افغانستان

کاپيسا کې د بهرنیانو بې پېلوټه الوتکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د هېواد په مرکزي ولایت کاپيسا کې د بهرنیو ځواکونو یوه بې پېلوټه الوتکه غورځېدلې.

د نړيوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت مطبوعاتي دفتر افغان اسلامي اژانس ته ویلي چې دغه الوتکه یې تېره ورځ په کاپيسا ولایت کې غورځېدلې.

یاد دفتر ویلي چې الوتکه په یوه هوار میدان کې غورځېدلې او پېښه تر څېړنو لاندې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه پېلوټه الوتکه د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د نیازیو په سیمه کې غورځېدلې ده.

هغه په دې اړه څه نه دي ویلي چې دغه الوتکه دوی ویشتلې یا د تخنیکي ستونزو له کبله راغورځېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x