نظــر

أنا مارى اوس بي بي مريم شوه !

أنا مارى اوس بي بي مريم شوه !(هغې څنګه اسلام قبلول كړ)

نږدي يو كال وړاندي د فيس بوك پاڼي کي راته د يوې امريكايي مرمن لخوا غوښتنه يا ريكويسټ راليږل شوى وه اول مي د هغې پاڼه وكتله له سره تر پايه مې په پاڼه باور حاصل كړ ځكه زه ورته په فكر كې شوم چې: څنګه له دومره لري ځايه نه يو څوك مانه هيله كوي چې راسره يي په فيس بوك كې اضافه كړم ما باور كاوه چې ارو مرو دكوم چا د مستعار نوم سره مخامخ شوى يم ځكه نن سبا په فيس بوك كي داسي پيښي ډيري ليدل كيږي چي يو بل ته په مستعار نومونو او بيا په  خاص ډول نارينه ځانونه په ښځينه نومونو مستعاروي خو د انا مارى په د معلوماتو په برخه كي ليكل شوي ول چې:

د مختلفو هيوادو او خلكو سره مينه يه د فيس بوك په يوه برخه كې د ځان په صفاتو كې ليكلي ول، ورسته له هغه يه ما هم غوښتنه ومنله او ځان سره مي اډ يعني اضافه كړه , هغې به كله ناكله راسره د فيس بوك په مټ لين كي هم شوه او ليكل شوي پيغامونه به مو يو بل ته استول, هغې ريښتيا هم ډير په كلتوري چارو راسره بحث كاوه او رسم او رواج پوښتني به يي را نه كولې ما هم ځوابونه ښه په غور سره وركول او په زړه كې مي بيا هم ورباندي پوره باور نشواى كولى او بيا مي هم د يو مستعار كس شك ورباندي كاوه.

خو يوه ورځ مې د هغې نه د سكايپ مسينجر غوښتنه وكړه او ورته مي د مخامخ خبرو كولو خبر ياده كړه هغې بيا هم ډيره خوښي وښوده او سم دلاسه يي راته د سكايپ مسينجر پته را وليږله او سره په لين كي شولو او يو بل مو د كمپيو ټر د كمرې په مخ سره وليدو او له زړه نه مې دشك خبره هم ووتله او أنا مارى (بي بي مريم) راسره ښه مجلس كاوه كله په كلتوري چارو كله اقتصادي او په سياسي چارو كې مو لا هم كله نا كله خوله سره سړوله ان تر مذهبي چارو مو د خبرو او مجلسونو تناوونه را ورسيدل هغې به د خپل رومن كاتوليك دين او مذهب نه دفاع كوله او هغه يي حق باله او ما ورته د خپل مبارك دين اسلام په هكله ډيرى دليلونه او ګټي ويلې ورسته به له هغې سره داسي دليل پاتي نشو چې خپل دين زمونږ تر مبارك دين بهتر ګڼلى واي , ورسته مې ورته وه اسلام ته د را اوښتو په هكله وويل خو هغې به مخالفت كاوه او نه به يي منله ، خو بلاخره زما او د هغې هر وخت خبري او زما له طرفه د اسلام په باره كې معلومات وركول ددې باعث شول چې ددې مباركي روژې مياشتي ته لا يو دوه ورځي پاتي وي او ما وه  أنا مارى ته د روژې په هكله معلومات او ګټي بيانولي ورسته هغې راسره ومنله چې دا به اسلام قبلوي او كليمه به وايي او ددغي روژې مياشتي د نيولو نيت يه هم وكړ او ما يه ورته ټول قوانين هم په ګوته كړل , بي بي مريم ټوله روژه ونيوه او ورسره يه هم لمونځ كاوه او هر ورځ به يي مانه د سكايپ مسينجر له لاري د اسلام په هكله معلومات غوښتل ,كله چې بي بي مريم كلمه وويله او ځان ته يي يوه مسلمانه وويله او ورته د نوم ايښودلو او نوم بدلولو غوښتنه مې هم ترې وكړه هغې هم ومنله چې بايد يو اسلامي نوم باندي ونومول شي ، ورته مي مختلف نومونه وليكل او ورته مي ور واستول او هغې راته د بي بي مريم نوم و ټاكه چې ما نوره په دي نوم يادوي.
بي بي مريم دا وخت 31 كاله عمر لري واده يي نه دى كړي او د امريكا په  Puerto Rico ايالت كې ژوند كوي او د يوه ځايي  پوهنتون د اقتصاد په برخه كي د اخري كال محصله ده .

د بي بي مريم د اسلام د قبليدو ويډيو به وروسته پر لیکه شي

عمر عمران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x