د فراه مرکز کې نښتې روانې دي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ‍۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د فراه په مرکز کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه پیل شوې چې لا هم روانه ده.

د فراه امنیتي مسوولین وايي چې ګڼو طالبانو د دې ولایت په مرکز کې پر پوځي مېشت ځايونو او امنیتي پوستو بريدونه پیل کړي دي. ږ

د فراه امنیه قومندان دل جان وايي چې تر دم ګړۍ پنځه پولیس ټپیان شوي او په وینا يې مخالفينو ته يې دروند ځاني زیان اړولی دی.

د دل جان په قول جګړه لا هم روانه ده، خو تر جګړې لاندې ساحو ته مرستندویه ځواکونه ور رسېدلي دي.

د امنیه قومندان ونه ویل چې د فراه مرکز دولتي مرستندویه کاروان له کوم بل ولایت که له مرکزه ور رسيدلي دي.

وسله والو طالبانو تر دم ګړۍ د دې نښتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د سیمې د خلکو په وينا تېره شپه شاوخوا درې بجې په ښار کې ډزې پیل شوې، چې لا يې هم جګړه روانه ساتلې ده.

ياده دې وي د فراه ولایت ګڼې سیمې دم ګړۍ د وسله والو طالبانو تر واک لاندې دي، چې ګومان کېږي پر مرکز بريد هم د دې ولایت له ولسوالیو نه رهبري شوی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

خبرخو مو سم کړئ دوسلوالو طالبانو او ګوډاګۍ ادارې دچارواکو ترمابین جګړه ده ، دطالبانو ترخپل مابین جګړه نشته

جابر نعماني
میلمه
جابر نعماني

چي د کوم تاریخ خبر دی، نن خو زما په خیال پنځلسم تاریخ دی، او دلته اتم ښيي…چي دا بیا ولي؟!