نظــر

اسلام اباد ته د افغان پلاوي سفر؛ هيلې، لاسته راوړنې او پايلې

احمدالله احمدزی

ولسمشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته پاکستان سره ډېرې خوږې اړيکې پيل کړې وې او له هماغه وخته پرې ګڼو څارونکو نيوکې کولې، چې اشرف غني له سيمه ييز او ځمکني سياست سره د نابلدتيا له امله پاکستان سره په اړيکو جوړولو او ساتلو نه پوهيږي او پاکستاني نظامي چارواکو سره د ده تکراري ليدنو او ناستو افغان ولس او څارونکي اندېښمن کړي وو.

له بده مرغه د ولسمشر شاوخوا هم داسې کړۍ راوتاو دي، چې د خپلو شخصي ګټو او څوکۍ ساتلو په موخه نوموړي ته سالمې مشورې نه ورکوي او کوم کارپوهان، چې بيا اشرف غني ته د ښو مشورو جرئت کوي، اشرف د هغوی خبرو او وړانديزونو ته هېڅ اهميت نه ورکوي او دی تل همدا يوه خبره کوي، چې دی د نړۍ دوهم مفکر دی او په هر څه ډېر ژر پوهيږي.

د ولسمشر اشرف غني او پاکستاني نظامي او استخباراتي چارواکو تر منځ ډېرې مرموزې ليدنې وشوې او تر اوسه رسنۍ او ملت له دغو ليدو کاتو نه دي خبر، چې کابل ته د پاکستان لوی درستيز او استخباراتو مشرانو تکراري سفرونه د څه لپاره او لاسته راړوني يې څه دي؟

د اشرف غني يوه لويه ستونزه همدا ده، چې ډېرې چارې په خپل سر په مخکې بيايي او حکومت کې له خپلو ګډونوالو سره په ډېرو شيانو کې تر هغو سلا مشورې نه کوي، تر څو يې چې توان وي او د حکومت ګډونوالو يې هم د دې لپاره ځانونه غلي کړي وي، که سبا هره ناوړه پايله راوځي، نو پړه به يې يوازې د اشرف غني پر سر وي.

د ملي وحدت حکومت چارواکي اشرف غني سره د واک پر سر وېش کې په هر څه شخړه او لانجې کوي، مګر ملت او ملي مصالحو ته د ګواښ پر مهال بيا د بلا خولې ته يوازې اشرف غني پاتې وي او دوی ورته د خير په غونډۍ ناست وي.

د اشرف غني او پاکستان اړيکې له پيله تر شکرو هم خوږې وې، ډېر لږ وخت وروسته پيکه شوې او دغه دی کابل شاه شهيد کې له خونړۍ چاودنې وروسته اشرف غني يو سل اتيا درجې بدلون وکړ او د يوې خبري غونډې په ترڅ کې يې پاکستان سره د دښمنۍ غيرمستقيم اعلان په داسې حال کې وکړ، چې د دفاع سرپرست وزير، ملي امنيت رييس، د ملي امنيت سلاکار، کورنيو چارو وزير او ګڼ نور لوړپوړي چارواکي يې تر شا ولاړ وه.

اشرف غني د دې پر ځای چې د چاودنې په اړه يې هر اړخيز معلومات تر لاسه کړي وای، دغه کره معلومات يې له ولس سره شريک کړي وای او په حکومت کې دننه د دغو حملو او چاودنو اسانتيابرابروونکي يې محکمې ته وړاندې کړي وای او د ولس هغو شکونو او غوښتونو ته يې ځواب ويلی وای، چې د هرې چاودنې او په ځانګړې توګه د شاه شهيد چاودنې په اړه يې درلودې.

ګڼو څارونکو، سياستوالو او د نظامي چارو پوهانو په زغرده وويل، چې د شاه شهيد مرګونې چاودنه موټر بم يا سرتېری بريد نه ښکاري.

کابل کې د دغې چاودنې د ګڼ شمېر ټپيانو په ګډون سلګونو کابل مېشتو افغانانو د چاودنې پر ضد لاريون وکړ او په يو غږ يې وويل، چې دغه چاودنه موټر بم نه و، بلکې د بهرنيو عسکرو له لوري هوايي بريد و.

په عين حال کې کابل مېشتو دولتي ملايانو د يوې مظاهرې په ترڅ کې د پاکستان پر ضد د جهاد فتوا هم ورکړه او د پاکستان پر ضد يې د هر ډول وسله وال پاڅون او مخالفينو ملاتړ «فرض عین» وباله.

په ظاهره خو افغان حکومت غوښتل، چې د خپل خبري کنفرانس او د ملايانو په فتوا پاکستان تر تاثير لاندې راولي، مګر پاکستان د اشرف غني څرګندونې ځان لپاره يو ګواښ بولي او د ملايانو فتوا د پاکستاني طالبانو او بلوڅو بېلتون پالو د رسمي ملاتړ په توګه انګيري.

ولسمشر تېره پنجشنبه د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ يو لوړ پوړی پلاوی اسلام اباد ته ولېږه، چې افغانستان کې د روانو بريدونو او په ځانګړې توګه د شاه شهيد او نورو وروستيو چاودنو په اړه پاکستاني سياسي، نظامي او استخباراتي چارواکو ته خپلې اندېښنې څرګندې کړي او له پاکستانه د دغه ډول حملو د مخنيوي غوښتنه وکړي.

د بهرنيو چارو وزير سره په دغه پلاوي کې د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل، د د دفاع سرپرست وزير معصوم ستانکزی او يو شمېر نور نظامي، استخباراتي او سياسي چارواکي ملګري وو.

کابل کې داسې اټکل شوی و، چې د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل د وروستيو چاودنو او پاکستان کې د طالبانو د مېشت سيمو په اړه کره معلومات راټول کړي وو او غوښتل يې چې د دغو معلوماتو له مخې پاکستان دغه هېواد کې د طالبانو د بريدونو او مرکزونو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

افغان پلاوي په خپله لومړۍ ليدنه د پاکستان صدراعظم د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز سره وليدل او د بحث موضوع افغانستان او په ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې وروستي بريدونه وو.

افغان پلاوي د وروستيو بريدونو او چاودنو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې، په عين حال کې سرتاج عزيز او نورو ټيټ پوړو پاکستاني چارواکو افغان پلاوي ته هغه معلومات او ويډيوګانې وښودې، چې د پاکستاني طالبانو مشر ملا فضل الله، د پاکستان نور مخالفين او هندي استخبارات يې د افغانستان په مرسته د پاکستان قبايلي سيمو، بلوچستان او ګڼو نورو سيمو کې ترسره کوي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوې سرچينې له قوله پاکستاني لوري افغان پلاوي ته وويل، چې تاسې په خپله ځمکه د ملا فضل الله او نورو پاکستاني طالبانو شتون منلی دی.

د پاکستاني طالبانو پخوانی قوماندان حافظ سعيد خان او پخوانی وياند شاهدالله شاهد، چې وروسته داعش ته اوښتي وو، له ډېورينډ کرښې ها پلو افغانستان کې د امريکا بې پيلوټه بريد کې ووژل شول.

د حکيم الله محسود مرستيال لطيف الله محسود افغان حکومت سره د خبرو لپاره روان و، چې لوګر کې امريکايانو د پاکستان په غوښتنه ونيو او تېر کال يې پاکستان ته وسپاره.

سرتاج عزيز وويل، چې پاکستان افغانستان کې سولې ته ژمن هېواد دی او له همدې امله يې د چين اورمچي او د پاکستان مري کې د «افغان طالبانو» او حکومت تر منځ د خبرو اترو زمينه برابره کړه.

سرتاج عزيز يو ځل يو بيا د پخوا په څېر ټينګار وکړ، چې افغانستان او پاکستان بايد پر يو بل د شک او دښمنۍ پر ځای باور ولري او د ګډ دښمن پر ضد ګډه مبارزه وکړي.

له سرتاج عزيز سره له ناستې وروسته افغان پلاوي د پاکستان صدر اعظم ميا نواز شريف سره هم وليدل او د دغې غونډې پايله هم د ګډې همکارۍ او دوستۍ په اعلاميې پای ته ورسېده.

دلته دوه خبرې ډېرې مهمې دي، هغه دا چې پاکستاني رسنيو د افغان پلاوي سفر ته هېڅ اهميت ور نه کړ او د افغان پلاوي د پرله پسې ټينګار سربېره هم د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف او د ای ايس ای مشر جنرال رضوان اختر افغان پلاوي سره له ليدو انکار وکړ.

داسې ويل کيږي، چې پاکستاني نظامي چارواکو د اشرف غني خبري غونډه د پاکستان لپاره ګواښ بللی و او پرېکړه يې کړې وه، چې د افغان پلاوي سفر ته به هېڅ توجه نه کوي.

له همدې امله پاکستاني رسنيو په دې اړه هېڅ بحث ونه کړ او د دغه پلاوي سفر يې ډېر کمزوری راواخېست.

پاکستان په دې ډېر ګيله من دی، چې اشرف غني هم د پخواني ولسمشر کرزي په څېر د دواړو هېوادونو اړيکې او ستونزې د ميډيا له لارې څرګندې کړې، پاکستان يې د کابل د بريدونو مسؤول وباله او کابل مېشتو بهرنيو ډيپلوماتانو ته يې هم ويلي، چې افغانستان کې د روانو بريدونو او چاودنو، په ځانګړې توګه د شاه شهيد چاودنې تر شاه د پاکستان لاس دی.

د پاکستان نظامي او استخباراتي چارواکو له همدې امله افغان پلاوي سره له ليدو سکوټ انکار وکړ او د اشرف غني د تېرې اونۍ څرګندونې يې د پاکستان پر ضد يو ډول ګواښ ګڼلی و.

د افغان پلاوي دا سفر څومره بريالی و؟

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په مشرۍ افغان پلاوي د پاکستان لومړي وزير نواز شريف، د بهرنيو اړيکو او ملي امنيت سلاکار سرتاج عزيز او ګڼو نورو سياسي او نظامي چارواکو سره افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې د وروستيو بريدونو په اړه خبرې اترې وکړې او د دغه ډول بريدونو د مخنيو په اړه د ګډې همکارۍ غوښتنه وشوه.

د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه کې دا خبره له ځانه ورزياته شوې، چې افغان پلاوي د پاکستان نظامي چارواکو سره هم ليدلي دي.

په اعلاميه کې داسې څه نه شته، چې افغان پلاوی يې د دغه سفر لاسته راوړنه وبولي؛ ځکه چې يو خو د ستونزې اصلي لوري، يعنې نظامي او استخباراتي چارواکو له دوی له ليدو انکار کړی او بل دا چې د صلاح الدين رباني په څېر يو بې تجربې بهرنيو چارو وزير له سرتاج عزيز سره د خبرو او دلايلو توان نه لري او دی نه شي کولای، چې د سيمې د دوو مهمو رقيبو هېوادونو د بهرنيو چارو له چارواکو سره وړ خبرې او بحث وکړای شي.

پنځه اتيا کلن سرتاج عزيز، چې ټول عمر يې په سياست او د سياسي علومو په تدريس کې تېر شوی، نړيوال ډيپلوماتان يې په سياسي براعت اقرار کوي او کولای شي، چې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې د خپل هېواد د ګټو لپاره لاره پرانېزي.

بل پلو زموږ په ګاونډ کې د ايران د بهرنيو چارو وزير ډاکټر جواد ظريف، هغه سياسي څېره بلل کيږي، چې د ايران او امريکا دښمني يې د څو کالو په ترڅ کې په دوستۍ بدله کړه او تېره مياشت امريکا او نړيوالې ټولنې سره د ايران اتومي انرژۍ تړون لاسليک د جواد ظريف د نه ستړې کېدونکو هڅو پايله وه.

بدبختانه زموږ په هېودا کې هر څه د وړتيا پر ځای د سياسي رشوت په توګه تقسيميږي او د بهرنيو چارو وزارت داسې يو چا ته سپارل شوی، چې د سيمې او په ځانګړې توګه د پاکستان او ايران د بهرنيو چارو وزارت له ټيټ پوړو افسرانو سره هم د ليدو، ناستې او بحث توان نه لري.

نو موږ په لنډو ټکو ويلی شو، چې د افغان پلاوي وروستی سفر سر تر پايه له ناکامۍ ډک و.

که اشرف غني او حکومت يې په رښتيا هم د افغانانو په وينو خپه کيږي، نو د دې پر ځای، چې پرديو هېوادونو تورونه ولګوي، بايد په حکومت کې دننه حتا ولسمشرۍ ماڼۍ او نورو مهمو پوسټونو کې د هغو افسرانو او چارواکو په اړه تحقيقات وکړي، چې د هېواد د ملي ګټو پر ضد فعال دي او دغه چارواکي بايد محکمه کړي.

له بده مرغه هېواد کې د چاودنو او بريدونو تر څنګ د شخصي بنديخانو، د ځکمو چور او تالان، په اداري، نظامي او استخباراتو چارو کې ډېری داسې لوړپوړي چارواکي شته، چې د حکومت لوړپوړي چارواکو ملاتړ ورسره دی او د هغوی په ملاتړ هر ډول جنايت کوي.

په څرګندو ټکو ويلی شو، چې د اشرف غني، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله، دوستم، سرور دانش، محمد خان، محقق او نورو لوړپوړو چارواکو په ډلو او بانډونو کې داسې څېرې ډېرې زياتې دي، چې هېواد کې د بهرنيو استخباراتو څرګند ملاتړ لري او د هغو او چارواکو د ملاتړ په ډاډ هېواد کې هر ډول جنايتونه ترسره کوي او هېڅوک يې مخنيوي نه کوي.

پاتې شوه د طالبانو د بريدونو او چاودنو خبره، نو هغوی هم په ولس او دننه حکومت کې ملاتړ لري، که نه لرلای پېچلې حملې يې نه شوای کولای او د خپلو کارونو او بريدونو لپاره يو دليل لري، چې هېواد د بهرنیانو په ولکه کې دی، اوسنی حکومت د امريکا د یرغل په نتیجه کې رامنځته شوی او تر څو چې طالبانو ته دغه دليل وي، نو ولس به يې ملاتړ کوي او دوی به خپلو بريدو او چاودنو ته زور ورکوي.

که اشرف غني سوله غواړي…

موږ تاسې وليدل، چې طالبان د امريکا او ناټو په بمباريو، چاپو، بنديخانو او هر ډول ټولوژنو، نه يوازې دا، چې له منځه نه ولاړل او نه کمزوري شول، بلکې ورځ تر بلې پر مختګ کوي او د هېواد ګڼې سيمې يې نيولي، خلک خپلې دعوې او حقوقي مسايل هم د طالبانو محکمو ته وروړي او په ګڼو سيمو کې د افغان حکومت واک يوازې د ولايتونو او ولسواليو تر مرکزه محدود دی او طالبان ورځ تر بلې د پرمختګ په حال کې دي.

رښتيا خبره دا ده، که ډاکټر نجيب غوښتل، چې د کرزي او اشرف غني په څېر حکومت وکړي، نو کولای يې شول، بلکې له دوی يې ښه حکومت کولای شوای، مګر هغه پوهېده، چې ولس څوک نه غواړي، هغه پر افغانستان واکمني نه شي کولای.

اوس که اشرف غني په رښتيا سوله غواړي، نو پر ځای د دې چې پاکستان ته هر ډول امتياز ومني او يا له پاکستان او نورو هېوادونو ګيله من شي، نو تر ټولو ښه چاره يې دا ده، چې افغانستان کې د جګړې د لامل په له منځه وړلو فکر وکړي او د جګړې لامل له منځه يوسي.

د طالبانو دريځ څرګند دی، چې هېواد کې د دوی اسلامي نظام ړنګ شوی، د امريکايي يرغل په مشرۍ پنځوسو هېوادونو افغانستان برمته کړی او پر ځای يې د دوی په وينا «ګوډاګی رژيم» ټاکل شوی او دغه ياد شوي لاملونه د طالبانو له لوري د جګړې بنسټيز لاملونه دي او تر څو چې دا لاملونه وي، جګړه به روانه وي.

طالبانو څو څو ځل په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د ستونزې يوازينی حل د بهرنيانو وتل دي او له هغې وروسته دوی افغانانو سره هر ډول خبرو ته ژمن دي او د واک د انحصار په لټه کې نه دي.

وړمه ورځ پاکستان د افغان محصلينو لپاره د پاکستاني تعليمي بورسونو پروسه تر نا معلوم وخته وځنډوله او پرون د پاکستان د خپلواکۍ ورځې د نمانځلو په مناسبت کابل کې د پاکستان سفارت رسمي غونډه جوړه کړې وه او د بهرنيو ډيپلوماتانو په ګډون افغان چارواکي او وکيلان يې هم راغوښتي وو، مګر ويل کيږي، چې هېڅ لوړپوړی افغان چارواکی دې غونډې ته نه دی ورغلی.

راتلونکې شپې ورځې داسې ښکاري، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ روانې ستونزې او کشالې نورې هم زياتې شي او دواړه هېوادونه به پر يو بل ډول ډول تورونه لګوي او دغه پروسه به تر ډېره همداسې روانه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ننګیالی

احمدزی صیب: خفه نشی، لږ لنډه لیکنه کوه، باید له لس الی دوولس پرګرافه څخه زیاته نه وی، زما زړه غوښټل ولولم خو اول می یی اوږدوالی ولوست، نو پوه شوم چی له وسه می نده پوره.

هیله ده لدی وروسته د پرګرافونو شمیر مراعت کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x