نادري ناولده

کاستاریکا: پولیسو د مخدره موادو قاچاقبره کوتره نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ‍۲۴مه، ۱۳۹۴ل): د مرکزي امریکا په کاستاریکا هیواد کې پولیسو د مخدره موادو د قاچاق یوه هیښوونکې هڅه شنډه کړې.

د «لاریفوما» زندان پولیس وروسته له هغه په یوې کوترې شکمن شول چې په سینه یې نامعلومه غوټه تړل شوې وه او د زندان په دیواله ناسته وه.

د زندان ساتونکو پولیسو مشکوکه کوتره ونیوله او له پلټنې وروسته یې ورسره ۱۴ ګرامه کوکایین او ۱۴ ګرامه چرس پیدا کړل چې ارزښت یې ۲۸۰ ډالر اټکل شوی.

پولیسو د نیول شوې کوترې انځورونه خپاره کړي. په انځورونو کې یوه تور رنګه کوتره لیدل کیږي چې په کوچنیو پلاستیکي کڅوړو کې مخدره توکي یې په سینه تړل شوي.

د زندان ساتونکي وايي چې یو تن بندي له ډیره وخته د کوترو ساتنه او پالنه کوي او ګومان کیږي چې نوموړي دغې کوترې ته د قاچاق روزنه ورکړې وي.

پولیسو نیول شوې کوتره د ښار ژوبڼ ته لیږدولې او په ځانګړې قفص کې اچولې.

دا لومړی ځل نه دی چې له کوترو څخه د زندان بندیانو ته د مخدره توکو په قاچاقي لیږد کې استفاده کیږي؛ له دې وړاندې په ۲۰۱۳ کال په ارجنټاین او په ۲۰۱۱ کال په کولمبیا کې هم کوترو په قاچاقي توګه د زندان بندیانو ته مخدره مواد لیږدولي دي. همدا راز د مخدره موادو په قاچاق کې له پیشوګانو څخه د استفادې راپورونه هم ورکړل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x