نړۍ

حامد کرزي عمره ادا کړه، او پاچا عبد الله وویل چي د مسلمانانو قوت په اتحاد کي دی

حامد کرزي عمره ادا کړه، او پاچا عبد الله وویل چي مسلمانان باید متحده سينن ټکی آسیا: د سعودي پاچا عبد الله بن عبد العزیز تیره ورځ د مؤتمري اسلامي په استثنايي غونډه کې په خپلي افتتاحي وینا کي وویل چي د اسلامي نړئ باید خپل منځي اختلافات او فتنې تر شا وغورځوي، او یو بل ته د ورورولی او اتحاد لاسونه سره ورکړي.

نومړي په نړئ کي د مسلمانانو په ضد چي څه کیږي، د هغو ټولو سبب د مسلمانانو بېلوالۍ وباله. هغه د سوریا، بورما، او فلسطین په خاصه توګه ذکر وکړ

باید وویل شي چي تیره ورځ د سعودي په دعوت په مکه مکرمه کې د اسلامي نړئ د مشرانو کانفرانس را وبلل سو، چي په کښي د ګډون لپاره د ګڼ شمېرو اسلامي هیوادونو مشرانو ګډون کړی. او ټاکل شوې وه چي د سوریا، فلسطین او د بورما د مسلمانانو په اړه به په کښي خبري کیږي.

د افغانستان رئیس جمهور حامد کرزی هم دې غونډي ته د ګډون لپاره تللی.

د افغانستان د رئاست جمهوري څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چي حامد کرزی د عمرې ادا کولو لپاره کعبې شریفي ولاړ، او هلته یې عمره ادا کړه، د افغانستان او ټول امت د سوکالي او نیکمرغي لپاره یې دعاوي وکړي.

http://president.gov.af/Content/images/01_umra_c.jpg

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x