایه پروژه ده. نه پوهیږم ولې نورې دولتي ورځپاڼې نه تقویه کېږي؟ ولې دغه لګښت پر یوه بله بنسټیزه پروژه نه کېږي، څو د ملت درد دوا کړي او د خلکو زخمونو او ټپونو ته ملحم شي.

په ډېرو خبرونو او سرلیکنو کې یې ملي امنیت د سرچینې په توګه کارولی، څو خلکو ته دا وښایي، چې ګواکي د دوی لیکل شوي مالومات مستند دي، خو ډېر نور هغه یې پخواني مطالب وو، چې په ټولنیزو رسنیو کې مې لوستي وه.

ډېری لیکوالان یې پروژه يي دي، جالبه یې راته مجید قرار و، د سرخط په لومړۍ پاڼه یې له یوې لیکنې سره خپل انځور چاپ کړی وه، هغه سړی چې د طالبانو پر مهال د مدرسې یو چړي و او کورنۍ یې اوس هم د وسلوالو طالبانو په ملاتړ تورنه ده.

مونږ وایو څوک چې افغانان وژني او ملي ګټې زیانمنوي هغه خلک د افغانستان دښمنان دي او پرضد یې له هېڅ ډول هڅو درېغ نه کوو.
خو د دې ملاتړ هم نه کوو، چې له یو سیاسي ادرس دې چا ته د افغانستان په نوم کنځلې وشي دا ډول دود او کلتور زمونږ په سیاسي ژوند کې ځای نه لري.

زه، د قرار له لیکونو سره له پخوا اشنایي لرم په لیکنو کې یې د طالبانو سره د مخالفت په پلمه شخصي تربګنۍ پالل شوي، هغه ته هر کس چې ږیره ولري او د پیغمبر په سنتو برابر وي وسلوال طالب ښکاري، خو هغه څه یې هېر کړي، چې کورنۍ یې د وسلوالو ملاتړې وه.

په برېښنایي پېژندپاڼو کې د افغان او اسلام کلیمو سره په ښکاره دښمني د قرار هغه افغان ضد او انسان ضد هڅې دي، چې د پرديپالو اهداف او موخې یو د بل پسې سرته رسوي.

یوه ورځ د طالب پرضد پروژه، بل ځل د هویت پرضد پروژه او بله ورځ د طالب په ملاتړ پروژې غم د پاسه غم.
له غمه فریاد کوم، هغه ارګ چې وسلوال خپل سیاسي مخالفین بولي، نن ورځ د څو تالیڅټو چې له وسلوالو زیات مضر دي او د یو پرازیټ حیثیت لري د رسنیو له لارې خپلو حریفانو ته کنځلې کوي.

دا باید هیر نه کړو، چې د ملت بودیجه د افغان ضد او اسلام ضد ډلو په ملاتړ کارول کېږي او د خلکو پرضد د ترهګرو کرکې راپاروي.
که یوه ورځ په دولت د دې ورځپاڼې بودیجه پرې شي په راتلونکي کې به د دې بدرنګو پایلو کرښې پر همدې حکومت ورکږې شي.

بده راتلونکې!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

آشنایه دا ستا سواد می اصلاً ندی خوښ. ته لکه د شورا کندهاری وکیل ( لالی) مازی دی څټ او سدرۍ غټه ده او بس.

جمیل انوري

ګوډاګي حکومت ته بل څه نه دي ورپاتي ،، په عربي کې یو متل دی وایې اذایئس الانسان طالت لسانه ، کسنور اذاعجزیصول علی الکلب
یعني انسان چې نورڅه یې دلاسه نه کیږي نو ژبه یې اوږده شي ښکنځل شروع کړ، لکه پشي چې د سپي په وړاندي عاجزه شي نوبیا دمجبوري له امله په سپي حمله کوي
نو ددې خوارانو نور هرڅه وکړل وکړل خوګټه یې ورته ونه کړه بس اوس نو ورپاتي سوچ دروغ او ښکنځل دي او دایې هم وروستۍ شېبي دي قراردادیان او ګوډاګیان به ټول له منځه ځي

سحر بهارر

خرار په دي نه ارزي چي په يوه ليکنه کي دي ياد شي.
له نه سړي, سړی مه جوړوۍ

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x