ټولنیزه برخه

فیډل کاسټرو «Fidel Castro»

محمد عالم

فیډل کاسټرو د کیوبا د انقلاب لیډر او د ۲۰۰۸-۱۹۷۶ میلادي کالونو پورې د کیوبا رئیس جمهور وه.

په ۱۹۲۶ کال په کیوبا کې زیږیدلی. زده کړې ېې په هاوانا پوهنتون کې تر سره کړي. د ده په وخت کې د کیوبا د حکومت واګې د بټیسټا ( چې د امریکا یو متحد دیکتاتور وه) په لاس وې. په ۱۹۴۰ کالونو کې ېې د حکومت د راپرځولو لپاره خپله مبارزه (انقلاب) پیل کړ. په ۱۹۵۳ کال کې کاسټرو د خپلو ۱۵۰ ملګرو سره په پټیسټا حمله وکړه، حمله ېې ناکامه او کاسټرو په ۱۵ کاله په بند محکوم شو. دوه کاله وروسته یعنې په ۱۹۵۵ کال کې د پټیسټا سره د یو تفاهم په اساس له بنده را خلاص او میکسیکو ته ولاړ. هلته ېې د چيګواره سره ولیدل، او د پټیسټا د حکومت په خلاف ېې د چریکې جنګونو (guerrilla warfare) پالیسي غوره کړه. په ۱۹۵۶ کال کې د ۸۱ ملګرو سره کیوبا ته راستون او په حکومت ېې بیا حمله وکړه، اما د ناکامۍ په ټغر کیښناست. کاسټرو، چیګوارا او راول د کاسټرو ورور په تیښته بریالي شول او د سیرا مسټرا غره ته ېې پناه یوړه. دوه کاله ېې همدې ځای نه په ټوله کیوبا د چریکي جنګونه طرحه پلان او عملي کړه. چې پایله ېې د کیوبا د ځینو ولایتونو نیول وو او پدې ولایتونو کې د پټیسټا د حکومت سره ېې موازي حکومت جوړ کړ. په ۱۹۵۸ کال کې ېې ډیرې مهمې سیمې د حکومت څخه ونیولې. بلاخره د کاسټرو هڅو او کوششونو نتیجه ورکړه، په ۱۹۵۹ کال کې د دیکتاتور (بټیسټا) حکومت را نسکور او پټیسټا ډومینکن جمهوریت ته پناه یوړه.

همدغه وخت د فیډل کاسټرو انقلاب کامیاب شو. کاسټرو په ۳۲ کلنۍ کې کیوبا تر خپل کنټرول لاندې راوسته. نوی حکومت د جوس میرو کارډونا په مشرۍ جوړ او د امریکا لخوا په رسمیت هم وپیژندل شو. په ۱۹۵۹ کال کې جوس میرو کارډونا په نا څرګندو دلایلو او په ناګهانه ډول سره استعفاء وکړه او د کیوبا ټول واک فیډل کاسټرو ته پاتې شو. کله چې کاسټرو واک ته ورسید. همدا ېې هڅه وه، چې د امریکا نفوذ پر کیوبا له منځه یوسي، هماغه وه، چې د امریکا ټولې کمپنۍ ېې پدې بندې کړې، چې د کیوبا په ریفورم بده اغیزه او په یو سر خلاصي لیک کې ېې امریکا ته لیکلي ول چې د سوداګریزو بندیزونو له کبله امریکا له کیوبا څخه په میلیونونو ډالره پوروړې ده. په ۱۹۵۹ او په ۱۹۶۰ کالونو کې ېې شوروي اتحاد سره اړیکې شروع کړې. چې پدې اړیکو سره د امریکا او کیوبا اړیکې لږ خړې شوې. په ۱۹۶۱ کال کې د امریکا د وخت رئیس جمهور ایزنهاور خپلې ډپلوماټیکې اړیکې د کیوبا سره پرې کړې، چې دغه ډپلوماتیک اړیکې تر ۵۴ کالونو پورې دوام وکړ. په همدې کال کې فیډل کاسټرو د کیوبا حکومت سوسیالیسټي یا کمونسټي اعلان کړ. د یاد کال څخه وروسته امریکا د کاسټرو د لمنځه وړلو لپاره لاسونه را بډ وهل. هغه کسان چې تعداد ېې ۱۴۰۰ ته رسیده وه، چې د کیوبا څخه د ځینو دلایلو په اساس تبعید شوي وو، د امریکا د استخباراتي ادارې (C.I.A) لخوا دغه اشخاص ټرین، د کاسټرو د حکومت د رانسکورولو مفکوره او په امریکايي وسلو سره سمبال شول، چې پایله کې یاد اشخاص بیرته کیوبا ته را ستانه او د کاسټرو په حکومت ېې حمله وکړه، اما کاسټرو غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. په یاده کړنه کې امریکا خپله لاسونه رد کړه. د ایزنهاور نه وروسته جونف کینیډې هم د کاسټرو په خلاف د ایزنهاور خارجه سیاست عملي کاوه. کاسټرو به تل ویل: زه یو کمونست او لینینست یم، او د حکومت په ټولو سیاسي او اقتصادي چارو کې د کمونستي پالیسو څخه استفاده کوم. همدا کړنه ېې د امریکا هیواد د سخت غبرګون سره مخ شوه او په ۱۹۶۲ کال کې د امریکا لخوا پرې اقتصادي بندیزونه ولګول شول، چې تر اوسه پورې دوام لري. د کیوبا او شوروي اتحاد اړیکې هغه وخت لا نورې هم ټینګې شوې، چې شوروي اتحاد د کیوبا سره اقتصادي او فوځې مرستې وکړې. همدغه کار د سوړ جنګ او نړۍ د اتوم بم جنګ ته بوتله.

د روسې ولسمشر کروشچوف د کاسټرو په اجازه په کیوبا کې د فلوریډا څخه تقریبا ۱۵۰ کیلو متره په واټن کې مزایل ولګول. پدې کار سره شوروي غوښتل، چې یو ځل بیا کیوبا د امریکا ښکار نشي او د امریکا د هغو مزایلو پر وړاندې چې په ترکیه کې ېې نصب کړي وه، یو غاښ ماتونکی ګذار وي. پدې حالت سره نړۍ یو بهران ته ولاړه. د دې بهران د حل لپاره کروشچوف او جونف کاینیډي لخوا پټې غونډې تر سره شوي. او پدې سره صلاح شول، چې شوروي به په کیوبا کې مزایل لرې کوي او امریکا به ېې په مقابل کې د ترکیې مزایل ویستل او د کیوبا نه اشغالول وي. دا چې په یادو پټو غونډو کې کاسټرو ته دعوت ور نکړل شو، نو یو حده پورې ېې مقام هم تر پښو شو. کاسټرو دې حیثت ته ونه کتل او په ۱۹۶۵ کال کې ېې د کیوبا کمونست ګند رامنځته کړ. یو څو کاله وروسته ېې پدې ګند وکولای شول، چې په نظامي مبارزې سره په لاتین امریکا او په افریقا کې د امپرالیزم مخه ونیسي. که څه هم امریکا سره داسې تړون شوی وه، چې کیوبا به نه اشغالوي، خو امریکا د کاسټرو حکومت په ارامه ساه اخیستو ته پرینښود. د یوې سروې لمخې چې د کیوبا استخباراتو تر سره کړې، ویل شوي ول، چې په کاسټرو د امریکا د استخباراتو ادارې (C.I.A) لخوا ۶۳۸ حملې شوې وې، او ټولې د ناکامې سره مخ شوې وې. کاسټرو د دې حملو په اړه وايي: “ کچیرې د مرګ نه خلاصون په اولمپک کې یوه لوبه وایی نو ما به پکې ګولډ میډل ګټلی وایی”.
Castro was reported as saying that if avoiding assassination attempts was an Olympic sport, he would have won gold medals.

فیډل کاسټرو کیوبا ته ډير خدمتونه وکړل، چې د هغې جملې څخه ېې ۱۰۰۰۰ نوې ښوونځې او ۹۸٪ سلنه ېې د سواد کچه لوړه کړه. د ۳۲ کالونو حکومت نه وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د سختې مریضۍ له کبله ېې ولسمشري خپل کشر ورور راول کاسټرو ته وسپارله. او ددې تمه پیدا شوه، چې امریکا او کیوبا اړیکې به په مثبت لوري روان شي. هماغه وه، چې تیره اونۍ په کیوبا کې وروسته له ۵۴ کالونو څخه امریکا خپل سفارت پرانیست. او کیوبا د امریکا څخه وغوښتل چې اقتصادي بندیزونه ترې لرې کړي. فیډل کاسټرو اوس مهال هم د کیوبا په سیاست کې ډیر تاثیر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x