د افغاني سرتیرو بریدونه پر بهرنیانو د امریکا وزیر دفاع اندېښمن کړی

ARLINGTON, VA - AUGUST 14: U.S. Secretary of Defense Leon Panetta (L), and Chairman of the Joint Chiefs of Staff Gen. Martin Dempsey speak to the media during a briefing at the Pentagon, on August 14, 2012 in Arlington, Virginia. Secretary Panetta spoke on various topics including in Syria, Iran and Afghanistan.نن ټکی آسیا: د افغان امنیتي ځواکونو له خوا پر بهرنیانو او امریکایانو ډزي او بریدونه کول، د امریکا واکمنان او په خاصه توګه وزیر دفاع لیون پانیتا اندېښمن کړی دی.

نومړي تیره ورځ وویل چي زه د هغو پيښو په اړه ډېر اندښمن یم، په کومو کي چي د افغاني عسکرو په لاس خپل ملګري امریکایان او د ناټو عسکر وژل کیږي.

نومړي وویل چي دا رنګي بریدونه د بهرنیانو او افغاني ځواکونو تر منځ د تعاون په برخه کې ډیر منفي تاثیر کوي، او هم یې یو پر بل بې اعتباره کوي.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا پانیتا خبریالانو ته په خبري غونډه کي وویل چي دښمن غواړي زمونږ او د افغاني ځواکونو تر منځ د بی اعتبارۍ فضا را منځته کړي،

او له همدې وجي په خاصه توګه ددغو پيښو مسئولیت په غاړه اخلي.

د یادوني وړ ده چي په تیرو څو ورځو کې په پر لپسې توګه د بهرنیانو په ضد د افغاني عسکرو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی، چي وروستی یې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په ودانۍ کې د یوه افغان ضابط شیر علي له خوا تر سره سو، چي په کښي د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا ۳ تنه بهرنیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وه.
خو ایساف د هیڅ مرګ ژوبلي خبر نه وورکړی، البته دومره یې ویلي وه چي ډزي کونکی افغانی ضابط چي د برید په وخت یې ساده جامې په تن وې، د صحنې څخه په بریالیتوب سره ووتی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د