ادبي لیکني

د کتاب مینه

لیکوال: حامد افغان

له کتابه ناخبره او انټرنیټ کې ورکو ځوانانو ته د کتاب د اهمیت، ارزښت او له هغه سره د سلفو د میني کیسې لکه لیکنیزه لړۍ خو له مختلفو عنوانونو لاندې راجمعه کوم، تاسو دي ښه خبر وئ زموږ اکثره ځوانان انټر نیټ او په ځانګړې توګه خواله رسنیو له کتاب او علم نه لیري کړل او روان حالات ښیي چې دا فاصله لا زیاتیږي، او که همداسي پاته شول خدای مه کړه “کتاب” به لرغونی توکی وګرځي او د ورډ او pdf په بيخونده او بیبرکته انځوريزو کرښو کې به په نیمژوانده مطالعو ځانونه دروهو، ویې منئ دا ستونزه جدي او درنه ده، جدي او خطرناکه یې ونيسئ او ځوانان کتاب او علم ته راوبولئ. د کتاب او علم د میني په اړه د سلفو دوه په زړه پوري بيلګي ستاسو درنو لوستوالو په خدمت کې وړاندي کوم، په دې هیله چې خوښي مو شي.

أبو بكر محمد بن الحسن بن دريد بن عتاهية الأزدي البصري الدوسي (223هـ/837م – 321هـ/933م) د عربي ادب او مختلفو علومو امام او مشهور شاعر تیر شوی دی، د ده په اړه دا خبره مشهوره ده چې وایي: ابن درید اعلم الشعراء واشعر العلماء، یعني په شاعرانو کې تر ټولو ښه عالم او په عالمانو کې تر ټولو ښه شاعر دی.

یاقوت الحموي په إرشاد الأریب (139/18) کې د ابونصر المیکالي له خولي روایت کوي هغه وایې: موږ څو ملګرو په خپلو کې د مختلفو منتزهاتو او د سیل ځایونو یادونه کوله او ابن درید هم راسره ناست و، چا وویل: “د دمشق غوطه ” تر ټولو ښکلی د سیل ځای دی، نورو وویل د الابلّه نهر ډیر ښایسته ځای دی، ځینو نورو وویل: ” سغد سمرقند ” ډیر ښکلی ځای دی چاویل “نهروان بغداد ” ښایسته ده چا بیا ویل چې “د بلخ پسرلی ” تر ټولو ښایسته ده.

ابن درید وویل: دا منتزهات او د سیل ځایونه د سترګو له پاره دي هغه د زړه واله کوم دي؟ موږ ورته وويل: ای ابوبکر! هغه کوم دي؟ ده وویل: د زړونو د سیل ځایونه دا ( کتابونه) دي: ” عیون الاخبار ” للقتبي، ” الزهره ” لابي داود، او “قلق المشتاق ” لابن ابي طاهر، او وروسته یې دا څلوريزه وویله:

ومن تک نزهته قینة
وکأس تحت وکأس تُصب

فنزهتنا واستراحتنا
تلاقي العیون و درس الکتب

یعني که د چا د سیل له پاره ګډیدونکې ډمي وي، یو ګيلاس لاندي او بل ډکیدونکی وي، زموږ سیل او ارام د سترګو په مخامخ کیدلو او د کتابونو په لوستلو کې ده.

امام ابوالفرج ابن الجوزي رحمه الله (مړ597هـ) په مختلفو علومو کې څو سوه کتابونه لیکلي دي، ده په اتیا کلنۍ کې له خپل زوی یوسف سره یو ځای له امام عبدالله ابن الباقلاني (مړ 593هـ) نه د لسو قراتونو درس زده کاوه! . امام الذهبي رحمه الله د دې روایت له نقل وروسته وایي: دې لوړ همت ته ښه ځیر شئ. (سیرالاعلام النبلاء للذهبي 377/21).

له کتاب او علم سره د میني په اړه مي د سلفو علماو له زرین تاریخ نه دا دوه بیلګې ستاسو حضور ته وړاندي کړې، الله دي زموږ د کمپیوټري او انټرنيټي زمانې په طالب العلمانو او محصلینو رحم وکړي، نن سبا سره له دې چې همتونه سست شوې دي زموږ بوختياوې او لیوالتیاوې هم بدلې شوې دي، د کتاب د مینې ځای کمپیوټر او انټرنیټ نیولی ده د علمي بوختیا او څیړنو پر ځای د ډلییزو اړیکو په ویب پاڼو کې له زرګونو ملګرو سره په عبث او چټي بحثونو او اړیکو بوخت وي، په داسي حالت کې د علم او زده کړې د لارې لارویانو ته د علم ترلاسه کولو په لاره کې مازي د اهل علم په څیر ويښته او لباس جوړول او څو معروف اصطلاحات کارول ورپاته دي . الله دي پر موږ ورحمیږي او الله دي زموږ همتونه لوړ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حنيف

جزاكم الله خيرا حامد صيب, دير خوندور مالومات وه… الله دي ونازوه… فهل من مزيد؟؟؟

مولوي سعيد

حامد صاحب الله دي خير دركي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x