نړۍ

د پنجاب کورنيو چارو وزير پر مېلمستون سرتيری بريد وشو

نن ټکی اسیا (يکشنبه، زمري ۲۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزير متقاعد ډګروال شجاع خانزاده پر کور سرتېری بريد وشو.

د ايالتي وزير کور د پنجاب په اټک ولسوالۍ کې دی او د چاودنې له امله د مېلمستون د ودانۍ ډېره برخه نړېدلې ده.

ځايي پوليس چارواکي وايي، چې چاودنه کې د ډګروال شجاع خانزاده په ګډون لسګونو کسان د نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي.
د اټک پوليسو لوړپوړی افسر راجه سلطان رسنيو ته وويل، چې دا چاودنه په داسې حال کې وشوه، چې د ايالتي وزير په مېلمستون کې ګڼ شمېر خلک راټول وو.

د راجه سلطان په وينا په دغه سرتيري بريد کې د پوليسو ډي ايس پي په ګډون يو شمېر امنيتي چارواکي هم د نړېدلې ودانۍ لاندې بند پاتې دي.

لومړني راپورونه وايي، چې په دغه چاودنه کې تر اوسه د څلورو تنو مړي راوېستل شوي او مرستندويه ډلې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

داسې ويل کيږي، چې کېدای شي، د پنجاب ايالت د کورنيو چارو وزير شجاع خانزاده هم د نړېدلې ودانۍ لاندې مړ شوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x