نظــر

د خپلواكۍ ۹۳ تلين – ليكنه: قتيل خوږياڼى

د زمري په ۲۸ د افغانستان د هغو تورياليو غازيانو، چې د اّزادۍ د جگړې ډگر ته يې په اتڼونو دانگل په زيات درنښت د يادولو ۹۳ كلونه پوره كيږي.

افغانانو د خپل بلوسگر او تېري كوونكي دښمن په مقابل كې په بېلا بېلو وختونو كې سرونه ښندلي او په ډېره مېړانه يې ملا ماتوونكي گوزارونه وركړي دي. زموږ په وړاندې د دې گوزارونو څرگنده بېلگه داكتر برايدن دى، چې په مړ ژواندي توگه تر جلال اّباده په غلا ورسيد او نور ملگري يې د هېواد اّزادو گوربتانو د كابل _ جلال اّباد د لارې په اوږدو كې پو پناه كړي دي.

لا تراوسه يې ماغزه په كرار نه دي
چا چې ما سره وهلى سر په سنگ دى

لا په خوب كې په لرزه پريوځي لـه كټه
چې د چا تر غوږ زما د تورې شرنگ دى

هغو پښتنو غازيانو، چې سوكړك به يې تر شاه تړلى و د يوه شلخي ټوپك، تورې يا لور سره د نړۍ د ستر طاقت[ چې لمر يې په مستعمراتو كې په ډېر تكليف ډوبېده] منگولې وركړې او په گونډو كړي يې دي.

موږ په دې ورځ د هغو غازيانو په يادولو وياړو، چې ۹۳ كاله وړاندې يې [هغه وخت، چې د امير عبدالرحمان خان ژباړن زوى امير حبيب الله خان د لغمان په كله گوش كې په شهادت ورسيداو شهزاده امان الله خان، چې په كابل كې يې د نائب الحكومه په توگه كار كاوه] له انگريزانو څخه د هېواد د هر اړخيزې اّزادۍ او خپلواكۍ اعلان وكړ، په ډېر وياړ يادونه كوو. دا د 1298ل كال د اسد 28 نېټه وه( ۱۹۱۹ع كال د اگست ۱۸).

كه څه هم سردار نصر الله خان، چې په جلال اّباد كې واكمن و او له امير صاحب سره د لغمان كله گوش ته هم تللى و؛ د پادشاهۍ اعلان كړى و او له خلكو يې بيعت اخستى و او شهزاده امان الله خان ته يې د ځان په گټه په يو ليك كې د بيعت غوښتنه كړې وه، خو د كابل خلكو او عسكريانو په گډه امير امان الله خان ته بيعت وركړى او نصرالله خان هم په پادشاهۍ ومانه؛ نو امان الله خان د 27 كالو په عمر په كابل كې پادشاه شو.

نوموړي د فبرورۍ په څليريشتمه يا د حوت په پېنځمه نېټه د كابل د مرادخانيو په ميدان كې په لوى عام او دولتي محضر كې د افغانستان د پوره استقلال اعلان وكړ، خو انگريزانو د ده د حكومت او د افغانستان د خپلواكۍ له منلو څخه ډډه كوله او د وخت د بدلون په انتظار كې ول؛ خو امان الله خان په خپلواكه او مستقله توگه خپلو كارونو ته دوام وركاوه او د اپريل په 13 نېټه يې د كابل په عيدگاه جومات كې د هېواد د خپلواكۍ لپاره په يوه لويه عامه غونډه كې اردو او ملت ته د بيدار اوسيدلو حكم واوراوه. همدا سبب و، چې د انگريزانو له خوا د افغان _ انگليس د درېيم جنگ اعلان وشو.

 د 1919ع د مى په پېنځمه يا د 1298ل كال د ثور په پېنځلسمه د ميو باغ په سيمه كې د افغانانو او انگريزانو ترمنځ جنگ او ميچنۍ ټانې ته ورڅېرمه يې پر افغان پوځيانو تېرى او حمله وكړه، له تورخم څخه راتېر او تر ډكې راورسېدل؛ د درندې جگړې په بهير كې بېرته  پر شاه وتمبول شول.

د خپلواكۍ د جگړې اتلانو په جنوب لوري كې د مى په 27 يا د جوزا په 6 مه شپه ټل فتح كړ او هم يې د كرمې او وزيرستان ټوله سيمه له انگليسي عسكرو څخه پاكه كړه. دغې جگړې اووه مياشتې دوام وكړ او انگريزانو د خپلې ماتې په نتيجه كې د ډزبندۍ هيله څرگنده كړه.

 انگريزانو د لومړي ځل لپاره په دې جنگ كې پر كابل او ننگرهار سربېره په قبايلي سيمو كې هم بې دريغه بمبارد وكړ او سل پونډيز بمونه يې وغورځول.

د جوزا په 12 يا د جون په دوه يمه نېټه د برتانوي هند او كابل د حكومتونو له خوا د جنگ بندۍ موافقه اعلان شوه.

په راولپنډۍ كې د اگست په دوه يمه د دواړو لوريو له خوا د سولې خبرې شروع شوې او په نتيجه كې د اگست په (18) يا د اسد په 28 نېټه د انگليس حكومت لخوا د افغانستان پوره خپلواكي ومنل شوه او په دغه توگه افغانستان د خپلواك هېواد په توگه وپېژندل شو.

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x