طالبان وايي اغاجان معتصم په اسلامي امارت کې هیڅ دنده نلري او نه دامارت نمایندګي کولاي شي

معتصم اغا جان

له څه مودې راهیسې دطالبانو دواکمنۍ دمهال دماليې وزارت وزیر ملا اغاجان معتصم په ځینو سیاسي فعالیتونو بوخت دي او په دې اړه یې یو لړ لیدنې کتنې له مختلفو جهتونو سره هم ترسره کړې،نوموړي دې ته لیوال دي چې دافغانستان اوسني کړکیچ ته باید دخبرو او مذاکراتو له لارې دپاي ټکی کېښودل شي ،څو ورځې وړاندې نوموړي دافغانستان دحکومت په ځانګړې غوښتنه او ټینګار دنړیوالې ټولنې له تورلیست څخه وایستل شو،له رسنیو سره نوموړي دنړیوالې ټولنې ددې قدم هرکلي وکړله افغانستان حکومت ،ملګرو ملتو او دسعودي له چارواکو یې مننه وکړه دده په وینا چې له تورلیست نه دده په ایستلو کې یې مرسته کړې ده .

نوموړي زیاتوي چې که دطالبانو نور مشران هم له تورلیست نه وایستل شي دا به دسولې په خبرو کې ډیر موثر ثابت شي ،نوموړي څه موده وړاندې رسنیو ته وویل چې دده دمعلوماتو لمخې دسولې دخبرو لپاره دواړو ښکیلو غاړو کږون او انعطاف ښودلی .

ښه موده وړاندي یوې بهرني وژځپاڼې دطالبانو دیوه جګ پوړي چارواکې چې یوازي په (مولوي) معرفی شوي وو ،له قوله یومطلب خپور کړ چې پکې ویل شوي و،حالات داسي ښيي چې دطالبان په هيڅ رقم جګړه نشي ګټلي پرته له دې چې له امریکایانو سره خبرو ته اماده ګي ونه شيي .

ډیری سیاسي شنونکي به دې نظر دي چې دا نامعلوم مولوي نامې هم خپله معتصم اغاجان وو چې دتاند ویب پاڼې په وروستي مطلب کې په ښکاره ډول ورته اشاره شوې .

دنوموړي داډول څرګندونې طالبانو ته دمنلو وړ نه دي او دا دخپلې پالیسي سره په ټکر کې بولي .

همدا لامل شو چې تیره ورځ دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې معتصم اغاجان په خپلو څرګندونو کې داسلامي امارت نماینده ګي نشي کولاي نوموړي په په دې اړه رسنیو ته یو لیکلي پیغام لیږلي چې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړي چې په لاندي ډول یی کټ مټ نشر ته سپاري .

داغاجان معتصم په اړه داسلامي امارت وضاحت

اغاجان معتصم په ۲۰۱۰ ز کال کې داسلامي امارت دمشرتابه له لوري دیو لړخودسریو اوپه کارونوکي دنه شفافیت له امله له خپلي دندي نه ګوښه کړل شوی اوفعلاپه اسلامي امارت کي هیڅ کومه دنده نه لري او نه هم په خپلو څرګندونو او کړنو کې  داسلامي امارت نما یند ګي کولای شي .

داچي اوس نوموړئ په ترکیه کي اوسي هلته دده اوسیدنه دده شخصي کاردي اسلامي امارت په ترکیه کي کومه نمایندګي اودفترنه لري اونه هم  کابل اوانقرې ته داغاجان معتصم  سفرونه داسلامي امارت دمشرتابه په هدایت اواجازه ترسره شوي دي .

داغاجان معتصم اوسنیو حرکاتوته په کتو سره اوس نوموړئ دخپل اختیارنه ښکاري بلکي کړه وړه یې دنوروپه اشاره اواختیارکي دي اسلامي امارت له ټولو رسنیو نه په کلکه غوښتنه کوي چي په راتلونکي کي دنوموړي اظهارات اونظر اسلامي امارت ته منسوب نه کړي بلکي داسلامي امارت نظر او رسمي پا لیسي هغه ده چي داسلامي امارت دمعلو مورسمي ویندو یانوله لوري تاید شي   .  

والسلام

دافغانستان اسلامي امارت

۱۴۳۳/۹/۲۶هق

۱۳۹۱/۴/۲۴ هش ــ ۲۰۱۲/۸/۱۴ م

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د