
تاريخ مهم دی! «۱»
لطف الله خيرخوا
ابراهيم عليه السلام په خپل ژوند کې څه تورونو سره مخ شو. پلار ته يې وويل: پلار جانه دا ته، چې د څه عبادت کوې، نه اوري، نه ويني، نه خوري، څه خير به درورسولی شي؟ څه شر به درنه دفع کړی شي؟ پلار يې ورته غصه شو، چې ښه، ته خو لکه زما عقيدې نه منکر يې؟ نه يې منې؟ ځه ګنې سنګساروم دې. ځه جلا شه رانه!
ابراهيم عليه السلام سره له خپلې بي بي هجرت ته اړ شو. الله جل جلاله د ده د يوازېتوب بدل کې پېغمبران بچي ورکړل او د ابراهيم عليه السلام دعا يې قبوله کړه، چې د پلار د تورونو د ځور له امله يې کړې وه. پروردګاره پلار تورن کړم او هجرت ته يې کړم، خو : {وَاجْعَلْ لِي لِسَانَ صِدْقٍ فِي الْآخِرِينَ}. پروردګاره د وروستنيو خلکو په ژبه مې ستاينې وپنځوه.
الله جل جلاله يې په سورتِ شعراء کې د دعاء د قبوليت په اړه وايي : {وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِيًّا}. په ټولو امتونو کې مې د دوی په اړه لوړې ستاينې وپنځولې. د ابراهيم عليه السلام د دعاء اسانه تعبير پښتو کې دا دی، چې : څښتنه تاريخ مې خراب مه کړې، د تاريخ پاڼې مې زرينې کړې!
تاريخ ډېر مهم دی، ځکه چې اصل قضاوت وروسته کيږي. ټولې خبرې روښانه وي. د معلومې قضيې په اړه ټوله کيسه مکمله وي. موږ په تاريخ کې همداسې مثالونه لرو، چې د موضوع د جريان پر مهال يو چا سره ظلم شوی وي، تورن وي، مګر تاريخ يې سپين راوباسي. همداسې يو څوک په خپل وخت کې ځان سپين کړي، مګر تاريخ يې تورن کړي او د تاريخ تور ډېر بد دی.
په اموي تاريخ کې دوه مشهور مجاهدين تېر شوي. يو مهلب بن ابي صفره د خراسان والي او بل موسی بن نصير د اروپا او افريقا د غاړو د جګړو قومندان. دا دواړه د امويانو ډېر مهم قومندانان وو. د مهلب ستره کارنامه دا وه، چې خوارج يې څملول او خراسان خوا ته يې سخت فتوحات وکړل. موسی بيا امويان اروپا او افريقا ته ننويستل.
دواړو بې ساري کارنامې وکړې، مګر د وخت خلکو پر دوی سخت تورونه ولګول. دواړه يې داسې بدنام کړل، چې د دوی د شان ډېر سپکاوی پرې وشو. دوی هغه وخت داسې لار غوره کړه، چې تاريخ ته سپين پاتې شول. نن تاريخ هغه خلک ګرم بولي، چې دوی يې وځورول.
په مهلب باندې حجاج د بې وفايۍ تور ولګاوه، چې دی ګوندې عبدالملک سره وفادار نه دی. د دې تور يوه وجه دا وه، چې مهلب د خپل خلافت په طرفدارۍ عبدالله بن زبير رضي الله عنه سره جګړه ونه کړه. چورلټ انکار يې وکړ. حجاج د ابن زبير رضي الله عنه د جګړې سخت پلوی و او تل يې دا کوښښ کاوه، چې په دا ډول جګړو ځان عبدالملک ته نږدې کړي. حجاج خپلې ټولې ناوړه کړنې د دې وفاء په رنګ پوښلې وې او داسې ککرۍ يې تر دې وفادارۍ ځار کړې، چې همغه مهال ورته د مسيحا په ډول اړتيا وه.
مهلب يې داسې ځايونو ته مخامخ کړ، چې له منځه لاړ شي، خو مهلب، چې د ميدان او کار سړی و، د ټولو سختيو او خنډونو تر منځه روغ رمټ او يرغه يرغه ووت. دلته مهمه او زموږ خبره دا ده، چې مهلب سره له دې بې عدالتۍ هيڅ داسې کار ونه کړ، چې تاريخ ته تورن شي. د خلافت او خبرې يووالی يې ټوټې نه کړ، ګنې ظلم ورسره شوی و او بې درېغه ظلم!
د مهلب په څېر يو کس، چې په ابن الاشعث مشهور دی. عالم هم و، مګر د بې عدالتيو نتيجه کې د خلافت پر ضد د مسلح پاڅون مرتکب شو. ځينې مشران علماء هم ورسره ول. دلايل يې هم درلودل، خو نن يې تاريخ دا کار په «فتنة ابن الاشعث» پېژني. هغه خلک خطاوتي بولي، چې د عبدالملک پر ضد يې دې پاڅون کې ګډون کړی و.
د دوه مخورو مشهورو تابعي علماو حسن بصري او مسلم بن يسار رحمهما الله په اړه د تاريخ قضاوت ووينئ. وايي دواړه جليل القدر علماء دي، مګر مسلم د ابن الاشعث فتنه کې ټپ سيوری شو او حسن په کې سرلوړی پاتې شو، ځکه چې مسلم د مخالفينو ډله کې و!
سړی فکر کوي، چې ولې تاريخ دا قضاوت کوي؟ ځواب يو راوځي، چې مهلب سره له ټولو بې عدالتيو هغه نظام ونه چېړه، چې نه يې خپله ورته نظام قايمولی شو، نه يې کوم بديل درلود. هغه مهال به هغه له حجاج او عبدالملکه غچ اخيستی وی، خو د نظام د خلا په لامل، چې بې شمېره حقوق غصبېدل، ګناه به يې د چا پر غاړه وه؟ هغه طرف، چې اقلا د يو حق پوښتنه کولی شي، له منځه لاړ شي، بيا به چا ته به رجوع کيږي؟ او له چا تمه؟
مهلب دا نه، چې مخالف نه شو، بلکې په تمام قوت يې د نظام دننه ځان وساته او په خپلو صلاحيتونو يې ځان پر عبدالملک ومانه. د خراسان والي شو او مخکې لاړ. نن په تاريخ کې هغه يو فاتح دی، د ميدان او سختو ورځو سړی بلل کيږي.
دوهم سړی موسی بن نصير دی، چې مازې د «ولي العهد» د يوه خواهش په نه پوره کولو داسې تورن شو، چې ان تر زندان او شکنجو ورسېد. هغه فاتح، چې اروپايانو يې د اسونو له ګرده ماتې خوړله، په داسې تور محبس ته ولوېد، چې خاکروبان به يې هم له غمه زاره چاودي شي. سليمان پر ده، د غلا، اختلاس او خيانت تور پورې کړ، چې د قومندانۍ پر مهال دې بيت المال سره بې احتياطي کړې.
دی په ډېره بې رحمۍ زنداني کړی شو، مګر د همدې ظالم خليفه پر ضد يې له هر ډول اقدامه ډډه وکړه. يو څوک، چې په پرديو واکمنيو کې خپل خلافت ته د سرلوړۍ تمغې راوړي، ځان نه شي ګټلی؟ اقلا داسې فضاء نه شي رامنځته کولی، چې نظام ته سر خوږی وي؟
دا چې موسی د تاريخ شخصيت و. د يو غښتلي قومندان په څېر يې هغه عواقب سنجول، چې د ده د مخالفت پايله کې به ورسره دی، د ده لاروي او مقابل لوری مخ کيږي. پر ځان پښه ږدي، هيڅ بې ځايه حرکت نه کوي او هغې قضاوت ته ځان پرېږدي، چې نه به دی وي، نه سليمان، نه اموي خلافت، خو خلک به يې سپينوي او پر هغه چا به تور پورې وي، چې دی، يې کړولی او ځورولی.
نن تاريخ دا نه وايي، چې موسی بن نصير غل و، خاين و، اختلاس يې کړی و، ځکه زنداني شو، بلکې تاريخ وايي، چې سليمان ولي العهد ورته وويل تر هغې دمشق ته مه راځه، چې وليد خليفه مړ شي او زه په ګدۍ کېنم، زما له ناستې وروسته د يو مشهور غښتلي فاتح، اتل او پياوړي قومندان په څېر راشه، چې زما د واک لومړۍ شېبې ستا په راتګ رنګينې شي، خلک مې د يو داسې خليفه په توګه ومني، چې ستا په څېر قومندانان يې په دومره بيړه او تلوسه ليده غواړي!!
موسی د وخت خليفه وليد راغوښتی و، کوښښ يې کاوه، چې ځان ورته راورسوي، خو هغه وفات شوی و او له بده مرغه د نوي خليفه سليمان هغه رحم وکرم ته پاتې شو، چې هيڅ تمه يې نه کېده.
نور بيا
خير خوا صيب توفيق درته غوارم خكلي سلسلة دي شرو كره, الله دي خير كري جي خبره به به جا راتاو كري….
محترم مشره الله دې په علم او عمر دواړو کې برکت واچوه، ګټورو ليکنو ته دې سترګې په لار يو
له خیر خواه صاحب نه یو جهان مننه !
او زه یو غوښنه لرم هغه دا چی :
محترم خیر خواه صاحب د سخت او مشکل اصطلاحات او لغاتونه د استعمال پرځای
ساده او آسان الفاظ وکاروی چی لوستونکو ته مشکل پیدا نشی …
…