د ملا محمد عمر مجاهد انځور

ریښتينی عمر!

عبدالوکیل صداقت

پر تاسو دې شاباس وي مرحوم قايده، چې تاسو د عمر له نوم سره پوره انصاف وکړ، تاسو د سیدنا عمر بن الخطاب رض عدالت ته ورته عدالت وکړ، تاسو د سیدنا عمر رضی الله په شان د بیت المال خیال وساته او په خپلو اولادونو مو مصرف نکړ؛ خو په جهاد او فلاحي کارونو کې مو بخل هم نه کاوه.

تاسو د سیدنا عمر په څېر د اسلام دا پریوتی بیرغ دوباره هسک کړ او د نړۍ مظلومو مسلمانانو ته مو د ازاد ژوند تېرولو درس وښود.

تاسو د سیدنا عمر په څېر د کفر او الحاد په مخ کې لکه فولادي دېوال ودریدئ او سر مو ورته ټیټ نه کړ، تاسو عمري اخلاق او عمري غیرت پیژندلی و، نوځکه خو د وخت د لوی متکبر بوش وعده مو شاته وغورځوله او یو الله ته مو سر ښکته کړ!

اوس ځکه خلک تا یادوې او ویاړ درباندې کوي، ستا په مرگ یې زړونه له ژونده تور دي ، ستا په فراق يې اوښکې ……….اه………اوښکې نه ودرېږي.

نه پوهېږم غم دې ولې ورځ تر بلې لکه د غره په شان په اوږو راباریږي.

د یوه افغان لپاره د چا په مړینه اوښکې تویول عجیبه خبره ده، ځکه دلته داسې ورځ نشته چې بمبار نه وي، مرگونه نه وي، د تنکیو ماشومانو او بې گناه سرتورو مظلومانه شهادتونه او نورې ناخوالې نه وي؛ خو ستا مرگ ولې دومره ژور خفگان لري؟
ستا له اسلام سره بې دریغه مینې او په اسلام بې مثاله غیرت دی، چې ستا غم حد نه لري او نه ورنه مسلمان خلاصیدی شي!

ستا په مدحه کې دنیوي امتیاز نشته او ستا نوم اخېستل او تائید هماغسې جرم دی، لکه څنگه چې ستا په ژوند وو.دکفر گوډاگیانو دې د فاتحو په غونډو هم بندیز لگولی دی.

خو ستا مینه وال بیا ددې پروا نه کوي.ستا د کلک ایمان او فولادي عزم په خاطر گوتې ستړي شوي، خو ستا حق لانه دی اداء شوی.ستا ولس د ملي امنیت او زندان له ویرې پرته په ټول هېواد کې ختمونه کوي او دعاوې درته کوي، ستا ټولو ملگرو ستا په لاره دتللو عزم تازه کړ او د شریعت د نفاذ هوډ یې کړی،ته مه خفه کېږه!!!

ستا قوي اراده او شرعي موقف هماغسې تاند دی او ددې له پاره په زرگونو ځوانان قربانۍ ورکولو ته تیار ناست دي. تابه ویل چې امریکا دې خپل کار کوي او موږ به خپل .اوس هم هماغه خبر ده او اوس به هم هغوی خپل کار کوي او موږ خپل!تا چې به ویل توکل محض پکار دی!

ستا خبره د کاڼي کرښه ده او چې توکل محض نه وي، ددې نړیوال کفر پر وړاندې ودریدل امکان نه درلود.تاسو وښوده چې اسباب، وسلې او افراد د توکل او کلک ایمان پر وړاندې بې وسه دي!

تا ویلي وو، چې په موږ د انگرېزانو، ظاهرشاه او امریکایانو دملتیا تورونه ولگیدل، خو وخت ټول غلط ثابت کړل او دپاکستان د غلامۍ تور به هم یوه ورځ درواغ ثابت شي.

هو تاسو رښتیا ویلي و. نن ثابته شوه چې تاپه 14کالو کې هر نوع تکلیف وگاله؛ خو د پاکستان خاورې ته داخل نه شوئ او ستا د لارې ملگرو د دې هېواد په زندانونو کې ژوند دلاسه ورکړ .تاچې به ویل دښمني او دوستي مې یوازې دالله لپاره ده او بس!
خپله خبره باندې د مرگ تر ورځې ولاړ وئ.اسامه او ملگرو سره مو دوستي په لوړه بیه وپالله او د کفرغلامانو سره مو دښمني همدارنگه وپالله!ماته په دې اړه یوه کیسه رایاده شوه.

کله چې امریکا یرغل وکړ او د قیامت صغری په شکل هر سړي د ځان ساتلو په لټه کی و او دمقاومت اولې ورځې وې او دافرادو اشد ضرورت وو.

نو اکبراغا چې پخوانی مشهور قمندان و او دامارت په وخت کې د مرحوم ملاصیب د ځینو خودسریو په وجه ممنوع الوظیفه ګرځولی و. هغوی هم د جیش المسلمين په نوم عملیات شروع کړه او رسنیو کې مشهور شو.

نو یوڅه وخت وروسته مې اغا صیب ولید او راته یی ویل چې ((ملا صاب هم عجیبه سړی دی. ماورته خبر ورولېږه، راځه چې نور په شریکه مقاومت پیل کړو؛ خو ده راته په ځواب کې غږېز پیغام راولېږه ،چې زما هماغه پخوانی موقف دی او له دې سختو شپو کې به مې هم دوست ــ دوست او دښمن ــ دښمن وي))مانا د اصولو په سر اختلاف او دوستي کې قاطع و. نن گورو چې ستا مخالفت بې څه نه و. هغه جناب اسارت او شکنجې ونه زغملې او اوس د اشغال له ادرسه سوله بدناموي؛ خوتاسو دا دروند بار تر اخره وزغامه.

زړوه ور قایده!

ستا له وفات نه وروسته هم ستا ځینې متزلزل ملگري، چی ته یې په ژوند وار وار زورولی وې او اطاعت یې نه کاوه ،یو وار بیا راټول شوي او دا ورته یوه زرینه موکه ښکاري.

هغوی چې د طالب له نومه بیزاره ول او دا 14کاله یی یوازې تجارت ته ملا تړلې وه، نن له غربي رسنیو سره د قیادي شورا په نوم په ډاډه زړه مرکې کوي او ستا د وراثت دعوه کوي.دوی گرېوان ته سرنه ټیټوي، چې ولې مو په ژوند لیار ترې جدا کوله؟ولې مو د ټولې دنیا کفري لښکر ته یوازې پرېښود او ولې مو په سخته ورځ دده اطاعت نه کاوه، چې نن ستا د وراثت لپاره لکه د مگرمچ اوښکې تویوي.

قدرمن رهبره! ستا عظمت، کارنامې او ویاړونه دومره زیات دي، چې قلم یې له لیکلو عاجز دی، خو بیا هم باید ولیکل شي، چې ستاسو په شان د دنیوي ژوند نه بې نیازه شاهان له پېړیو وروسته یو پیدا کېږي.
الله مو هغه دنیا ښایسته لره او الله دی قبر د جنت باغچه وگرځوه.

یاد مو تل پاتې اوسه!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د