افغانستان

ملا اختر محمد منصور د القاعده جهادي ډلې مشر ایمن الظواهري بیعت قبول کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو نوي مشر د «امیرالمؤمنین» په صفت د القاعده د مشر ښاغلي ایمن الظواهري او د ټولو هغو کسانو چې له ده سره یې بیعتونه کړي وو، قبول کړل.

د نړیوالې جهادي ډلې مشر ډاکتر ایمن الظواهري پرون د خپل تنظیم په استازیتوب د ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړ. هغه د کار د اسامه بن لادن او د هغو ملګرو چې په دغه لاره کې «شهیدان» شوي، منهج یو ځل بیا راتازه کول وګڼل.

اسامه بن لادن پخوا د ملا محمد عمر مجاهد سره بیعت کړی و او ځان یې د هغه یو عسکر ګاڼه. القاعده د اسامه بن لادن ویډيويي وینا هم خپره کړه چې په کې وايي له ملا محمد عمر سره یې «بیعت عظمی» کړی دی.

د طالبانو رسمي وېبپاڼې «الاماره ډاټ او آر جي» د ملا اختر محمد منصور تازه پیغام خپور کړی. منصور د ټولو هغو کسانو څخه چې د ملا محمد عمر مجاهد په مړینه یې خفګان ښودلی، دوی ته یې تعزیت لېږلی مننه کړې او د ټولو هغو کسانو چې له ده سره یې د «امیرالمؤمنین» په صفت بیعت کړی، قبول کړی دی.

ملا اختر محمد منصور په دغه پيغام کې د القاعده نړیوالې جهادي ډلې مشر ډاکتر ایمن الظواهري بیعت په ځانګړي توګه قبول کړی. په پیغام کې له ظواهري پرته د نورو بیعتونه عام قبول شوي دي.

نوموړي په خپل پيغام کې ویلي: «د دغو محترمو وروڼو له جملې څخه تر ټولو له مخه د نړیوال جهادي تنظیم (قاعدة الجهاد) محترم امیر جناب ډاکټر صاحب ایمن الظواهري څخه دهغه بیعت قبلوم، ترې مننه او شکرګذاري کوم چې دتعزیت او مواسات ترڅنګ یې دخپل ځان او خپلو اړونده مجاهدینو بیعت هم مونږ ته راولیږه».

ملا اختر محمد منصور په خپل پیغام کې زیاته کړې: «د جهاد په سنګرونو کې د ناستو مجاهدینو ، دمدارسو ، پوهنتونو او علمي مراکزو استاذانو ، د هیواد ملي شخصیتونو او نورو ټولو هغو اسلامي او جهادي شخصیتونو ، جهادي تنظیمونو چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې د خپلو ځانګړیو پیغامونو په وسیله له مونږ سره غمشریکي کړې او يايې هم له مونږ سره دجهادي امیر په توګه بیعت کړی مقابلتا ورڅخه مننه او شکر ګذاري کوو».

د طالبانو رسمي ویب پاڼي د روان کال د جولایي میاشتي په ۳۱ مه نیټه اعلان وکړ چې د «افغانستان اسلامي امارت» د «اهل الحل والعقد» شورا لخوا ملا اختر محمد منصور د نوي «امیرالمؤمنین» او د ملامحمد عمر مجاهد د ځایناستي په صفت وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Haqmal.laghmani

الله دی د مسلمانانو دپاره خواخوگی او د کفارو او مرتدینو لپاره دال او سپر جور کری

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x