نظــر

د پاکستان دولت پرافغانانو برېښنا بنده کړې

هر څوک چې  د خپلو ستونزو دحل لپاره د  خپل اړوند  دولتی واکمن نه  نهيلى  شي  او یا خو د ستونزې  د حل  په اړوند مثبت ځواب ترلاسه نه کړی نو اخري  پریکړه یې د خپلو د ستونزو حل او د یو هیواد ولسمشر ،  ولسي  جرګې  او مشرانو جرګې پوری رسول بیا د رسنیو ته مخه کوی او له دغه  دولتي  واکمن نه د خپل حق غوښتنه کوی.

 تیره ورځ  مې په پاکستان کې میشتو افغان کډوالو د یو شمیر مشرانو سره په پېښور  کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو وزارت دفتر کې  ولیدل . چی وویل یې له  ډیرې  مودې  راهسې  د پاکستان دولت او د بریښنا اداری پر یو شمیر کیمپونو باندی بریښنا بنده کړې ده .

دغو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل چی د پاکستان دولت هڅه کوی چی د بريښنا قیمت څو برابره زیاته کړی او هغه قیمتونه چی په نورو ښاری سمیو کې دي  د هغوی نه پر افغان کډوالو کیمپونو باندی بریښنا په زیاته بیه وپلوری .
د روژی مبارکه میاشت ده او د پاکستان دولت او اوسیدونکی یې هم مسلمانان دی ددې  پر ځای چی د یو مسلمان سره په د میاشت کې مرسته وشی خو د مرستې پر خلاف د ډیرې مودې  راهسې  یې په یو شمیر کیمپونو باندی بريښنا بنده کړې ده.
دغه کډوال چی پاکستان ورنه گټه  اخسته هغه وخت دغه کډوالو سره ډیر ښه سلوک کیدو او په میلونونو پيسې  ددغو افغان کډوالو په نامه نړیوالې ټولنې پاکستاني  دولت ته ورکولې  خو اوس داسی وویل کیږی چی نړیوالی ټولنی دغه مرستې پر پاکستان بندی کړی دی او اوس د  پاکستان دولت  پر بیلا بیلی پلمو  سره د دغه کډوالو ژوند راتنګ ګړی دی .
د پاکستان ګرمي  هم په نړۍ  کې مشهور ده او په د روانو څو میاشتو کې ګرمي  هم په ښه زور سره روانه ده او د بریښنا د شتون سره هم په ځینو سمیو خلکو باندی روژه ډیره سخته تیریږی. خو زما افغانه مور .خور . سپین ږیری .ځوان .ماشوم په د ګرمي  او روژې  مبارکه میاشت کې بريښنا نه لری چی پریښنا نه وی نو اوبه هم ورسره نه وی خو  دغه افغان کډوالو کومه گناه او په کوم اور کې سوځیږی ایا په د سوځیږی چی دغه افغان روس ته ماتې ورکړی ده  او جهاد کړی دی که کوم دلیل لری ؟
 که په خیبرپښتوخوا کې د کډوالو او بیرته ر ستنیدونکو وزارت دفتر د خپل مسوولیت له مخې  د افغانستان لوړپوړو چارواکو ته دغه ستونزه رسولی ده نو ایا دغه لوړپوړی چاورکې بیا ولی چپ دی او خپل مسولیت نه ادا کوی ایا دغو افغان کډوالو حق غوښتنه به ورنه الله نه کوی ؟
 زما ناست دولتې واکمن  خو خپله بریښنا لری او د هغه دفتر او په کور کې ورته اې سې اسانتیاوی لری نو هغه به پاکستان کې میشتو افغان کډوالو درد څنکه احساس کړی هغه خو په خپلو مزو کې دی او پر د کډوالو خپل سیاسیت کوی .
  زه د افغانستان ولسې جرګی او مشرانو جرګې نه پوښتنه کوم چی تاسو خپل دری میلونه افغانان هیر کړی دی ایا دغه افغان کډوالو پر تاسو حق نه  لری؟ چی تاسو یې ددغو دولتي چارواکو نه غوښتنه وکړی چی ایا  د پاکستان دولت ځواب دد ستونزی په اړه څه دی  .

 ایا د ولسې جرګې او مشرانو جرګې کوم پلاوی تراوسه پوری پاکستان ته راغلی دی چی د افغان کډوالو ستونزې  له نزدې  څخه وګوری چی زما افغان کډوال د کومو ستوتزو سره مخامخ دی ؟

د پاکستان او ایران له  حکومتونو سره چی کله هم د افغانستان حکومت او د نړیوالی ټولنې اړیکې خرابی شوی دی نو د پاکستان او ایران حکومتونو پر خپلو هیوادونو کې پر افغان کډوالو تنگ کړې  او د افغانستان دوا ړه گاونډی هیوادونه افغان کډوال د یوې  حربې  په توگه  استمعالوی.

خو بلخوا زما په اند پاکستان او ایران هیڅ کله افغان کډوال د خپلو هیوادونو ته  ځکه نه ستنوی چی اقتصادی گټې لری . زیاتره افغان کډوالو په پاکستان او ایران کې د بهرنیو هیوادونو څخه مالی امکانات لاسته راوړی او په یادو هیوادونو کې مصرفوی او بله گټه یې داده چی هغه غالۍ چی د افغان کډوالو یې په کیمپونو کې جوړوی د پاکستان په نوم بهرنیو هیوادونو ته صادریږی

لیکنه عبدالحق عمری
https://www.facebook.com/abdulhaqomeripage

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x