د نن سرلیکنه

د با اهمیته پلاوي بي اهمیته سفر

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: په کابل کې تر وروستیو مسلسلو چاودنو او بریدونو وروسته د ګډ حکومت مشر ښاغلي اشرف غني له ځان څخه د مسؤلیت اړولو او ولس تیر ایستلو په غرض د بهرنیو چارو د وزیر صلاح الدین په مشرۍ یو با اهمیته پلاوی اسلام آباد ته ولیږو.

په دې پلاوي کې چې د دفاع وزارت متنازع فیه سرپرست ښاغلی معصوم ستانیکزی او د ملي امنیت لوي رئیس رحمت الله نبیل هم شامل ول د پنجشنبي په ورځ اسلام آباد ته ولاړی او هلته له څو ساعته تم کیدو وروسته دستي بیرته کابل ته راستون شو.

که څه هم چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان پلاوي د پاکستان له ملکي او پوځي لوړو پوړو چارواکو سره ولیدل خو پاکستانيو رسنیو بیا د دې اعلامیې پر عکس اسلام آبادته دیاد پلاوي په سفر هیڅ ځان خبر نه کړ او حتی په ټولنيزو شبکو او ځينو رسنيو کې داسي رپوټونه هم راغلل چې پاکستاني پوځي مشرانو له افغان پلاوي سره له ليدلو ډډه وکړه او نه يي غوښتل ورسره وویني.

اصلي خبره دا ده چې که افغان پلاوی له پاکستاني ملکي چارواکو سره وګوري او که دهغوی له پوځي چارواکو سره ایا دا لیده کاته زمونږ قضیې ته څه ګټه رسولای شي؟

داچې مونږ په خپل هیواد کې د امریکا او ناټو د ځواکونو په لاس مجهز شوی اردو لرو ، فعال استخباراتي او کشفي ارګانونه لرو بیا دیته څه اړتیا لیدل کیږي چې مونږ له هرې امنیتي پیښې وروسته اسلام آبادته پوځي او امنیتي پلاوی ولیږو.

همدا راز کابل له واشنګټن سره امنیتي تړون امضاء کړی که چیري په یاد تړون کې د افغانستان د امنیت او دفاع په اړه څه وي ولي استفاده نه تري کیږي او که نه وي بیا د دې تړون ګټه څه ده ؟

په هیواد کې د امنیتي پیښو د زیاتوالي په صورت کې اسلام آباد ته د پلاوي لیږل څه امنیتي او سیاسي توجیه لري؟

کوم امتیازات نه ول چې دګډ حکومت مشر له تیرو لسو میاشتو راهیسي اسلام آباد ته ورنکړل؟

ایا د خپلې قضیې ټول واک يي هغوی ته ونه سپاره ؟

ایا د خپل هیواد او ولس د منافعو خلاف یې ورسره استخباراتي تفاهمنامه لاسلیک نه کړه ؟

خو د دې باوجود پاکستاني چارواکي بالمقابل ورته په دومره بي اهمیته سترګه ګوري چې د خارجه ، دفاع او امنیت وزیرانو له لوړ رتبه پلاوي سره د عادي کتلو تکلیف هم ځانته نه ورکوي.

له دې څخه ښکاري چې دهیواد د اهمو قضایاوو په اړه د ارګ دحاکمو چارواکو پریکړې او فیصلې همداسې بي اهمیته او ناموجهې فیصلې دي چې نه د افغانانو کوم درد دوا کولای شي او حتی نه د دوی سیاسي اود یپلوماتیک وجاهت خوندي کولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x