دیني، سیرت او تاریخ

زکات د اسلام مهم رکن، خو زیات مسلمانان یې نه ورکوي

لیکوال: عبدالمالک همت

لکه چي پوهیږو زکات د اسلام د سپېڅلی دین له ارکانو څخه یو مهم رکن دی، چي په قرآن کریم او نبوي احایثو کي يې پر ورکولو باندي ډېر ټینګار سوی دی او د  فضایلو او احکامو په اړه يې ډېری څرګندوني راغلي دی. د دې ترڅنګ په فقهي او نورو کتابونو کي، د زکات د فضایلو، احکامو او نورو خبرو په باب ډېر څه ویل سوي او پخوانیو او اوسنیو علمای کرامو ډېر ځانګړي کتابونه پر لیکلي دي. خو له بده مرغه اوسمهال ډېر شتمن مسلمانان د خپلو مالونو زکاتونه نه ورکوي، چي د دوی دا سرغړونه د لوی څښتن د قهر او غضب لامل ګرځېدلې ده.

د شتمنو له خوا د زکات نه ورکول که د هغه له فرضیت څخه د انکار له امله وي، نو دغسي منکر کافراو له اسلام څخه اوښتی (مرتد) باله سي، باید توبه وکاږي او که توبه ونه کاږي باید ووژل سي. او که يې څوک په ورکولو کي بخل وکړي او پوره يې ورنه کړي، نو ئالن باله سي او د الله سبحانه د عذاب مستحق کيږي.

په نړۍ والو بانکونو کي د مسلمانو شتمنو تر پنځلس ملیون ملیارډه سنتیم (سنتيم:د فرانسوي فرانک سلمه) زیاته شتمني په دوران کي ده. همداراز د نړۍ زیات تېل او ګاز او نوري تر مځکه لاندي ډول ډول شتمنۍ د مسلمانانو دي. خو بیا هم د نړۍ ملیونونه مسلمانان د بې وزلۍ، لوږي، فقر او ډول ډول نورو کړاوونو سره مخامخ دي، بلکي له دوی څخه د کاله په لکونو وګړي له لوږي او ډول ډول ناروغیو څخه ژوند له لاسه ورکوي. په داسي حال کي چي که دغه شتمن د خپلو مالونو زکاتونه هغو ته ورکړي یو مسلمان به هم وږی او بې وزله پاته نه سي.

د شتمنو له خوا د زکات د نه ورکولو له امله لوی څښتن تبارک وتعالی د دوی د شتو برکت هم اخیستی دی. دوی يې هم په ډول ډول کړاوونو او پرېشانیو اخته کړي، له ډول ډول ناروغیو څخه رنځ وړی، له یوې خوا کفار او ډول ډول ظالمان پر مسلط سوي دي او له بلي خوا يې مېرمني او اولادونه دوی ته فتنې او دښمنان ګرځېدلی وی. پر دې سربېره لکه چي موږ پوهیږو زیاتره دغسي د خدای له امره سرغړوونکي شتمن ډول ډول دښمنان لري، تل له هغو څخه ځانونه پټ ساتي اوهمېشه په وهم اوبېره کي اوسي.

دا خو د دغو شتمنو د دې دنیا کړاوونه دي پر هغه دنیا هم د لوی څښتن جل جلاله د سخت عذابه سره مخامخ کيږي، لکه چي لوی څښتن فرمايي:

﴿وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ (34) يَوْمَ يُحْمَى عَلَيْهَا فِي نَارِ جَهَنَّمَ فَتُكْوَى بِهَا جِبَاهُهُمْ وَجُنُوبُهُمْ وَظُهُورُهُمْ هَذَا مَا كَنَزْتُمْ لِأَنْفُسِكُمْ فَذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْنِزُونَ (35)﴾[التوبه ۳۴ ، ۳۵]

ژباړه: او کوم خلک چي سره او سپين زر ټولوي (او زېرمه کوي) او د الله په لار کي يې نه لګوي(د شتو په ښندلو کي چوسي(کنجوسي) کوي، زکات نه ورکوي او واجب حقوق نه ځني باسي، د جهاد او د بې وزلو سره د مرستو په چارو،کي يې نه لګوي)، نو (اى پيغمبره!)هغو ته (د قيامت په ورځ) د يوه دردناک عذاب زېرى ورکړه.

يوه ورځ (د قيامت په ورځ) به د دغو سرو او سپينو زرو ټوټې د دوږخ په اور کي د تودېدو لپاره کښېښوول سي او بيا به په هغو سره د دغو خلکو تندي(وچولي)، اړخونه او شاوي وداغل سي. (او دوى ته به د ترټني په توګه وويل سي (دادي ستاسي هغه زېرمه کړى سوي شتمنۍ چي تاسي دخپلو ځانونولپاره ټولولې (او له هغو څخه مو د لوى څښتن حقوق نه ورکول)! نو اوس ستاسي د دغو زېرمه کړى سوو شتمنيو خوند وڅکئ (ستاسي د دغو سپمول سوو زېرمو دردناک عذاب وڅکئ).

تفسیر پوهان رحمهم الله وايي: په پورتني آیت کي د دغو چوسانو د بدن دغه غړي ځکه په يادولو سره ځانګړي سول چي دوى به فقير ليدى تندى (وچولى) به يې ورته تريواوه او څنګه چي به په کوم مجلس کي د کوم بې وزلي سره مخامخ کېدل له هغه څخه به يې مخ اړاوه او اړخ او شابه يې ورګرځول او په دې توګه به يې په سپکه سترګه ورته کتل.

بل ځای لوی څښتن سبحانه فرمايي: ﴿وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ بِمَا آَتَاهُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ هُوَ خَيْرًا لَهُمْ بَلْ هُوَ شَرٌّ لَهُمْ سَيُطَوَّقُونَ مَا بَخِلُوا بِهِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (180)﴾ [آل عمران: ۱۸۰]

ژباړه: او کوم خلک چي د الله په ورکړه سوي فضل (نعمت او شتمني) کي له بخله څخه کار اخلي(او د لوى څښتن په لار کي يې نه لګوي) ، هغوى دي هيڅکله دا نه ګڼي(دا ګومان او خيال دي نه کوي) چي دغه بخل د دوى لپاره کوم ښه کار دى (دا بخيلي دوى ته ګټوره ده). بر عکس دا د دوى لپاره ډېر بد کار(شر او نقصان) دى. په کوم مال کي چي هغوى له بخل څخه کار اخيستى وي، په قيامت به هغه د دوى د غاړي وړغندى(د اور طوق يا امېل) سي. او د ټولو آسمانونو او مځکي ميراث يوازي د الله دى(هغه مالک الملک دى او د ټولو خلکو تر فنا کېدو وروسته پاته کيږي). او څه کړني چي تاسي کوئ الله په بشپړه توګه ځني خبر دى.(او هر يوه ته به د استحقاق په اندازه بدله ورکړي).

رسول الله صلی الله علیه وسلم د پورتني آیت په څرګندونه کي داسي فرمایلي دي:

«مَنْ آتَاهُ اللَّهُ مَالاً ، فَلَمْ يُؤَدِّ زَكَاتَهُ مُثِّلَ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ شُجَاعًا أَقْرَعَ ، لَهُ زَبِيبَتَانِ ، يُطَوَّقُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ، ثُمَّ يَأْخُذُ بِلِهْزِمَتَيْهِ – يَعْنِى شِدْقَيْهِ – ثُمَّ يَقُولُ أَنَا مَالُكَ ، أَنَا كَنْزُكَ » ثُمَّ تَلاَ ( لاَ يَحْسِبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ ) الآيَةَ .

ژباړه: هر چاته چي الله تعالی شته ورکړي، خو هغه يې زکات ورنه کړي، هغه شتمني يې د قیامت په ورځ د داسي یوه زهر لرونکي (افعي پک)مار په بڼه جوړ سي چي سر يې د ډېرو زهرو او زیات عمر له امله وېښتان نه لري او د سترګو له پاسه يې دوه تور ټکي وي. دغه مار د قیامت په ورځ د دغه زکات نه ورکوونکي شتمن پر غاړه د طوق غوندي راوپېچل سي، بیا د هغه شونډان په غاښونو ونیسي او ووايي: زه ستا شتمني یم! زه ستا ټوله کړې خزانه یم! بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آیت تلاوت کړ:﴿ وَلَا يَحْسَبَنَّ الَّذِينَ يَبْخَلُونَ ﴾.

البته که څوک د خپل مال زکات وباسي، یو به يې د بې وزلو سره مرسته کړې وي او بل به يې د دې او هغې دنیا نېکمرغي په برخه سي، لوی څښتن ته به نژدې سي او په ایمان کي به يې پیاوړتیا او زیاتوب راسی. لوی څښتن فرمايي: ﴿يَمْحَقُ اللَّهُ الرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ (276) ﴾[ البقرة : 276 ]

ژباړه: الله سودله منځه وړي(يا دسود خاوند د مال له برکته داسي بې برخي کوي چي ګټه ځني وانه خيستلاى سي) اوخيراتونوته وده ورکوي(او خيرات کوونکو ته زيات اجرونه ورکوي او په شتمنيو کي يې برکت اچوي). او الله هر ناشکره ګنهګار (پر کفر باندي ټينګار کوونکى او د سود حلال ګڼونکى او په ګنهونو او حرامو تل اخته) انسان نه خوښوي.

په پورتني آيت کي له ﴿ الصَّدَقَاتِ ﴾(خیراتونو) څخه مراد هم زکات دی او هم خیرات.

دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«مَنْ تَصَدَّقَ بِعَدْلِ تَمْرَةٍ مِنْ كَسْبٍ طَيِّبٍ، وَلاَ يَقْبَلُ اللَّهُ إِلَّا الطَّيِّبَ، وَإِنَّ اللَّهَ يَتَقَبَّلُهَا بِيَمِينِهِ، ثُمَّ يُرَبِّيهَا لِصَاحِبِهِ، كَمَا يُرَبِّي أَحَدُكُمْ فَلُوَّهُ، حَتَّى تَكُونَ مِثْلَ الجَبَلِ».

ژباړه: څوک چي له حلالي ګټي څخه  د يوې دانې خرما په اندازه خيرات وکړي ــ اولوى څښتن  هغه خيرات چي له حلاي ګټي څخه نه وي نه  قبلوي ــ  لوى څښتن هغه په خپل (بلاکيفه) ښي لاس مني (يعني په ښه توګه او چټکۍ سره يې مني) او بيايې د هغه د خاوند د ګټي  لپاره داسي روزنه او پالنه کوي او وده ورکوي، لکه له تاسي څخه چي کوم يو د خپلي مادياني د بهاڼ (د اسپي د بچى) پالنه کوي(يعني زياتوب پکښي راولي)، ترڅو د غره غوندي سي.(يعني چي ثواب يې د هغه چا د ثواب غوندي سي چي د يوه غره په کچه شته يې خيرات کړيوي).
( بخاري، کتاب الزکاة ، باب الصدقة من کسب حلال ، ١٤١٠ حديث او مسلم،  کتاب الزکاة، باب قبول الصدقة من الكسب الطيب وتربيتها ٢٢٣١ – [1014] حديث).

نو د عقل او پوهي تقاضا داده چي شتمن د دې لپاره چي د خدای او خلکو له قهره په امان وي، په دواړو جهانو کي نېکمرغه او سرخرویه اوسي، غاړي يې خلاصي کړي وی، د بې وزلو سره يې وړ مرسته کړې وي او د خدای او خلکو په نزد ښه او محبوب سړی واوسي، باید د خپل مال زکات د شریعت د احکامو سره سم، پر وخت، بشپړ او مستحقو کسانو ته ورکړي.

والسلام.

————————

([1])-  أخرجه أحمد 4/103، والحاكم 4/430، بمعناه وابن منده في الإيمان 1085، والطبراني كما في المجمع 6/14، وقال “رجاله رجال الصحيح” وقال الحاكم على شرط الشيخين ونقل الألباني في تحذير الساجد 173 عن الحافظ عبدالغني المقدسي أنه قال حسن صحيح. وقال وهو على شرط مسلم. وله شاهد من حديث المقداد. أخرجه أحمد 6/4وابن منده 1084، والطبراني كما في المجمع 6/14، وقال رجاله رجال الصحيح. وقال الألباني هو على شرط مسلم.( د پورته ټکو مطلب په لنډه توګه دا دى چي  پورتنى حديث صحيح دى).

([2])-   صحيح مسلم، کتاب الفتن واشراط الساعة ، باب لاتوم الساعة حتى تعبد دوس ذاالخلصة، ٥٢ – (٢٩٠٧) حديث.

([3])-   الطيالسي 438 مخ ، أحمد 4/273مخ ، او د مجمع الزوائد په 6/188مخ کي وايي چي  رجال يې  ثقات دي.  همداراز دغه حديث د احاديثو نامتو کره کوونکي علامه الباني هم صحيح بللى دى.

([4])-   مسلم، کتاب الامارة ، باب قوله « لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ »، ١٧٠-(١٩٢٠) حديث.

([5])- دغه حديث أحمد 3/130، ترمذي 2833، ابن حبان 2307، اوأبو يعلى 6/491، روايت کړى ، الباني صحيح بللى دى او أحمد 4/319 ېې د عمارحديث د شاهد په توګه وړاندي کوي.

([6])-  دغه حديث أبو داود تر4291 شمېره لاندي، او حاكم په4/522 مخ کي، اونورو تخريج کړى دى او حاكم، بيهقي، عراقي اوابن حجر صحيح بللى دى. اوسيوطي وايي: ” حفاظ پر دې متفق دي چي دغه حديث صحيح دى”.

([7])-  بخاري کتاب الجهاد والسير، باب قتال اليهود، ٢٩٢٦شمېره حديث  او مسلم، کتاب الفتن، باب لا تقوم الساعة حتى يمر الرجل، ٢٩٢٢شمېره حديث.

([8])-  مسلم کتاب الفتن واشراط الساعة ، باب في فتح قسطنطنية، ٢٨٩٧شمېره حديث.

([9])-  دابق د سوريې د حلب د ښار په شمال کي په تقريباً (٤٥) کېلومتره واټن د ترکيې پولي ته نژدې يو کوچنى کلى دى. د ترکيې پوله له دغه کلي څخه تقريباً (١٤) کېلومتره ليري ده. دغه کلې ته نژدې د عزاز(Azaz ) په نامه يوى کلى پروت دى او عمق( اعماق) هم دابق ته نژدې پروت دى.

([10])-  مسلم کتاب الفتن واشراط الساعة ، باب في فتح قسطنطنية، ٢٩٢٠شمېره حديث. د يادوني وړ ده چي  په دغه حديث کي چي د بني اسحاقو يادونه سوې ده په دې اړه قاضي عياض په  إكمال المعلم شرح صحيح مسلم کي وايي چي په  ټولو اصولو کي همدغسي ذکر سوي دي، خو ځينو ويلي دي چي معروف او محفوظ يې (من بني اسماعيل) دى ځکه چي پر دې باندي حديث او د هغه سياق دلالت کوي. او له دغو کسانو څخه مراد عرب او مسلمانان دي. او دغه ښار هم  قسطنطنيه ده.

([11])- دغه حديث أحمد2/167، دارمي او ابن أبي شيبة تخريج کړى دى، مقدسي حسن بللى، حالکم صحيح ګڼلى او ذهبي ور سره موافق دى. دغه راز ألباني هم په “السلسلة الصحيحة”1/8 کي صحيح بللى دى.

([12])- روم ، رومية يا روما لکه چي په” معجم البلدان ” کي وايي د ايټاليې نننۍپلازمېنه ده.   قسطنطنيه خو  د رسول الله صلى الله عليه وسلم تر وينا اته سوه کاله وروسته د محمد الفاتح عثماني پر لاس فتح سوه او د روم فتح به هم د لوى څښتن په اذن خامخا تر سره کيږي او د دې فتحي خبر به هم په نژدې راتلونکې کي خپور سي، ان شاءالله.

([13])- أبو داود، کتاب المهدي، 4282شمېره حديث او ترمذي، کتاب الفتن، باب ما جاء في المهدي 2231شمېره حديث. د حديث صحت ته شيخ الاسلام په منهاج السنة کي او ابن القيم په المنار المنيف کي اشاره کړې ده.

([14])- أبو داود، کتاب المهدي، 428٥شمېره حديث او حاكم4/557مخ . د حديث اسناد ابن القيم  په المنار المنيف کي جيد بللي او سيوطي يې همپه الجامع الصغير کي صحت ته اشاره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x