ورزش

سریلانکا د هندوستان لوبډلې ته په ۶۳ منډو ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د سریلانکا او هندوستان تر منځ لومړۍ ټیسټ لوبه د سریلانکا په بریا پای ته ورسیده. سریلانکا دغې لوبې کې هندوستان ته په ۶۳ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د سریلانکا لوبډلې وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سریلانکا لوبډلې توپ وهوونکو لومړی وار توپ وهنې کې ښه ونه ځلیدل.

سریلانکا خپل لومړی وار توپ وهنې کې د متیوز او چندیمال غوره توپ وهنې په مرسته په ۴۹.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

لومړی وار توپ وهنې کې متیوز په ۹۲ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۴ او چندیمال په ۷۷ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۹ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره اشوین تر ټولو غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه. اشوین خپل ۱۳.۴ اورونو کې یوازې ۴۶ منډو ورکولو سره شپږ ویکټې واخیستې.

هندوستان خپل لومړی وار توپ وهنې کې د دون او کولي غوره توپ وهنې په مرسته په ۱۱۷.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۷۵ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لپاره لومړی وار توپ وهنې کې دون په ۲۷۱ توپونو د دیارلسو څلوریزو په مرسته ۱۳۴، کولي په ۱۹۱ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۱۰۳ او ساها په ۱۲۰ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۰ منډې جوړې کړې.

د سریلانکا لپاره لومړی وار توپ اچونې کې کاوشال تر ټولو بریالی توپ اچوونکی ثابت شو. نوموړی خپل ۳۲.۴ اورونو کې ۱۳۴ منډو ورکولو سره پنځه ویکټې واخیستې.

سریلانکا خپل دوهم وار توپ وهنې کې د چندیمال غوره توپ وهنې په مرسته په ۸۲.۲ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۶۷ منډې جوړې کړې او هندوستان ته يي د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه.

دوهم وار توپ وهنې کې د سریلانکا لپاره مبارک ۴۹، تریمانې ۴۴، سنګکارا ۴۰ او متیوز ۳۹ منډې جوړې کړې. چندیمال دوهم وار توپ وهنې کې په ۱۶۹ توپونو د ۱۹ څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۶۲ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

هندوستان لپاره دوهم وار توپ اچونې کې اشوین او میشرا غوره توپ اچونه وکړه. اشوین خپل ۲۸.۲ اورونو کې ۱۱۴ منډې ورکولو سره څلور او میشرا خپل ۱۷ اورونو کې ۶۱ منډو ورکولو سره درې ویکټې ترلاسه کړې.

هندوستان خپل دوهم وار توپ وهنه د ۱۷۶ کوچنی هدف په تعقیب پیل کړ خو د هیرات او کاوشال توپ اچونې په وړاندې پاتې راغلل او دغه لوبه کې يي ماتې وخوړه.

هندوستان خپل دوهم وار توپ وهنې کې په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د رهانې غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې رهانې په ۷۶ توپونو کې د څلورو څلوریزو په مرسته ۳۶ منډو جوړولو سره د هندوستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

د سریلانکا لپاره دوهم وار توپ اچونې کې هیرات حیرانوونکې توپ اچونه وکړه. دوهم وار توپ اچونې کې هیرات خپل ۲۱ اورونو کې یوازې ۴۸ منډو ورکولو سره ۷ او کاوشال خپل ۱۷.۵ اورونو کې ۴۷ منډو ورکولو سره درې ویکټې واخیستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x