سویلي افریقا، نیوزیلینډ ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د نیوزیلینډ او سویلي افریقا تر منځ لومړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ د سویلي افریقا په بریا پای ته ورسیده. سویلي افریقا سیالې لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

سویلي افریقا لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د نیوزیلینډ لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. د نیوزیلینډ لوبډلې ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۱ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ګپټېل په ۳۷ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۴۲ او ویلیمسن په ۲۱ توپونو د اتو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې.

د سویلي افریقا لوبډلې لپاره ربادا، وییس او فنګیسو دوه دوه ویکټې واخیستې. وییس په افریقايي توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکړې. وییس خپل څلورو اورونو کې ۲۴ منډې ورکړې.

سویلي افریقا ټاکل شوی هدف د هاشم امله، ډي ویلیرز او روسوو غوره توپ وهنې په مرسته یوازې څلور لوبغاړي له لاسه ورکولو سره په ۱۷.۵ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته يي په شپږو ویکټو ماتې ورکړه.

دغې لوبې کې د سویلي افریقا لپاره د توپ وهنې په برخه کې هاشم امله په ۴۱ توپونو د څلورو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۸، روسوو په ۲۰ توپونو د څلورو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۳۸ او ډی ویلیرز په ۲۱ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۳ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لوبډلې توپ اچوونکو د سویلي افریقا توپ وهوونکو په وړاندې پاتې راغلل او د هغوي د منډو جوړولو مخه يي ونشو نیولی.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره بریسویل، میلني، میککلینګن او ورکر یوه یوه ویکټه واخیسته. بریسویل خپل دریو اورونو کې یوازې۱۷ منډو ورکولو سره د نیوزیلینډ په توپ اچوونکو کې تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکو شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د