نظــر

دخوګ په غوښو رالوی شوي رمضان څه پیژني

سید مخدوم رهين امين د وړم کال درمضان المبارک په میاشت کې به خبر شوي یاست ، چې په امریکا کې دافغانستان پخواني سفیر طیب جواد له خپلو امریکایي ملګرو سره په ګډه دخوشګذرانۍ یوه خورا شرموونکی محفل جوړ کړی وو ، چې وروسته یې تصویرونه مطبوعاتوته  هم راووتل ، او د رمضان المبارک میاشتې ته یې دغرب زده ګانو سپکاوۍ په پوره ډول رسوا کړ.

دطیب جواد ددغه عصیان په اړه ځینو ویل چې دغه ناښاغلي دافغانستان له پولو بهر په امریکا کې د روژې په میاشت کې داسې سرکشي کړې ، چې هلته دا ډول کړنو ته بد نه کتل کیږي ، نو ځکه باید ددې جزئي  پیښې له مخې  غرب زده ګان رمضان المبارک ته په سپکاوي او نه عقیدت تورن نه شي .

مګر دسږکال ځینو پیښو ته که وګورو  لکه هغه شاعر چې وایي (  دکلیسا په زنګ ویښ شوي اذان څه پیژني ) په ځغرده ویلی شو، چې دکابل دارګ واکمن غرب زده ګان رښتیا هم  رمضان نه پیژنی اونه یې په درناوي او احترام ساتلو پوهیږي .

دکابل چاپ ملي ارمان ورځپاڼه وایي ، چې د روژې په پنځه ویشتم  ماښام په داسې حال کې چې دکابل متدین اولس په مساجدو کې  دقرانکریم دختم په مراسمو او دقرانکریم دنزول   او لیلة القدر په ویاړ  په دیني مراسمو او عباداتو بوخت وو ، درژیم داطلاعاتواو فرهنګ  دوزارت غرب زده چارواکو  د راډیوافغانستان  په تالار کې  دموسیقۍ یوه خورا مست کانسرت رابللی وو ، چې ترسهاره ورته وڅرخېدل .

در اپور له مخې دغه کنسرت د وزارت دځوانانو چارو دمعینیت لخوا  دځوانانو دنړیوالې ورځې په مناسبت رابلل شوی وو ، چې د رژیم ډیرو لوړرتبه او منځ رتبه چارواکو په کې ګډون کړی وو ، دراپور له مخې کنسرت ته دسلما په نامه یوه مشهوره ډمه هم راغوښتل شوې وه چې چارواکو ترسهاره په نڅيدلو ، چکچکو او له اخلاقو لرې غالمغال او حرکاتو سره بدرګه کړه .

د روژې په پنځه ویشتم  د رادیو افغانستان په تالار کې دغه دعصیان محفل په داسې کې روان وو چې دهمدې تالار په څوسوه مترۍ کې  دوزیراکبر خان په جامع مسجد کې دقرانکریم دختم مراسم وو ، او خلک درمضان المبارک  له وروستیو شیبو څخه دفیض حاصلولو په تمه دخدای تعالی په حضور کې په عبادت لګیا وو .

د راپور له مخې دروژې په مبارکه میاشت کې دیوه رسمي اورګان لخوا د عصیان داسې یوه رسمي محفل جوړولو دکابل متدین خلک سخت قهرولي او رمضان المبارک ته یې دغرب زده ګانو ددې سپکاوي له امله دهغوی په وړاندې  نفرت نور هم زیات شوی دی .

داطلاعاتو او کلتور وزارت لخوا  دغه محفل په داسې حال کې جوړ شوی  چې تر روژې وړاندې ددې وزارت چارواکو له خصوصي تیلویزونونو  ځانګړې غوښتنه کړې  وه چې درمضان المبارک خیال وساتي او په روژه کې غیر اخلاقي مواد خپاره نه کړي ، خو داچې اوس دا وزارت خپله  داسې محفل جوړوي معلومیږي چې له غربه راغلي ددې وزارت  چارواکي  په خپله دیني شعائرو ته کوم احترام نلري  ، او په دې برخه کې ریاکارانه فرمانونه  یې هم ټول نمایشي دی ترڅو افغان مؤمن اولس پرې تیر باسي .

عبدالرؤف حکمت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x