ټولنیزه برخه

دځوان د نړیوالې ورځې په پلمه

لیکوال : رحمت الله حکیمي –

ځېرک مرغان ښکاري ته نه ښکاري –
فکر ي ځوانان ماشاءالله ښه ښکاري –

ستاد ښایست تنـده موسترګو کې ده –
دا پورې غر راته اوبه ښکاري –

شېخه میدان به درنه وګټمه –
موږ ته جلال، جمال په زړه ښکاري –

ځوان دټولنې هغه هستې ده ، چې تل درغښت سترګې دده په لور ورکږې وي ، زموږ په ټولنه کې دهغو خلکو په وړاندې  ، چې  دیوچاسره مهنت ، همدردي ونه کړي اوپه ورسپارل شوي کار کې پاتې  راشي یوه اصطلاح موجوده  چې  ( فلانیه ! ناځوانه یې یا ناځواني دې راسره وکړه )  نو دا یو روڼ حقیقت دی چې  ځواني دمېړانې ، غیرت ارتقایي سېمبول دی ، خو یوه خبره مې ډېر ځوروي هغه دا چې دا درنه کلمه باید دهر کس اوهر ځوان دپاره ونه کارو ځکه هغه به ځوان وي خو ځواني به نشي کولای ، ځواني به لري خو دځوانۍ کولو  وړتیا او استعداد به نه لري  ،  نو دځوان لفظ مې په هر یوه نه لوریږي ، ځکه کله مې چې نوموړی لفظ  په غوږو ولګیږي سمدلاسه مې ورسره دمېړانې ، اسلامیت ، هڅې او رغښت درنې کلمې دذهن دروازه راو ټکوي که هر کس د نوموړو نورمونو نه مټې راتاوکړي  هغه که په هر عمر کې وي ځوان ورته وایو ځکه پورتنۍ کلمې د ځوان ځانګړې ځانګړتیا وي دي   .

د نیکۍ ، مېړانې ، دپوهې دلاسته راوړلو ، ټولنې ته دخدمت اوښه ذهنیت ورکولو اصلي وخت ځواني ده ، خو متا سفانه  موږنیکي هغه وخت کوو  ، چې دبدۍ کولو توان  اوطاقت  ونه لرو زه خو وایم چې  هر څوک له ځانه سره سبا ته نشو وړلای  ، ځینې باید په نن اوځینې په پرون کې پاتې شي ، یوازې ځوان دی ، چې پرون ته په کتو سره دنن اوراتلونکې دروڼوالي  له فکري چېنې څخه اوبه څښي .

باطني سپېڅلتیا ، پاکوالی انسان په ظاهري جمال مجللوي ، برعکس یې باطني نواقص او چټلۍ د انسان ظاهري کړه وړه د عیبونو سره مخ کوي ، کله وارې داسې پېښیږي ، چې یو کس په باطن یو ډول په ظاهر کې بل ډول ځان ښکاره کوي دا په به حقیقت کې لغزش یا خطا وي ، یا به دظواهروپه واسطه باطني هدف ته  درسېدو لارې لنډوي .

ننی ځوان باید دفکري سمون  اوذهني رغښت دپاره تر وسه کار وکړي هسې  نه چې دبلواکۍ فکري یرغل ته دمه وکړي   داټولنه یوازې دفکري سمون څخه ډېر سرټکوي که هسې نه وای نو دآسیا دزړه بلبل الفت صاحب  به داسوې نارې  ولې وهلې ( هر څه مې که وژنې خیال اوفکر مې مه وژنه ــ په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلای دی )

دناګار صاحب په خبره راځئ دې ته فکروکړو چې (   دا ملت اخر دچا دګناه بار وړي  )   داچې ولې  مو څلورمې لسیزې  داور په ټغر ساندې پیل کړې ، ځواب دې   ننی هغه ځوان راکړي ، چې ځان ته دځوان خطاب  کوي  ؟

راځئ داټولنه یوازې په ویلو ویلې نه کړو ، تنها ویل لارې نه شي هوارولای،  که دځوان نړیواله ورځ لمانځو راځئ ددې ورځې سره داژمنه هم وکړو ، چې ځان ته به تر هغه ځوان نه وایو تر څو چې د( مېړانې ، غیرت ، پوهې ، سرلوړئ اودیانت درنو کلمو ته داسلامي ارزښتونو تر سیوري لاندې اوږه ورکړې نه وي )  په هر صورت زه دځوان نړیواله ورځ هغه ته نیکمرغه بولم ، چې فکر یې دټولنې له زړه څخه په سبیل الله  افاقي سترګکونه  وهي اوپه دې بیتونو مې لیکنه رالنډوم  .

نری باران غرونه نمجن ګلان راوغوړوي –
زموږ دټول عالم څښتن ګلان راوغوړي خدایه ! –

دغرب دټوپک خوله غرب کې مصروفه کړې نور –
چې زموږ سیمه اومسکن ګلان راوغوړي –

ګرانه که دلته ارامي یوه شېبه راغلله-
په خدای چې تیږې دوطن ګلان راوغوړي –

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x