دیني، سیرت او تاریخ

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۱)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

له جرمني، کاناډا اوامریکا څخه د وروڼو اوخویندو غوښتنه:

دلته په کاناډا او په مجموع کي په ټوله لویدیځ کي داسلام خلاف نوې څپې په ښوردي اودامنو چی کفري نړۍ هیڅکله په ارامه نه کښیني دوی اوس یو کتاب چاپ کړیدی چی د فرقان الحق په نامه سره دی اوانیس شروش لیکلی دی اودوی وایی چي دا فرقان الحق یې دقرآن کریم دهغه چیلنج په په مقابل کي لیکلی دی چی وایی:

قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَىٰ أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَٰذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا ﴿٨٨﴾ (سورة الاسراء: ۸۸)
ژباړه: ووایه که انسانان اوپیریان (ټول) سره یوځای شي څوددې قرآن په څیر راوړﺉ نو هیڅکله ددې په څیر نه شي راوړای که څه هم ځیني ددوی دځینو نورو مرستندویان وي.

له تاسو مو غوښتنه:

که تاسی لطفاً ددې کتاب علمي څیړنه وکړﺉ، له قرآن کریم سره پرتله کړﺉ اوداسی لیکنه ورباندی وشي چي وټوله نړۍ ته دا کتاب او دا حماقت ښکاره شي ډیره مهربانی به مووي- پردې کتاب څیړنه د هر چا کارنه دی هغه څوک یې کولای شي چی عام معلومات ولري اوپه عیسایت اواسلام دواړو کی پوره مهارت ولري. داکتاب په ټولو کتابتونو کی وړیا ورکول کیږي په پوره ښه کیفیت سره چاپ شوی اوخپریږي داچی ساده لوحه مسلمانان ورباندی خبرنه دی نوځکه پردې کتاب لیکنه اړینه ده- په ژوندکي موبرکت شه (عالیه، کلثوم، خالد احمد، محمود ، عابده افغان اونور….)

همدا لیکنه داپورتني ټول سوالونه ځوابوي.

—————————–

کفري نړۍ تل په دې تکل کي ده چي اسلام د مځکې له کُرې څخه محوه او نابود کړي، خوایا دا ددوی په وس کي ده؟ نه هیڅکله نه!!! د تاریخ په اوږدو کي دوی تل داسلام دمبارک دین دختمولو په تکل کي شویدي ، داسلام د مقابلې لپاره دوی تل فوځي، اقتصادي، سیاسي ، فکري اوعلمي سنګرونه خلاص کړیدي او خلاص یې پرایښی دي، داچي همدا کفري نړۍ ده چي دپیسو او امتیاز په قوت سره یې ځیني مرتدین پیداکړل او هغوی دنبوت درواغژنې دعوې د تاریخ په مختلفو وختونو کي وکړې، هم دوی دي چي د تاریخ په مختلفو وختونو کي یې داسلامي اُمت ستر شخصیتونه شهیدان او یا هم بد نام کړل، همدا کفري نړۍ ده چي تل یې داسلامي امت دا ځوان نسل د ښځو، شرابواوکبابو په نشو روږد او بې حیاء کړل، همدا کفري نړۍ ده چي داسلامي تمدن، اخلاق، اوتهذیب په خلاف یې د ارتداد شوم محاذونه پرانستي اوپرانیزي یې، همدا کفري نړۍ ده چي تل یې د اسلامي  نړۍ سوله، سوکالي، او پرمختګ له خاوروسره خاوري کړيدي، همدا کفري نړۍ ده چي اسلامي اُمت یې په بې شمیر و مذهبي او سیاسي ډلوټپلوباندی وویشی، همداکفري نړۍ ده چي زموږ ځوان نسل یې د مختلفو این جیوګانو اواورګانونو له لاري مرتد کړل او مرتد کوي یې  او بیا یې د اسلام په خلاف دروي اوداسی نور….. په زرهاوو شومې توطیې او کرغیړن پلانونه لري چي څنګه اسلامي امت ټوټه – ټوټه کړي، د صعود څخه یې ونزول ته راکښته کړي، د بشر د ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم ګستاخي اوتوهین وکړي، دهغه په ارشاداتو کي اُمت مسلمه تل مشکوک وساتي، له اسلامي امته خپل اصلي مسیرورک کړي، په الهي قرآن کریم کي چي دژوندیوه مکمله تګلاره او هر اړ خیزه قانون دی هغه تحریف کړي اوداسی نور…..

وبل لورته اُمت مسلمه د غفلت په خوب کي ویده دی پکارخوداده لکه څرنګه چي کفري نړۍ په مجموع کي د مسلمانانو د هرمحاذ په مقابل کي سل محاذونه پرانستي دي باید مسلمانانو دصلیبي ،یهودي اوکفري  نړۍ د هر محاذ په مقابل کي زر محاذونه پرانستي وای؛ خو!! داهرڅه دکفري نړۍ شوم پلانونه دي چي مخي ته ځی ترهرڅه لومړی اسلامي اُ مت والهي احکاموته شاګرځولې ده.

شهیدعلامه سید جمال الدین افغاني رحمة الله علیه څه ښه وايي:

کله چي غرب و خپل مذهب (عیسایت) ته شاکړل پرمختګ یې وکړ اوکله چي مسلمانانو وخپل دین ته شاکړل ددوی دنزول سبب وګرځېدﺉ.

داولي؟؟؟ داځکه چي دلویدیځ غټ عمومي مذهب عیسایت دی اوعیسایت ټوله له ځانه څخه جوړشوی مذهب دی، نه بایبل الهي کتاب دی ، نه کوم نبي لیکلی دی اونه هم یوه زاهدلیکلی دی بلکې ټوله دپولس مفکورې اوعقاید دی اویا د هغه د شاګردانو اثاردي اوبس- نوځکه په بایبل کي هیڅ داسی شی نشته چي یوه انساني ټولنه دي له هغه کبله پرمختګ وکړي نوکله چي غربیانو ودې ته شاه کړل ښه یې وکړل او ددوی داقتصادي، سیاسي، ساینسي اوفوځي پرمختګ سبب وګرځېدﺉ، وبل لورته اسلام یوالهي دین دی، دژوند هرڅه پکښې رانغښتي دي، د انسانیت دتعمیراصل اوریښه له اسلام څخه ده، ټول فطري بشري
اواصولي قوانین په اسلام کي شتون لري، پرمختګ، ساینس، اقتصاد، سیاست، تعلیم، اونور…. نوکله چي اسلامي اُمت ودې ته شاوګرځول نوهرڅه یې له لاسه ورکړل هغه ترقي چي مسلمانانویووخت درلودل هغه یې داوبوسره لاهو شول اصل یې پریښود اوفرعي، مادي اوجزوي شیان یې ورباندی خوښ کړل نو ځکه اسلامي اُمت د صعود پرځای دنزول سره مخامخ شو.

کفري نړۍ تل داسلامي اُمت د ځورولو هڅې کوي، کله اذان منع کړي، کله حجاب منع کړي، کله روژه منع کړي، کله پرقرآن کریم باندی بندیزولګیږي، کله مقدساتو ته توهین کیږي، کله د فخرالموجودات صلی ا لله علیه وسلم داسی شرمونکې ګستاخي وشي چي فلمونه ور باندی جوړشي اوکله یې هم کاریکارتونونه جوړکړل شی اوداسی نور…

نور بیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
بلاغ

جبیر صاحب ! الله عزوجل دی خیر در کړي او ددی کار لپاره خامخا یو څوک چمتو کیږی ، لکه تاسو چې ویلی دی کافران او د هغو مزدوران همیشه زموړ مستضعف ملت تر استحمار لاندی راولی په نامه د ډیموکراسۍ او بشردوستۍ یي غولوی خو الله جل شانه د دین ساتنه همیشه کړي او کوی یي إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحافِظُونَ .
قاتل الله الکفرین واعوانهم

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x