افغانستان

خبريالان هم د حکومت پر ژمنو نه عمل ګیله من کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): په کابل کې د خبريالانو د خوندیتوب کمېټو غړي پر دې ګیله من دي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله پر مشرۍ حکومت يې پر ورسره کړو ژمنو خولې پټې کړې دي.

د خبريالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې جمهور رییس اشرف غني او اجرايیه رییس عبدالله عبدالله د رسنیزو هڅو د ګړندیتوب او د خبريالانو د خوندیتوب په برخه کې لیکلې ژمنې ورکړې، خو تر اوسه يې د یوې د عملې کېدو هم څرک نه دی لګیدلی.

په کابل کې د خبريالانو د خوندیتوب د کمېټې له لوري په جوړه شوې ناسته کې د دې کمېټې مشر نجیب شریفي پر دې خواشيني څرګنده کړه چې د ملي وحدت حکومت په تېرو نږدې لسو میاشتو کې د یو خبریال د ځورولو، ګواښلو او ان وژلو دوسیه نه ده څېړل شوې.

د شریفي په وینا له دوی سره شوې ژمنې د کاغذ پر مخ پاتې دي، چې په وینا يې اجراييه رییس ورسره مخامخ د بیان د ازادۍ، خبریالانو د ملاتړ او ارام چاپیریال د برابرولو ژمنې کړې دي.

د خبریالانو په وینا د ګډ حکومت په تېره موده کې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه او ستونزې د کمښت پر ځای ډېرې شوې دي، چې ډېری يې د دولتي زورواکو له لوري وي.

تر دې وړاندې د روان کال د غويي پر پنځمه د « رسنۍ او د بدلون لسیزه » تر نوم لاندې جوړه شوې غونډه کې اجراييه رییس ومنله چې دولت يې له خبريالایانو سره «وحشي» چلند کوي.

د غويي په دیارلسمه چې د می له درېیمې سره سمون خوري په مطبوعاتي ناسته کې د « نی » له لوري نږدې پنځوس سلنه خبريالان له دولته سرټکوونکي وښودل شول.

د هغې سروې پر اساس چې د نی «د افغانستان د خپلواکو رسنیو ملاتړ کوونکې اداره» او یونیسکو له لوري په پلازمېنه کابل، کندهار، ننګرهار او بلخ کې ترسره شوې وه، پکې ۴۷،۵ سلنه خبريالانو له دولته شکايت کړی او ويلي يې دي چې ورسره توند تاوتریخوالی شوی دی.

ياده دې وي د ګډ حکومت په دوه پړاوي ټاکنو کې رسنیو له دولت سره د کلک ملاتړ له امله ولسي باور ته سخت زیان ورساوه، چې په پایله کې يې د وسله والو طالبانو له لوري هم ځينې رسنۍ پر یو اړخیز پالنې تورنې او ورته ګوتڅنډنه وشوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x