دیني، سیرت او تاریخ

له محمد رسول الله (ص) سره محبت (مينه) – لومړی برخه

ليکنه، ژباړنه او ټولونه : م. حمدالله دانشمند

دا يو څرګند حقيقت دی، چې  له نبي عليه الصلاة والسلام مبارک سره مينه محبت د ايمان ستره نښه ده . الله (جل جلاله) د هغه مبارک په اړه راته داسي  فرمايلي :« النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ …» ژباړه : نبي (علیه الصلاة والسلام) و مؤمنانو ته د هغوی له ځانونو غوره دی … . مومنان به تر خپلو نفسې غوښتنو،  د هغه مبارک غوښتنو ته لومړيتوب ور کوي ، خپل ځانونه به د هغه (علیه الصلاة والسلام) د خونديتوب  له پاره  سپر (ډال) جوړ وي ، تر هر چا به يې مينه له هم ده (علیه الصلاة والسلام) مبارک سره زياته وي .

د اسلام دريم  خليفه (عمر – رضي الله عنه) نبي عليه الصلاة والسلام مبارک ته و فرمايل : «يَا رسُولَ الله: لأنْتَ أحَبُّ إلَيَّ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ إِلَّا مِنْ نَفْسِي. فَقَالَ النبيُّ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم لَهُ: (لَا والَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ حَتَّى أكُونَ أحَبَّ إلَيْكَ مِنْ نَفْسِكِ) . فَقَالَ لهُ عُمَرُ: فإنهُ الآنَ، وَالله لأنْتَ أحَبُّ إلَيَّ مِنْ نَفْسِي، فَقَالَ النبيُّ صلى الله عَلَيْهِ وَسلم الآنَ يَا عُمَرُ.»

ژباړه : اې د الله رسوله ته ماته له ځان نه پرته تر هر شي زيات محبوب يې . هغه (صلی الله علیه وسلم) مبارک  ورته و فرمايل: «نه، ځما دي قسم وي په هغه الله، چې ځما روح د هغه په لاس کې ده، څو چې در ته له  ځان نه نه يم محبوب (ګران) شوی …»

عمر (رضي الله عنهم) ورته وويل : همدا اوس راته له ځان نه هم، په الله قسم کوم، غوره يې . نبی عليه الصلاة والسلام مبارک ورته و فرمايل : «اوس نو عمره (کامل مومن شوې) . »

د “صحيحينو” په يو بل روايت کې، چې راوي يې  انس (رضي الله عنه) دی، راغلي : «لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَلَدِهِ، وَوَالِدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ، وَفِي رِوَايَةٍ مِنْ أَهْلِهِ وَمَالِهِ، وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ» . » ژباړه : له تاسو يو (کامل) مومن نشي کېدای  څو چې زه ورته له پلار او زوی  او ټولو خلکونه زيات محبوب شوی نه يم .

لوړ په ليکه نصوص دا په ډاکه کوي، چې د نبی عليه السلام حقوق  له هر څه او هر چا نه وړاندي بايد ادا کړل  شي، ځکه هغه (ع) موږ له تورو تيارو نه  د روڼ سهار په لوري سوق کړو، د جهالت ناوړه پديدو،  ناسمو رواجونو ته  يې د پای ټکی کېښود، د ده مبارک  د راتګ له امله ، د اخوت، ورورولۍ نويې هيلې را و ټوکېدې، د زمکې  ټول مخ  يې د قران په زرينو وړانګو وه پوښل او… .

د هغه (عليه السلام) مبارک مينه له خپل امت سره بې سارې وه، تر دې چې په ورځ د قيامت  به  واړه “انبياء” (علیهم السلام)   د (نفسی-  نفسی) په ويلو بوخت وي، نبی عليه السلام  به مبارکه ژبه په  (امتی – امتی) خوځوي .  د نبي عليه السلام  هميشنی خدمتګار (انس بن مالک) رحمه الله تعالی  فرمايي : نبي عليه السلام وويل: (« وددت انّي لقيت اخواني » ژباړه : ځه خوښوم ، چې له خپلو وروڼو سره ملاقات وکړم، هغه  (رضي الله عنهم) وايې : صحابه وو (رضي الله عنهم) ورته کړه : ايا موږ  ستا وروڼه نه يو؟. هغه (علیه السلام) مبارک و فرمايل : « انتم اصحابي، و لکن اخوانې الذين آمنوا بې ولم يروني» ژباړه : تاسو ځما اصحاب (ملګري) ياست، وروڼه مې هاغه دي، چې ځما د نه ليدو پر مهال يې په ما ايمان  راوړی وي . اوس ښه څرګنده شوه، چې هغه مبارک (علیه السلام) له موږ سره مودت (مينه) او الفت لري . موږ نو بايد په پوره پيمانه ور سره اختياري مينه او محبت و لرو، امّا  د طبعي مينې ټينګار په رواياتو، نصوصو کې  نه ده شوی .

له “علی” (رضي الله عنه) نه و پوښتل شول : تاسو له (رسول الله علیه الصلاة والسلام) مبارک سره څومره مينه لرئ ؟ هغه مبارک ورته ووې : «تر ځان، پلار، اولاد، او هر څه مو ور سره مينه زياته ده  ».

که څوک وايې : چې نبي عليه الصلاة والسلام  ماته تر ځان.، مور، پلار او… را نږدې او په زړه کې مې قرار لري، هله به رښتينی وي ، چې  د ژوند واړه کړه وړه يې د هغه مبارک د سنتو تر اغېز لاندې وي، په صورت او سيرت کې يې د هغه (علیه الصلاة والسلم) مبارک لاره تعقيب کړې وې . اوس نو په ځغرده ويلی شو، چې نوموړی له هغه (علیه الصلاة والسلام) مبارک سره د پوره مينې خلوص ، محبت، الفت، مودت څښتن دی ! .

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x