نړۍ

د اسامه زوی د امريکا پر ضد د جهاد اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۲۴مه ۱۳۹۴ل): د القاعده جهادي ډلې پخواني مشر اسامه بن لادن زوی حمز بن لادن د يو غږيز پيغام له لارې د نړۍ په لر و بر کې د امريکا پر ضد د جهاد اعلان کړی دی.

د اسامه بن لادن له مرګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې د اسامه بن لادن زوی د يو غږيز پيغام له لارې د امريکا پر ضد د جهاد اعلان کوي.

د حمزه بن لادن دغه غږيز پيغام د القاعده جهادي ډلې د پلويانو له لوري په خپله رسمي ويب پاڼه او ټولنيزو شبکو کې خپور شوی دی.

حمزه لادن په دغه پيغام کې د طالبانو د مشرانو او د خپل پلار د ځای ناستي ډاکټر ايمن الظواهري او نورو پلويانو ستاينه کړې او د دوی په مشرۍ کې يې خپل پلويان وسله وال مقاومت ته هڅولي دي.

د څارونکو په اند د حمزه عمر به د شلو او دېرشو کالو تر منځ وي او هغه مهال، چې افغانستان کې د طالبانو واکمني وه الجزيرې تلويزوني شبکې د حمزه بن لادن يوه ويډيو خپره کړې وه.

حمزه د دغه غږيز کليپ په ترڅ کې امريکا، پاريس، لندن او د اسراييلو يهودي دولت د مسلمانانو دښمنان بللي او له مسلمانانو يې غوښتي، چې د يهودو پر ضد وسله وال پاڅون وکړي او د نړۍ د مظلومو مسلمانانو لاسنيوی وکړي او مسجد اقصی د يهودو له جنګاله خلاص کړي.

په دغه غږيز کلېپ کې دا نه معلوميږي، چې حمزه بن لادن چېرته دی، خو دا پيغام يې پخوانی ښکاري.
د حمزه بن لادن دغه غږيز کلېپ په داسې حال کې خپور شوی، چې وړمه ورځ د القاعده جهادي ډلې مشر او د اسامه بن لادن ځای ناستي ډاکټر ايمن الظواهري د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره خپل بيعت اعلان کړ او طالبانو يې هم بيعت قبول کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x