نظــر

چودا اگسټ (د پېښور خاطره)

14 agust 2012 pakistan peshawerبېګا شپمه مې پېښور کې وه. د تراوېح د لمانځه له پاى سره سم د پېښور لارې و سړکونه د ځوانانو د موټرو او موټرسايکلونو غږونو په سر اخيستى و. موټر او موټر سايکل سپرو ځوانانو په چغو، بې ځايه بريکونو او ګډا او نڅا سره د خوښۍ او مستۍ څرګندونه کوله. د لارې بندېدو او شور او ځوږ زما پام هم وروڅکاوه. زه نه پوهېدم، چې څه کيسه ده. له ملګري مې، چې پېښور کې يې ډېر وخت تېر کړى، پوښتنه وکړه، راته ويل يې، نن چودا اگسټ دى، يعنې د اگسټ څوارلسمه ده. په دې ورځ پخواني استعماري ځواک، برېټاينا پاکستان ته ازادي “ورکړې” ده.

ما چې د ځوانانو له اندازې زياته مستي او خوښي ليده، خپل وياړلى وطن راياد شو، هغه وطن چې په نړۍ کې يې د غيرتونو، حماسو او وياړونو لوړ څلى په خپلو وينو همداسې سپېڅلى ساتلى دى. هغه وطن چې د زمانو هر ښکېلاکگر پرې رادانگلي، هر چا پرې زړه تش کړى، هر چا پرې خپلې پرمختللې وسلې او ټکنالوژۍ ازمويلي دي؛ خو هېچا ازادي او خپلواکي پرې نه ده “لورولې”، هېڅ ښکېلاکگر دې وطن ته ازادي نه ده ورکړې، د وطن بچيان هم د ازادۍ خيرات ته نه دي په تمه شوي، بلکې زما د هېواد اصيلو بچيانو تل د ازادۍ او خپلواکۍ ناوې د خپلو سرونو په شيندلو بدرگه کړې ده، دوى ښکلې خپلواکي د هر بدرنگ ښکېلاکگر له پنجو په وچ زور تروړلې ده. د دې وطن شازلميانو چې د خپلواکۍ د اخيستلو لپاره څومره بې شمېره ککرۍ شيندلې، مېندې بورې او مېرمنې کونډې کړي، همدومره د خپلواکۍ د “اخيستلو” بې شمېره ورځې هم لري. د خپلواکۍ له ښاپېرۍ سره د دوى مينه دومره لېونۍ ده، چې ښکېلاکگرو ته يې دومره موقع هم نه ده ورکړې، چې دوى خپلواکي “ورکړي”، بلکې پردو دلته شپه نه وي سبا کړې، چې بيا د ډارنو پوځيانو چغې اسمان ته پورته شي، بيا وخته د پردو مړي د وطن د لارو ګودرو ښکلا جوړوي. له همدې امله به د دې هېواد ازادي پال بچي سيد جمال الدين افغان (رح) ويلي وي، چې “ازادي اخيستل کېږي، ورکول کېږي نه”.

ما ته چې د بېګا شپې د نندارې پر مهال د سيد جمال الدين افغان (رح) وينا په غوږونو کې ازانګې کولې، نو د پاکستانيانو نڅاگانې او شور و ځوږ راته احمقانه وبرېښېدل. بيا چې مې د ذهن مرغه د پاکستان د تاريخ دوره وکړه، نڅاگر ځوانان راته لا پسې سپين سترگي ښکاره شول، ځکه دوى ته ازادي او خپلواکي لږ تر لږه ورکول شوې هم نه ده. دا خواران يوازې د خپلواکۍ تش په نامه اعلان ته دومره خرتکې وهي، که زما د وطن په څېر د وياړونو دنگ څلى يې لاره، بيا به يې څه کول!

څو ورځې وروسته د زمري ٢٨مه (اگسټ ١٨(؟)) زما د وطن د خپلواکۍ داسې وياړلې ورځ ده، چې د پاکستان په اصطلاح د خپلواکۍ “ورکولو” ورځ يې په زکات کې هم نه رسېږي، خو زما د وطن شازلميو بيا د خپلواکۍ غزا ته ملا تړلې ده، دا ځل بيا نه يوازې ځان، بلکې نړيوال له يوې هېواد خورې امريکا بې غموي. خو د افسوس ځاى دا دى، چې دا نړيوال او ګاونډيان ډېر قدر نه پېژندونکي خلک دي. پاکستان چې په ١٩٤٧م کال کې د خپلواکۍ “ورکولو” دې سپېرې ورځې ته هوسېږي او خوشالۍ کوي، زما وطنوالو په ١٩١٩م کال کې د دې ويده ملت په غوږ کې د خپلواکۍ او ازادۍ اذان کړى و. ډېر لرې نه، يوازې لس کاله مخکې مو د شوروي له خپسکې خلاص کړ، خو پاکستان يوازې لس کاله وروسته امريکا ته لار ورکړه، چې پر موږ راودانگي، له دې لنډې لارې استفاده وکړي، چې امريکايي نازولى پيلوټ ستړى نه شي!

له دې نندارې راته د خپل وطن د ازادي خوښوونکي ولس حماسې او وياړونه څو ځله سپېڅلي او قدرمن ثابت شول او د پاکستان د بې شعوره او بې احساسه ولس ډمتوب او گډا راته د هغه هېواد د وياړونو او افتخاراتو تشه لا راته سپکه او خواره ثابته شوه!

په رښتيا چې موږ د خپلواکۍ او ازادۍ تر ټولو وړ او مستحق ولس يو! خپلواکي به تل زموږ وي او موږ د خپلواکۍ لپاره يو! يوازې موږ به تل د خپلواکۍ له ناوې سره غاړه غړۍ يو!

هو، دا خپلواکي د هېچا نه ده، دا يوازې زموږ ده!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x