شعـــــرونه

د میني اثر

نظام کندهاری

خدايه ځي ستا تر ديداره دا اثر دی ستا د ميني
په مسکا چي ځي تر داره دا اثر دی ستا د ميني

د شباب څانګي کړي غوڅي ستا لقاء ته يې تحفه کړي
ځي د ژوند له مست بهاره دا اثر دی ستا د ميني

پر کعبه د استشهاد کوي طواف احرام بسته دی
بيرته نه ځي تر خپل ښاره دا اثر دی ستا د ميني

فريښتې چي يې له عرشه استقبال ته وي راغلي
ځي د وصل تر دياره دا اثر دی ستا د ميني

د تکبير د ملکوت چيغي يې لاړي شي تر هسکه
ستوري لويږي له مداره دا اثر دی ستا د ميني

چي د ژوند روژه کړي ماته د بارودو په لمبو کي
منتظر وي تر افطاره دا اثر دی ستا د ميني

د غزل توري يې هم د ټپي زړه ترجماني کړي
چي نظام دی ناقراره دا اثر دی ستا د ميني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Burhan Azizi

شعرونه سره زیاته علاقه لرم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x