یوازې په څو افغانیو د سرطان په څير مهلکې ناروغۍ مخه ونیسئ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمری ۲۵مه ۱۳۹۴ل): زرد چوبه یا کورکمن (Turmeric) په ځینو هیوادونو کې د پخلنځی مهمه برخه ګڼل کیږي خو ډیر لږ خلک د دغې خواړه له روغتیايي ګټو خبر دي. زرد چوبه په بدن کې د سرطان په څیر مهلکې ناروغۍ په وړاندې مقاومت کوي او سرطاني حجرات ځان وژنې ته اړ کوي.

زرد چوبه د روغتیا لپاره ډیر زیات اړین دی ځکه چې دغه خواړه په بدن کې د کیمیاوي موادو او یا هم له حجراتو څخه وتوونکي اضافي مواد کوم چې د انسان په روغتیا ناوړه اغیز کوي په وړاندې مقاومت کوي او د زیان مخه يي نیسي.

کورکمن خپل طبیعي خواصو له امله په بدن کې د ناروغۍ په وړاندې د دفاع دنده په غاړه اخلي. په ځانګړی ډول د ټپونو په وړاندې مدافعت کولو سره دغه خواړه د سرطان ناروغۍ مخه نیسي او هغه سرطاني حجرات چې د کورکمن په وړاندې جګړه کوي په خپله له منځه ځي.

په ابتدايي ډول کله چې د سرطان میکروب بدن ته داخلیږي نو په بدن کې شته کورکمن خپل دفاعي وړتیا په مرسته دغه میکروب له منځه وړي. د سرطان میکروب هغه مهال په بدن کې خپریږي چې په بدن کې د کورکمن اندازه له ځانګړې اندازې څخه کمه وي.

پخوانیو میرمنو د ډوډۍ پخولو پر مهال کورکمن استعمالول او په دې ډول د سرطان ناروغۍ له خپریدو څخه يي مخنیوی کوله خو په اوسنیو وختونو کې د خواړه طریقو کې بدلون له امله کورکمن نه استعمالیږي چې له همدې امله سرطان ناروغۍ هم عامه شوې.

اوس په نړۍ کې د سرطان عام ډولونه د سږو سرطان، د سینې سرطان، د غټو کولمو سرطان او ځینې نور دي چې د دې ټولو لپاره کورکمن ډیر زیات ګټور دی.

د امریکا په نسبت په هندوستان، بنګله دیش او پاکستان کې د سرطان ناروغۍ لس چنده لږه ده ځکه چې دغو هیوادونو کې کورکمن په زیاته اندازه په خوړو کې استعمالیږي.

کورکمن بدن ته له داخلیدو وروسته د انټي بایوټیک (Anti-Biotic) رول لوبوي او همداراز د سرطان زهري خواصو په له منځه وړلو کې له اندازې زیاته مرسته کوي.

کورکمن خپل د خوړو اړینه برخه وګرځوئ او په دې ډول د بې شمیرو ناروغیو مخه ونیسئ. د کورکمن له استعمال سره د انسان بدن کولی شي د زیات شمیر ناروغیو درملنه په خپله وکړي او ډاکټر ته د تلو اړتیا به نه پیدا کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
یونس
میلمه
یونس

سلامونه محترمو ! زه دبرنجي ناروغي لرم.او له خوشبیي شیانو سره حساسیت لرم.کله یې چې راباندې بوی ولګیږي نو دنزلې په ناروغۍ اخته شم .اوهم ورسره پرنجی راشي .دپوزې څخه مې اوبه روانې وي.ددې ناروغۍ علت او دوا راته ښودلی شئ؟
او که چيرې مو کومه دوا راته وښودله زه یې واخلم.
مننه