نړۍ

د روم سمندرګي کې د ناقانونه کډوالو بېړۍ چپه کېدو له امله څلوېښت تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د ايټاليا سمندري پوځيان وايي، چې د روم سمندرګي کې د ناقانونه کډوالو بېړۍ د چپه کېدو له امله لسګونو کډوال ډوب شوي او تر اوسه يې د څلوېښتو تنو مړي راوېستلي دي.

د چارواکو په وينا په دغه بېړۍ کې لږ تر لږه ۳۲۰ تنه سپاره و او ډېری مساپر يې ژغورلي دي.

مرستندويه ډلې وايي، چې د وژل شوو کسانو مړي د بېړۍ له لاندې برخې تر لاسه شوي او کېدای شي دا د بېړۍ د ماشين د تودوښې او تنفس بندېدو له امله مړه شوي وي.

د ايټاليا سمندري ځواکونه وايي، چې د لومړنيو معلوماتو له مخې د مساپرو دغې بېړۍ ته اوبه ننوتي او د ليبيا له ساحله تقريبا دېرش کيلوميټره لرې د ايټاليا لامپيدوسا جزيرې کې ليدل شوې ده.

د ايټاليا کورنيو چارو وزير وايي، چې د بېړۍ ډېری مساپر ژغورل شوي او د پاتې کسانو د ژغورنې هڅې هم روانې دي.

د ايټالوي چارواکو په وينا نړيوال بايد د ليبيا ستونزه ژر تر ژره حل کړي؛ ځکه چې ليبيا کې د کورنيو جګړو او قانوني دولت د نه شتون له امله د ليبيا سمندري سرحدونه خوندي نه دي او د نړۍ ډېر ناقانونه کډوال له دې لارې اروپا ته سفرونه کوي.

اروپايي چارواکوي وايي، چې تېر کال راهيسې نږدې ۲۵۰۰ ناقانونه کډوال د ليبيا سمندر له لوري اروپا ته داخل شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې هر کال د نورې نړۍ د ناقانونه کډوالو تر څنګ زرګونو افغانان هم له ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته د تلو هڅه کوي او سلګونو افغان ځوانانو په دغه لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په نړيوال بشري قانون کې د دغه ډول مساپرو لېږدونکي انساني قاچاقبران بلل کيږي، مګر افغانستان، پاکستان او د نړۍ نورو وروسته پاتې هېوادونو کې د انساني قاچاق کاروبار ښه په درز کې روان دی او ډېری لوړپوړي چارواکي په کې لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x