دیني، سیرت او تاریخ

جهاد د اسلام لوړه څوکه ده

جمع اوترتيب: قاري محب الله صافی

(روی الترمذي وأحمد والحاکم عن معاذ بن جبل رضی الله عنه: قال :کنامع رسول الله صلی الله عليه وسلم فی غزوة تبوک، فَقَالَ: إِنْ شِئْتَ أَنْبَأْتُک بِرَأْسِ الْأَمْرِ وَعَمُوْدِهِ وَذِرْوَةِ سَنَامِهِ؟ قُلْتُ: أَجَلْ يَارَسُوْلَ اللهِ ! قَالَ: أَمَّارَأْسُ الْأَمْرِ فَالْإِسْلَامُ وَأَمَّا عَمُوْدُهُ فَالصَّلَاةُ وَأَمَّا ذِرْوَةُ سَنَامِهِ فَالْجِهَادُ). (1)

له معاذ بن جبل رضی الله عنه نه روايت دی چې مونږ دتبوک په غزا کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره وو هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که چېرته  ته غواړي نو زه به تاته د دين سر، بنسټ، ستنه او اوچتولې بيان کړم. ما وويل يا رسول الله! ضرور يې بيان کړئ.

هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل: ددين سر اوبنياد اسلام دې، ستنه يې لمونځ او اوچته څوکه يې جهاد دی، بيشکه چې اسلام ددين سر او بنياد دی ځکه چې ديو مسلمان عمل تر هغه وخته پورې دالله په دربار کې نه قبليږي ترڅو پورې چې اسلام ورسره نه وي اوکله چې سر يې نه وي نو اعمال د هغه جسد پشان ګرځي چې سر يي نه وي اودا بيا داسې وي لکه تش کالبوت چې روح پکې نه وي. همدا وجه ده چې دقيامت په ورځ داسې اعمال دخور وور ګرد په شان وي او هيڅ ګټه نه لري.

لمونځ ته ځکه ددين ستن وويل شو سره چې مشابهت يې دخيمې له ستنې سره په دې کې دی چې په ټوله خيمه کې لومړی دخيمې ستنه ودرول کيږي بالکل همداسې دقيامت په ورځ لومړې دلمونځ حساب اوکتاب کولې شي.

جهاد داوښ له قب (کو) سره مشابه کړی شو ځکه چې کوپه اوښ کې له ټولو نه اوچت ځای دی او داوښ يوځای هم له هغه سره نشي برابريدلې، همدغه حال دجهاد هم دی اوداسلام يو عمل هم دجهاد برابر نه دی بلکې جهاد له ټولو نه اوچت اوغوره عمل دی لکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ديو سوال چې له جهاد سره څه شې برابردی؟ په ځواب کې وفرمايل چې: زه دجهاد په برابر يوعمل هم نه وينم.

دلته يواحتمال داهم دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسلام تشبيه له اوښ سره ورکړه لکه څنګه چې انسان په اوښ باندې سوريږي اومنزل ته رسيږي همدغه شان مومن داسلام په ذريعه جنت ته رسيږي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم په اسلام باندې نطق کول داوښ له سره سره مشابه وګرځوله. څرنګه چې داوښ سرته کتل اولاس وروړل آسان کار دې همدغه راز دشهادت کلمه ويل هم ټولو ته آسانه ده.

بيايې جهاد ته داوښ له قُب سره تشبيه ورکړه ځکه چې قب ته هغه سړې رسيدلی شي چې په خلکو کې زيات لوړ اويا مالدار وي. جهاد ته هم صرف هغه ايماندار خلک رسيدلې شي چې په مومينانوکې افضل وي.

دغه شان دا احتمال هم کيدی شي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جهاد ته داوښ له قب سره ځکه تشبيه ورکړې وي چې کوم سړې داوښ په قب باندې وخيژي نوپوره اوښ دهغه په ولجه اوقبضه کې راشي. همدغسې کوم سړې چې جهاد کوي نوهغه داسلام دټولو اعمالو فضيلت ترلاسه کوي ځکه چې دمجاهد خوب، سفر، مال خرچول، ستړيا، ويره لوږه اوتنده ټول له اجرنه ډک دی، بلکې دهغه هريو حرکت داجر اوثواب ذريعه ده.

نو هر مسلمان نه  هيله کيږي چي جهاد پرنيږدي . جهاد د اسلام لوړه څوکه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x