نظــر

د طالبانو نوی زعامت هوښيار او زيرک دی !

ليکوال ـ فکري مبارز

کله چې ملا عبدالغني برادر د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې ( CIA ) او د پاکستان د اسختباراتي ادارې ( ISI ) له لوري په يو لړ ګډو ، پټو عملياتو کې ونيول شو ، ملا اختر محمد منصور چې له ملا عبدالغني برادر سره يو ځای يې د طالبانو رهبري کوله واک په ښه توګه سمبال او له کوم خنډ او ځنډ پرته يې چارې پر مخ روانې کړې.

د ملا محمد عمر مجاهد له وفات څخه وروسته د ملا اختر محمد منصور له لوري په يوازې سر د طالبانو د ټولو چارو سمبالښت او د ملا محمد عمر مجاهد د وفات د خبر پټ ساتل د ملا اختر محمد منصور يوه بله تاريخي لاسته راوړنه بلل کيدای شي.

ځکه که د ملا محمد عمر مجاهد د وفات نيټې ته وګورو ، دا هغه نيټه وه چې امريکايانو پکې له افغانستان څخه د خپلو قواؤ د ايستلو فيصله کړې وه او طالبان هم په ډير پياوړي دريځ کې نه ؤ او نه يې تشکيلات د اوس په شکل منظم ؤ .

که چيرې د طالبانو له نوي مشر څخه هغه مهال د ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر افشاء شوی وای نو شايد امريکايانو د افغانستان په برخه کې په خپله ستراتيژي له سره غور کړی وای او د خپلو قواوو وتل يې ځنډولي وای.

له بلې خوا ملا اختر محمد منصور د خپل مرحوم امير د وفات د خبر په پټ ساتلو سره د مديريت په برخه کې له ځانه د ښې وړتيا يو ثبوت وړاندې کړ او هم مهال يې د نړۍ پياوړي استخبارات له سختې رسوايي سره مخ کړل.

همدغه راز د ملا اختر محمد منصور له لوري په داسې حال کې چې له يوه پلوه د هيواد په ختيځ کې طالبان داعش ته له منسوبو وسلوالو سره په جګړه اخته دي او له بله پلوه پرې د سولې او مذاکراتو په برخه کې سخت فشارونه موجود دي، د ملا محمد عمر مجاهد د وفات اعلانول او بيا دې ته زمينه مساعدول چې د طالبانو د رهبري شوری په اکثريت سره نوی امير وټاکي ، د ده د ښه تدبير او ښې زيرکتيا ښوونه کوي.

د نوي امير په توګه له ټاکل کيدو وروسته د ده له لوري د معاونينو په توګه د مولوي سراج الدين حقاني او شيخ هيبت الله اخنذاده ټاکنه دده د زيرکتيا او هوښيارتيا يوه بله نمونه ده .

ځکه نوموړي په دې انتخاب سره د طالبانو په تشکيلاتو کې له بيلابيلو اړخونو د توازن لحاظ وکړ.

له ټاکل کيدو وروسته له ملا اختر محمد منصور سره د نظامي ، سياسي او اداري جوړښتونو د چارواکو او منسوبينو په بيړه بيعت د هغه محبوبيت يو ښه مثال دی چې دی يې د طالبانو په منځ کې ترې برخمن دی. او دا په ډاګه کوي چې د ده په څير د زعامت لپاره بل وړ شخص به په طالبانو کې په ډير تکليف پيدا شوی ؤ .

له ملا اختر محمد منصور سره د نړيوال جهادي غورځنګ القاعده د امير ډاکټر ايمن الظواهري بيعت هم کومه بې اهميته پيښه نده او نه القاعده او نه د القاعده پلويان داسې خلک دي چې په پټو سترګو د په چا پسې لاړ شي .

د القاعده مشرانو او پلويانو به حتماً له ډيرو سلا مشورو وروسته له ده سره بيعت ترسره کړی وي او له نوموړي سره په دومره بيړه به دوی بيعت ته د دوی په وړاندې د نوموړي هغه له خواخوږۍ نه ډکې پاليسۍ هڅولي وي چې په تيرو څو کلونو کې په ځانګړې توګه د شمالي وزيرستان د سقوط پر مهال يې له دوی سره خپله کړې وه او که چيرې دوی په دې پوره باوري شوي نه وای چې ملا اختر محمد منصور د ملا محمد عمر مجاهد يو باوري مرستيال او د نوموړي رښتونی لاروی دی نو کله به يې هم له ده سره د وفادارۍ اعلان نه وای کړی . او شايد د القاعده د مشرانو او پلويانو د وفادارۍ په راخپلولو کې به د ملا اختر محمد منصور لومړنۍ وينا چې د نوي امير په توګه له ټاکل کيدو وروسته يې د بيعت په يوه غونډه کې خپلو پلويانو ته کړې وه او رسنيو په ډير شد او مد خپره کړه هم ډير تأثير او اغیز کړی وي.

د القاعده د مشر او د نړۍ د نورو جهادي تنظيمونو د بيعت د قبلولو پيغام هم چې د جمعې په ورځ خپور شو د ملا اختر محمد منصور يو بل زړور او له هوښيارتيا څخه ډک اقدام ؤ . ځکه نوموړي د دې پيغام په توسط دا وښودله چې نوموړی د ملا محمد عمر مجاهد رښتونی لاروی او د نړۍ له جهادي تنظيمونو سره اړيکو ته ترجيح ورکوي ، د مبارزې يې مخالف ندی او نه يې هغو فشارونو ته غاړه ايښې چې د نړۍ د مسلمانانو او مجاهدينو سره د اړيکو په برخه کې له بيلابيلو خواوو نه پرې وارديږي.

که له يوې خوا د ملا اختر محمد منصور يادې شوې کړنې د مسلمانانو ، افغانانو او طالبانو په منځ کې نوموړي ته محبوبيت وربښي ، له بلې خوا نوموړی د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د توجه وړ هم ګرځوي او له سختو ، جدي امنيتي خطرو سره يې هم مخ کولای شي.

او که نوموړی د ځان او خپلو نيږدې ملګرو د امنيت په اړه جدي فکر ونکړي او د تير وخت د ژوند ، اوسيدلو ، ګرځيدلو او مديريت په برخه کې خپل معمول بدل نکړي او له نوو شرايطو سره يې برابر نکړي نو شايد د بهرنيو پياوړو استخباراتي سازمانونو له لوري هدف وګرځي.

نوموړي ته پکار ده چې له ډير احتياط څخه کار واخلي او د خپل سلف ملا محمد عمر مجاهد د احتياط په څير احتياط وکړي او په راتلونکي کې هم د تير په څير هوښيار او زيرک و اوسي او دښمنانو ته موکه ورنکړي چې الله مکړه ده ته د تاوان په رسولو يو ځل بيا ټول مسلمانان پريشانه او طالبان په يو بل مصيبت او ازمايښت کې راګير کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولیکوټي

ډیره پر ځای او دوخت سره ناسبه لیکنه ده ، باید اړوند اړخونه ورباندي ښه غور وکړې .

سیاسی شنونکی ډله

ایاتاسو دومره ساده یاست که قصدا دملت په سترګوکې خاورې ورشندئ تاسو داسلامي خلافت ټول بهیر وګورئ چي تقریبا اته سوه کاله یې په نړۍ کې خپله ستره واکمني وچولوله مګر داخبره ډیره دپام وړ ده چي باید دامیرالمؤمنین کور اوکهول ته دومره په سپکه نه وای کتل شوی اوس هغه پټ رازونه ټول څرګند شوي چي څوکله وړاندی دملاعمراخند په کورباندی پشار راوړل شوي او دمنصور واکمنۍ ته په زوره سره پټه خوله پاته شوی وو خو تاریخ به داپریکړه کوی نه تاسو دملاعمر اخند له مړینی وروسته داعیش هم دخلافت اعلان کړی تاسو ولی ورسره ونه منله ددې… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

مبارز صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی څه چه حقایقو وو هغه دی لیکلی ، ځکه درته د مبارز څه چه د امین خطاب کوو . دغه د دجالی شیطانانو ډلی تبصری ته می له حیرانتیا خندا راغله ، چه څومره ګډی وډی یی لیکلی په کار دا ده چه د یونان ، ایتالیا ، باریس واشنګټی ، لندن او برلین د بادارانو کوم مثال یاد کړی مسلمانان به مسلمانانو مه تمثیلوه ، ستاسی استدلال ته ډالری استدلا وایی د هغو ډالرو په مقابل کی یی له مردارو ګیډو کوی ، مسلمانان ستاسی خبرو ته په هیڅ اهیمت قایل… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x