افغانستان

طالبانو په فراه کې یو انسان تښتونکی نیولی او څلور تنه یې ژغورلي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د فراه ولایت په فراه رود ولسوالۍ یو انسان تښتونکی نیولی او څلور کسان یې ترې ژغورلي دي.

دغه تښتونکی عبدالاحد نومیږي او د یاد ولایت د ګلستان ولسوالۍ اوسیدونکی دی.

طالبانو ویلي چې نوموړی يې پرون مازدیګر مهال څلور بجې د فراه رود ولسوالۍ اړوند د تپه سعاد په سیمه کې د یوې چاپې پر مهال ونیولو.

هغوی زیاته کړې چې تښتونکی عبدالاحد يې په داسې حال کې ونیولو چې په کور کې یې څلور تنه تښتول شوي کسان صوفي نظر، بیت الله، نیاز محمد او بسم الله چې د فراه ښاروالي اوسیدونکي وو، ورسره بندیان وو.

دا لا څرګنده نه ده چې عبدالاحد دغه تښتونې په یواځې ځان کړي که د انسان تښتونکو بانډ لري.

وسله والو طالبانو تښتول شوي کسان له انسان تښتونکي ژغورلي او هغه یې نیولی دی.

دوی ویلي چې د تښتونکي عبدالاحد قضیه يې «د اسلامي امارت شرعي محکمې» ته سپارلې او محکمه به یې په اړه شرعي حکم صادر کړي.

دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په خپلو تر واک لاندې سیمو کې د غلو او انسان تښتونکو پر وړاندې ګام اوچتوي، تر دې مخکې هم طالبانو د هیواد په ګوټ-ګوټ کې غله، سړي تښتوونکي او قاتلین نیولي او بیا یې په عام محضر کې په سزا رسولي.

د روان کال په می میاشت کې طالبانو د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې د سړي تښتوونکو په یو استوګنځای چاپه ووهله او درې تنه برمته شوي ولسي وګړي یې وژغورل.

له هغې پیښې یوه میاشت وړاندې طالبانو په غزني کې درې تنه غله، چې یوه ښځینه ډاکټره او د هغې خاوند یې په خپل کور کې وژلي او د کور ټول سامان یې ورنه وړی و، ونیول، چې بیا یې د محکمې له پریکړې وروسته د ولایت مرکز اړوند د منګور کلي په عام محضر کې اعدام کړل.

په عین میاشت «اپریل» کې طالبانو د فراه په بکوا ولسوالۍ کې درې تنه نور غله او اختطاف چیان، چې ۲۱ تنه یې له تښتولو وروسته وژلي و، د دې ولسوالۍ د جمعه بازار په سیمه کې اعدام کړل. د فراه سیمه ییزو چارواکو یوازې د پیښې په تایید بسنه کړې وه.

د تېر کال په سپتمبر کې هم طالبانو د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې هغه درې تنه غله ونیول چې یو ۶ كلن ماشوم یې د پیسو لپاره تښتولی و چې له شکنجې وروسته یې په شهادت رسولی و. په همدې میاشت کې طالبانو د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې دوه شوکمار غله ووژل او یو بل یې ژوندی ونیوه. د دشت ارچي ولسوال هم پیښه تایید کړې وه او ویلي يې و چې وژل شوي غله له ډیرې مودې راهیسې د خلکو د لوټولو په نیت راوتل، خو څرنګه چې دا اقدام طالبانو کړی و، له زیات څه ویلو یې ډډه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

دوه لامله دي چې ددې بیچاره دولت له وسه تیره ده: ۱- داچې ډیرې مستقل اختطافچیان له دولت څخه ډیر قوي دي او د ۲۱ پیړۍ چنایتکاران هم دا کار حمایه کوي، ۲- پاتې نور اختطافچیان خپله ددولت کارکوونکي دي، نو له هغوی سره خو هسې هم ګوزاره پکار ده.
د طالبانو دا کار واقعاْ د ستاینې وړ دی.

Ali

type topics on Facebook, tweeters etc , because we want to share among the common people, common
than the criminal level will come low,
people mostly look facebook,
Please keep options to share this

Ali

دوه لامله دي چې ددې بیچاره دولت له وسه تیره ده: ۱- داچې ډیرې مستقل اختطافچیان له دولت څخه ډیر قوي دي او د ۲۱ پیړۍ چنایتکاران هم دا کار حمایه کوي، ۲- پاتې نور اختطافچیان خپله ددولت کارکوونکي دي، نو له هغوی سره خو هسې هم ګوزاره پکار ده.
د طالبانو دا کار واقعاْ د ستاینې وړ دی

above words are true

Government official are important part of terror and kidnapping the people and businessman

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x