افغانستانخبرونه

پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د «ګډې مبارزې» ژمنه تکرار کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د افغان ولسمشر اشرف غني هغه پلاوي نن له پاکستاني چارواکو سره وکتل چې د سې شنبې پر ورځ یې ولسمشر په هغې خبري ناستې کې یادونه کړې وه چې پر پاکستان یې کم سارې نیوکې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر، صلاح الدین رباني په مشرۍ افغان پلاوی نن اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د دغه هېواد له لومړي وزیر نوازشریف او په بهرنیو اړیکو او ملي امنیت چارو کې د لومړي وزیر له سلاکار، سرتاج عزیز سره جلا جلا کتنې لرلې.

هغه خبرپاڼه چې له کتنو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ده، ویل شوي دي چې پاکستان یو ځل بیا له افغانستان سره د ترهګرۍ پر ضد د «ګډې مبارزې» ژمنه کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، سرتاج عزیز ویلي چې هېواد یې ژمن دی چې له افغانستان سره رغنده اړیکې ولري او دوی چمتو دي چې له افغانستان سره د ټولو ننګونو پر ضد ګډ کار وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو غاړو ژمنه کړې چې دوه اړخیزو اړیکو ته به وده ورکوي او د سیمې د ستراتيژيکو اندېښنو د لرې کولو لپاره به د نظر سټراتيژيک یووالي رامنځ ته کوي.

خو پاکستاني رسنۍ بیا راپور وکوي چې پاکستاني چارواکي به له افغان پلاوي سره هغه اسناد او شواهد شریک کړي چې ښيي پاکستانۍ وسله والې ډلې په افغانستان کې فعالیت کوي او له دې ځایه په پاکستان کې د چاودنو مسوولت په غاړه اخلي.

له پاکستان سره له هغې راهیسې د افغان حکومت اړیکې خړې پړې شوې، چې روانه اوونۍ د کابل په شاه شهید کې زورورې چاودنې سوونه کسان ټپي او لسګونه ووژل. ولسمشر په کابل کې له وروستیو بمي چاودنو وروسته د یوې خبري ناستې له لارې په ډاګه کړه چې نور له پاکستانه سوله نه غواړي. ولسمشر ویلي و چې له پاکستانه د افغانستان پر ضد د جګړې اعلان کېږي.

طالبانو د شاه شهید په پېښه کې لاس لرل رد کړل. د طالبانو له رد سره د پېښې په اړه ابهام لا زیاتېږي.

ولسمشر غني ویلي و چې پاکستان ته به د تلونکي پلاوي د سفر پایله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لسیزو اړیکې وټاکي. تر دې دمه افغان چارواکو د سفر د پایلو په اړه څرګندونې نه دي کړي. پاکستاني رسنیو یو ځل هماغه ټکي یاد کړي چې تل پاکستان ته د افغان چارواکو له سفرونو سره یې ژمنې کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
یو افغان

د یو افغان په صفت باید ووایم چی پورته شوی انځور کښی یی د افغانستان د وسنی دولت وزیر خارجی ته یی ډير سپک نظر کړی.

زه یو دیپلومات نه یم او نه د دیپلوماتی شرایط پوهیړم لیکن که وزیر دی خارجی به حیث وی هیڅ کله به می داسی نه وه منلی لیکن دا چی ناست دی همدا راز به فکر کښی شلم چی دیر ذیات مظلومان یو د نړی به سطه.

احمد

یو افغان ته

وروره ستا د خبرې سره سم مې څو څو ځله دا تصویر وکوت خو هیڅ داسې شي باندې پوه نشوم کوم چې ستا په نظر سپکاوی دی. خو زه خپله خبره داسې کوم چې: الله چې څوک سپک کړي وي نو هیڅوک یې نشي درنولای، او کوم چې الله ورته عزت ورکړی وي نو څوک یې ترې اخیستلای نشي.
خدای دې وکړي چې په مطلب مې پوه شوی وې.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x