دیني، سیرت او تاریخ

د اسلام د بري زېري – (دوهمه برخه)

ليکوال: ډاکټر محمد بن عبدالله الدويش

ژباړن: عبدالمالک « همت » / ددې لیکني لومړۍ برخي لپاره دلته کلیک وکړئ.

دوهم : د نبوي سنتو  زېري

استاد عبدالمالک همت
استاد عبدالمالک همت

د دې مقالې په مخکنۍ  برخه کي  پر هغو زېرو رڼا واچول سول  چي د لوى څښتن په کلام، قرآن کريم کي راغلي دي. خو د نبوي سنتو هغه احاديث چي دغسي زېري پکښي راغلي دي کېداى سي پر دوو ډولو ووېشل سي.

لومړى ډول: د اسلام د بري په هکله مطلق زېرى:

١. د دې زېري په هکله دې مبارک حديث ته پام وکړئ:

عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِيِّ قَالَ: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ: «لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ بِعِزِّ عَزِيزٍ أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ عِزًّا يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ وَذُلًّا يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ»([1]).

ژباړه: حضرت تميم الداري رضي الله عنه وايي چي ما له رسول الله  صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي ويل يې: دغه دين به تر هغو ځايونو ورسيږي چي شپه او ورځ ور رسييږي. الله تعالى هيڅ ښار، کلى او بېديا او کږدۍ او خېمې نه پرېږدي چي دغه دين ورونه رسوي. هرکور به لوى څښتن د دغه دين په قبلولو سره معزز کړي او څوک چي د دغه دين له منلو څخه ډډه وکړي لوى څښتن به يې خوار او ذليل کړي ( د اسلام په وړاندي د جنګ جګړې له امله به خوار سي، څو اسلام مني ). الله به هغه قوم چي اسلام د هغه په منلو سره معزز کړي د عزت څښتن کړي او کفر به د اسلام د نه منلو له امله خوار کړي.

٢.    عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ:سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ لَا يَذْهَبُ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ حَتَّى تُعْبَدَ اللَّاتُ وَالْعُزَّى فَقُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنْ كُنْتُ لَأَظُنُّ حِينَ أَنْزَلَ اللَّهُ:

﴿ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (9) ﴾[الصف: ــ ٩]

أَنَّ ذَلِكَ تَامًّا قَالَ إِنَّهُ سَيَكُونُ مِنْ ذَلِكَ مَا شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ يَبْعَثُ اللَّهُ رِيحًا طَيِّبَةً فَتَوَفَّى كُلَّ مَنْ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ حَبَّةِ خَرْدَلٍ مِنْ إِيمَانٍ فَيَبْقَى مَنْ لَا خَيْرَ فِيهِ فَيَرْجِعُونَ إِلَى دِينِ آبَائِهِمْ. ([2]).

ژباړه: له حضرت بي بي عايشې رضي الله عنها څخه روايت دى چي ويې ويل : ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چي شپه او ورځ به پاى ته ونه رسيږي چي د لات او عزا بتانو لمانځنه ونه سي. ما عرض وکړ چي اى د لوى څښتن استازې کله چي لوى څښتن دغه آيت نازل کړ:

﴿ هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ (9) ﴾ [الصف: ٩]

( الله هغه ذات دى چي خپل پېغمبر يې له هدايت او حق دين سره لېږلى دى، تر څو هغه پر ټولو دينونو لاسبرى كړي، که څه هم دا مشرکانو ته هر څوني بد ښکاري  ).

نو ما وګڼل چي اوس دين بشپړ سو( يعني نور به نو کفر او شرک نه وي ) هغه وفرمايل د الهي مشيت ( خوښي او ارادې ) سره سم به داسي څه کيږي. خو بيا به الله تعالى يوه خوشبويي لرونکې پاکه هوا ولېږي چي له امله به يې هر هغه څوک ومري چي په زړه کي يې د ايمال يوه ذره وي او داسي خلک به پاته سي چي هيڅ خير به پکښي نه وي ، نو دغه خلک به د خپلو پلرو او نيکه ګانو دين ته وروګرځي.

په دې حديث کي د نبوي زېري شاهد د « تَامًّا » کلمه ده ، يعني لوى څښتن پر ټولو اديانو باندي د دې دين چي اسلام دى د ظهور او غلبې ژمنه کړې ده  چي دا به هرو مرو تحقق مومي.

٣.    عَنْ حُذَيْفَةُ قال: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :«تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ثُمَّ سَكَتَ» ([3]).

ژباړه: حضرت حذيفة بن اليمان رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:  په تاسي کي به تر هغو چي د خداى خوښه وي نبوت وي ، خو بيا چي  لوى څښتن وغواړي وابه يې خلي. بيا به د نبوت د دود او طريقې سره سم خلافت وي. دا به تر هغه مهاله وي چي د لوى څښتن اراده وي. بيا چي  وغواړي پاى ته به يې ورسوي. بيا به غاصبه واکمني وي. دا به هم تر هغه مهاله وي چي د لوى څښتن اراده وي. بيا چي الله وغواړي پاى ته به يې ورسوي. بيا به د جبر او ظلم واکمني وي. دا به هم تر هغه مهاله وي چي د لوى څښتن اراده وي. بيا چي الله وغواړي پاى ته به يې ورسوي. ورپسې به د نبوت پر طريقه خلافت وي. بيا حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم پټه خوله سو.

٤. په دې هکله د الطائفة المنصورة( د بريالۍ ډلي) په هکله احاديث هم د پام وړ دي. په اسلام کي د منصوري او بريالۍ ډلي په باب زيات شمېر صحابۀ کرامو  رضي الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم احاديث روايت کړي دي چي ځيني يې په صحيحينو(بخاري او مسلم) کي راغلي دي. د ثوبان رضي الله عنه په حديث کي چي مسلم روايت کړى دى داسي راغلي دي :

قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: « لَا تَزَالُ طَائِفَةٌ مِنْ أُمَّتِي ظَاهِرِينَ عَلَى الْحَقِّ لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَذَلَهُمْ حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللَّهِ وَهُمْ كَذَلِكَ»([4]).

رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:  زما د امت يوه ډله به تل د حق پر سر او د حق لپاره په برياليتوب سره ټينګه ولاړه وي. دوى ته به د هغه چا ضرر چي د دوى مخالفت کوي ور ونه رسيږي. تر څو چي  د  لوى  څښتن حکم رسيږي دوى به پر دغه حال وي.

رشتيا هم کله چي مسلمان د دغسي ډلي دغه اوصاف اوري نو د زړه له کومي هيله کوي چي له دغي ډلي څخه واوسي او د دوى سره يو ځاى د لوى څښتن د دين د نصرت او بري او د کلمة الله د اعلا لپاره په جګړه او هلو ځلو کي برخه واخلي. په دې توګه د مسلمان دا هيلي د هغه په زړه کي د حماسو او د لوى څښتن دين ته د دعوت لمبې بلي کړي او غواړي چي د ناجيه طايفي (اهل سنت والجماعت) پر طريقه دې چاري ته په ټينګه ملا وتړي.

٥. په دې هکله د دې امت د غوره بللو  احاديث دي. له دې جملې څخه د انس بن مالک رضي الله عنه حديث دى:

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:« إِنَّ مَثَلَ أُمَّتِي مَثَلُ الْمَطَرِ لَا يُدْرَى أَوَّلُهُ خَيْرٌ أَوْ آخِرُهُ»([5]).

ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: زما د امت مثال د اورښت د څاڅکو غوندي دى ، څوک نه پوهيږي چي لومړى يې غوره دى که وروستى.

٦. دغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:

«بَشِّرْ هَذِهِ الْأُمَّةَ بِالسَّنَاءِ وَالنَّصْرِ وَالتَّمْكِينِ فَمَنْ عَمِلَ مِنْهُمْ عَمَلَ الْآخِرَةِ لِلدُّنْيَا لَمْ يَكُنْ لَهُ فِي الْآخِرَةِ نَصِيبٌ».

ژباړه: دغه امت ته د لوړتيا، بري او ځواکمنۍ زېرى ورکړئ، نو څوک چي د آخرت کار د دنيا موندلو په موخه وکړي په آخرت کي به کومه برخه نه لري.

٧. بل هم په دې هکله د مجدد د پاڅېدو حديث دى. دغه حديث حضرت ابوهريره رضي الله عنه داسي روايت کړى دى:

عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:« إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا»([6]).

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: لوى څښتن دې امت لره د هرو سلو کالو( هري پېړۍ ) پر سر باندي کله چي اسلامي علم او د نبوي سنتوپوهه  لږ سي او جهل او بدعتونه ډېر سي داسي يو څوک (يا کسان ) پاڅوي چي د دغه امت دين ور نوى او تجديد کړي، يعني سنت له بدعت څخه بېل کړي ، علم خپور او زيات کړي، بدعتونه قلع او قمع کړي او بدعت خپروونکي او د هغو پالونکي له دې چارو راوګرځوي.

دوهم ډول: په ځانګړو حالاتو کي د اسلام د بري د زېري احاديث:

١. د يهودو سره د جګړې حديث:

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ: أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:« لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يُقَاتِلَ الْمُسْلِمُونَ الْيَهُودَ فَيَقْتُلُهُمْ الْمُسْلِمُونَ حَتَّى يَخْتَبِئَ الْيَهُودِيُّ مِنْ وَرَاءِ الْحَجَرِ وَالشَّجَرِ فَيَقُولُ الْحَجَرُ أَوْ الشَّجَرُ يَا مُسْلِمُ يَا عَبْدَ اللَّهِ هَذَا يَهُودِيٌّ خَلْفِي فَتَعَالَ فَاقْتُلْهُ إِلَّا الْغَرْقَدَ فَإِنَّهُ مِنْ شَجَرِ الْيَهُودِ»([7]).

ژباړه: له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: قيامت به نه سي څو مسلمانان د يهودو سره جګړه ونه کړي ، نو مسلمانان به يهود داسي ووژني چي يهودي به د ډبري او وني تر شا پټيږي بيا به ډبره يا ونه وايي اى مسلمانه ! او د لوى څښتن بنده ! دلته زما تر شا يهودي پټ دى راسه ويې وژنه . خو د غرقد په نامه ونه به دا خبري نه کوي، ځکه چي هغه د يهودو ونه ده.

٢. د روم (اروپا) سره د جګړې او د قسطنطنيې او روما(ايټاليې) فتح:

امام مسلم په خپل صحيح کي د حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

« لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَنْزِلَ الرُّومُ بِالْأَعْمَاقِ أَوْ بِدَابِقٍ فَيَخْرُجُ إِلَيْهِمْ جَيْشٌ مِنْ الْمَدِينَةِ مِنْ خِيَارِ أَهْلِ الْأَرْضِ يَوْمَئِذٍ فَإِذَا تَصَافُّوا قَالَتْ الرُّومُ خَلُّوا بَيْنَنَا وَبَيْنَ الَّذِينَ سَبَوْا مِنَّا نُقَاتِلْهُمْ فَيَقُولُ الْمُسْلِمُونَ لَا وَاللَّهِ لَا نُخَلِّي بَيْنَكُمْ وَبَيْنَ إِخْوَانِنَا فَيُقَاتِلُونَهُمْ فَيَنْهَزِمُ ثُلُثٌ لَا يَتُوبُ اللَّهُ عَلَيْهِمْ أَبَدًا وَيُقْتَلُ ثُلُثُهُمْ أَفْضَلُ الشُّهَدَاءِ عِنْدَ اللَّهِ وَيَفْتَتِحُ الثُّلُثُ لَا يُفْتَنُونَ أَبَدًا فَيَفْتَتِحُونَ قُسْطَنْطِينِيَّةَ فَبَيْنَمَا هُمْ يَقْتَسِمُونَ الْغَنَائِمَ قَدْ عَلَّقُوا سُيُوفَهُمْ بِالزَّيْتُونِ إِذْ صَاحَ فِيهِمْ الشَّيْطَانُ إِنَّ الْمَسِيحَ قَدْ خَلَفَكُمْ فِي أَهْلِيكُمْ فَيَخْرُجُونَ وَذَلِكَ بَاطِلٌ فَإِذَا جَاءُوا الشَّأْمَ خَرَجَ فَبَيْنَمَا هُمْ يُعِدُّونَ لِلْقِتَالِ يُسَوُّونَ الصُّفُوفَ إِذْ أُقِيمَتْ الصَّلَاةُ فَيَنْزِلُ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَمَّهُمْ فَإِذَا رَآهُ عَدُوُّ اللَّهِ ذَابَ كَمَا يَذُوبُ الْمِلْحُ فِي الْمَاءِ فَلَوْ تَرَكَهُ لَانْذَابَ حَتَّى يَهْلِكَ وَلَكِنْ يَقْتُلُهُ اللَّهُ بِيَدِهِ فَيُرِيهِمْ دَمَهُ فِي حَرْبَتِهِ»([8] ).

ژباړه: تر قيامت دمخه به دا هرو مرو پېښيږي چي روميان ( اروپايان) به اعماق يا دابق ([9] ) ته رسيږي. بيا به له مدينې څخه  د دوى د مقابلې لپاره پوځ ورسي. دا پوځ به دغه مهال د مځکي د مخ  له غورو او سپېڅلو وګړو څخه وي. کله چي دواړه لښکر سره مخامخ سي، نو روميان به ووايي چي تاسي زموږ او هغو وګړو ( مسلمانانو)  په  منځ کي مه را لوېږئ چي زموږ څخه يې خلک بنديان کړي دي، موږ د هغو سره جنګيږو. خو مسلمانان به ورته ووايي: نه، په خداى که موږ خپل وروڼه تاسي ته يوازي پرېږدو. مسلمانان به د هغو سره وجنګيږي، خو د هغو يوه دريمه برخه به ځني وتښتيږي. د هغو توبه به لوى څښتن  هيڅکله قبوله نه کړي. او يوه دريمه وګړي به شهيدان سي چي د لوى څښتن په نزد به ډېر غوره شهيدان وي. او دريمه برخه به فتح او برى ترلاسه کړي او هيڅکله به  په فتنه اخته نه سي. ان دا خلک به قسطنطنيه فتح کړي. بيا به په داسي حال کي چي دوى خپلي توري د زيتون په ونو پوري ځړولي وي او د ولجه سوو مالونو په وېشلو اخته وي، شيطان به ناري کړي او وبه وايي: ستاسي په کورونو کي خرجدال راڅرګند سوى دى.نو مسلمانان  له هغه ځايه ووزي، په داسي حال کي چي دا خبر ناسم وي . کله چي شام (سوريې ) ته ورسيږي ، دغه مهال دجال راڅرګند سي، کله چي مسلمانان جګړې ته چمتو سي او د لمانځه لپاره صفونه برابروي ناببره عيسى ابن مريم علیه السلام راکوز سي او مسلمانانو ته په امامت لمونځ ورکړي، څنګه چي د خداى دښمن خرجدال وويني نو داسي ويلي سي ، لکه مالګه چي په اوبو کي ويلي سي. که  عيسى  علیه السلام هغه همدغسي پرېږدي نو په دې توګه به له منځه ولاړ سي، خو الله تعالى هغه د عيسى  علیه السلام په لاس ووژني او خلک د هغه ويني د عيسى پر وسله وويني.

دغه راز امام مسلم له حضرت ابوهريره رضي الله عنه څخه روايت کوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل:

« سَمِعْتُمْ بِمَدِينَةٍ جَانِبٌ مِنْهَا فِي الْبَرِّ وَجَانِبٌ مِنْهَا فِي الْبَحْرِ قَالُوا نَعَمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ لَا تَقُومُ السَّاعَةُ حَتَّى يَغْزُوَهَا سَبْعُونَ أَلْفًا مِنْ بَنِي إِسْحَقَ فَإِذَا جَاءُوهَا نَزَلُوا فَلَمْ يُقَاتِلُوا بِسِلَاحٍ وَلَمْ يَرْمُوا بِسَهْمٍ قَالُوا لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ فَيَسْقُطُ أَحَدُ جَانِبَيْهَا قَالَ ثَوْرٌ لَا أَعْلَمُهُ إِلَّا قَالَ الَّذِي فِي الْبَحْرِ ثُمَّ يَقُولُوا الثَّانِيَةَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ فَيَسْقُطُ جَانِبُهَا الْآخَرُ ثُمَّ يَقُولُوا الثَّالِثَةَ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ فَيُفَرَّجُ لَهُمْ فَيَدْخُلُوهَا فَيَغْنَمُوا فَبَيْنَمَا هُمْ يَقْتَسِمُونَ الْمَغَانِمَ إِذْ جَاءَهُمْ الصَّرِيخُ فَقَالَ إِنَّ الدَّجَّالَ قَدْ خَرَجَ فَيَتْرُكُونَ كُلَّ شَيْءٍ وَيَرْجِعُونَ»([10] ).

ژباړه: تاسي اورېدلي دي چي يو داسي ښار سته چي يوې څنډي ته يې وچه پرته ده او بلي څنډي ته يې سمندر پروت دى. . صحابۀ کرامو عرض کړه : هو. بيا هغه وفرمايل : تر قيامت دمخه به پر دغه ښار اويا زره بني اسحاق ( عرب ) جهاد وکړي. هلته چي ورسي نه به په وسلو وجنګيږي او نه به غشي وولي، بلکي ﴿لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ ﴾ به ووايي او د ښار يوه څنډه په سقوط وکړي. (د دې حديث راوي ) ثور نومى وايي چي زما په اند د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا خبره د ښار د هغي څنډي په هکله ده چي د سمندر خوا ته واقع ده. بيا به دوهم وار ﴿لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ ﴾ ووايي، نو به د ښار بله څنډه راوپرځي، بيا چي دريم ځل ﴿لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَاللَّهُ أَكْبَرُ ﴾ ووايي، نو ښار به فتح سي او مسلمانان به ور ننوزي او په داسي حال کي چي د ولجې مالونه وېشي يوه چيغه به پورته سي چي دجال راوتلى دى ، نو مسلمانان به هر څه پرېږدي او بېرته به ستانه سي.

دغه راز عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما وايي چي:

بَيْنَمَا نَحْنُ حَوْلَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَكْتُبُ إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:« مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا» يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّة َ. ([11] ).

ژباړه: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر شاوخوا را ټول سوي وو او يو څه مو ليکل چي له رسول الله څخه پوښتنه وسوه چي کوم ښار به لومړى فتح کيږي قسطنطنيه که روم؟ ([12] ). رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : لومړى به د هرقل ښار( يعني قسطنطنيه) فتح کيږي.

د مهدي احاديث:

مهدي د لوى څښتن يو صالح خليفه دى چي د هغه په ذريعه به لوى څښتن د خلکو حال له ظلم او تېري څخه عدل، برابرۍ او سمون ته واړوي. د هغه په هکله احاديث په تواتر سره وارد سوي دي او ډېرسترعالمان يې را تلل مني او ټينګار پر کوي . ان چي ډېرو پوهانو او د دين امامانو د هغه د راتلو  په هکله بېل بېل کتابونه او رسالې ليکلي دي.

موږ به له دغو زياتو احاديثو څخه د بېلګې په توګه دوه حديثه راوړو .

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ:عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:« لَوْ لَمْ يَبْقَ مِنْ الدُّنْيَا إِلَّا يَوْمٌ لَطَوَّلَ اللَّهُ ذَلِكَ الْيَوْمَ حَتَّى يَبْعَثَ فِيهِ رَجُلًا مِنِّي يَمْلَأُ الْأَرْضَ قِسْطًا وَعَدْلًا كَمَا مُلِئَتْ ظُلْمًا وَجَوْرًا »([13] ).

ژباړه: حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: که له دنيا څخه بې له يوې ورځي بله ورځ هم پاته نه سي ، نو لوى څښتن به دغه ورځ دونه اوږده کړي چي په هغې کي زما له کاله څخه يو سړي وپاڅوي . دغه سړى به مځکه له عدل او انصاف څخه داسي ډکه کړي ، لکه له ظلم او تېري څخه چي ډکه سوې وي.

عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ قَالَ:قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :« الْمَهْدِيُّ مِنِّي أَجْلَى الْجَبْهَةِ أَقْنَى الْأَنْفِ يَمْلَأُ الْأَرْضَ قِسْطًا وَعَدْلًا كَمَا مُلِئَتْ جَوْرًا وَظُلْمًا يَمْلِكُ سَبْعَ سِنِينَ»([14] ).

ژباړه: له ابي سعيد الخدري رضي الله عنه څخه روايت دى چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل: مهدي زما له اولادې څخه دى روښانه او پراخ تندى به يې وي، جګه پزه به يې وي، مځکه به داسي په عدل او انصاف ډکه کړي ، لکه چي له ظلم او بې عدالتۍ څخه ډکه سوې وي. اووه کاله به واکمن وي.

(په راتلونکې کي به که خدای کول د اسلام د بري په هکله د نورو زېرو په هکله څرګندوني ولرو).

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x