اقتصادنظــر

د اقتصادي مفکر په شتون کې هيواد له لوی اقتصادي بحران سره مخ دی

لیکوال: پیاوړی ځواک

له هغه وخت راهیسې چې د ښاغلي اشرف غني نوم د افغانستان په رسنیو یا لوړو ادارو کې یاد شوی، د ټولو فکر د اقتصادي پرمختګ په لور تللی. دغه باور وروسته تر هغه وروستي سرحد ته ورسېد چې یوې مجلې د سیاسي لوبې په پایله کې ښاغلی غني د نړۍ دویم مفکر اعلان کړ.

ده د ولسمشرۍ په ټاکنیزو منډو ترړو کې هم ځان د اقتصادي کارپوه په نوم له نورو لوړ ګاڼه. په همغه وخت کې یې یو څو تش په نامه اقتصادي تګلارې او پلانونه هم جوړ کړل؛ خو کله چې ده ته د ارګ واګې وروسپارل شوې او ارګمشر شو، هرڅه یې له یاده ووتل او ذهني میلان یې د حکومت د وېش پر لوري شو.

دی لا هم د حکومت پر وېش لګیا دی او ښایي دا یې یو نوی نوښت وي چې ګواکي یو کال د حکومت پر تشکیلاتو وخت تېرول د یو دولت لپاره اقتصادي پرمختګ دی. له هغه وخت راهیسې چې د ملي یووالي حکومت (؟) منځ ته راغلی، د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی. هغه ۷،۵ میلیارده ډالر چې ښاغلي کرزي د افغانیو د ارزښت د ساتنې په موخه زیرمه کړي وو او په عامه اصطلاح د مړي د کفن پیسې وې؛ تر اوسه پورې یې یو میلیارد ډالر لګول شوي او اوس اوس د افغانستان ملي بانک ښاغلی غني ګواښلی چې نور دې زېرمې ته لاس ورنه وړې.

له بل پلوه په تېرو دوو ورځو کې د ډالر ارزښت د افغانۍ پر وړاندې ۳۵ سلنه لوړ تللی. تېره ورځ په بازارونو کې یو امریکایي ډالر په ۶۴،۵۰ افغانۍ تبادله کېدو. د افغانستان د اقتصادي چارو کارپوهان او د حکومت د مالیې او اقتصادي برخې لوړپوړي چارواکي په دې اند دي چې تر ژمي پورې به د یو امریکایي ډالر ارزښت د افغانیو په وړاندې ۱۰۰ ته لوړ شي. په دې حالت کې به د ټولو توکو بیه دوه چنده لوړه شي، ځکه د افغانستان ټول واردات پر ډالرو کېږي. په دې توګه چې حساب ورته وکړو د ښوونکو ۶۰۰۰ افغانۍ تنخوا به د ۳۰۰۰ افغانیو ارزښت ولري او د امنیتي ځواکونو ۱۳۰۰۰ افغانۍ تنخوا به د ۷۵۰۰ افغانیو ارزښت ولري؛ چې دا تر ټولو بد حالت دی او ډېر ژر ده چې همدغه حالت به د حکومت د سقوط لامل کېږي.

اوس دوې شونتیاوې شته؛ لومړی، که اوسنی حکومت د دې نیت نه لري چې پنځه کاله دوام وکړي او د موکې په تمه وي چې په هېواد کې ګډوډۍ زیاتې شي او د موقتې ادارې د رامنځته کېدو غږ راپورته شي، څو دوی ته د حکومت د پرېښودو یو څه په اصطلاح شرع حیله جوړه شي؛ نو دا کاملاً یو ناوړه کار دی. د افغانستان مظلوم ملت او دغه کړېدلې ټولنه دې نوره د بربادۍ کندې ته نه غورځوي او له پېشبیني شوي حالت سره یې دې نه مخ کوي. همدا اوس مناسب وخت دی چې لویه جرګه راوغواړي او له دولته لاس په سر شي. البته دا به داسې یو حالت وي چې ټول ملت به له دوی څخه خوښ وي، ځکه په حقیقت کې دوی افغانستان د لوی بحران له مخ کېدو څخه ژغوري. دویمه شونتیا دا هم کېدی شي چې که دوی غواړي چې پنځه کاله (!؟)، یعنې پاتې څلور کلونه نور هم د ارګ پر ګډۍ کېني، نو مهرباني دې وکړي د دې اقتصادي بحران مخنیوی دې وکړي او ژر تر ژره دې د اقتصادي ثبات لپاره لاس په کار شي. لومړی کار دې همدا وکړي چې د ملي زېرمې ۱ میلیارد لګول شوي ډالر دې بېرته راپیدا کړي او د افغانۍ د ثبات د ساتلو لپاره دې له امریکا مرسته وغواړي.

وما علینا الابلاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x