نظــر

ښاغلي او محترم نوي امير ته!

مفتي راشد

د پنځلسمې هجري پيړۍ په روانو نازکو حالاتو کې دمسلمانانو د هيلو او تسل لمر يواځې د افغانستان پر افق څرکېږي، وړانګې يې د هندوکوش، پامیر ،سپين غر په سردرو، د هلمند کندهار او درست سجستان په ریګستانونو کې ځلېږي، افغانستان شايد په نړۍ کې هغه برخه وي چې لا د اسلامي خلافت بيرغ پکې ندی نسکور شوی، رپاند دی.

د اسلام او مسلمانانو کوم ستر وجود چې له نړيوالو سره د اسلامي حقوقو په سر په جنګ دی همدلته شتون لري، او له همدې تت خو محکم او منظم خوزښت نه د نړۍ مسلمانانو ته د پاڅون او مقاومت الهام ورکوي .

د دغه ستر اسلامي وجود رهبر خپل مسؤلیت ادا کړ، او دغه دروند بار اوس ستاسو په اوږه در کېښودل شو، دغه بار لکه تاسو چې په خپله ويلي بادشاهي ندی، بلکه په روانو حالاتو کې د روان جهاد ثمره لاسته راوړل او ساتل دي، دغه مسؤلیت لکه امیرالمؤمنین چې ورڅخه ولاړو- يوه ورځ به تاسو هم ورڅخه ځئ، خو تاريخ هغه څوک ښه يادوي چې د هېواد ازادۍ، د رعيت حقوقو او اسلامي اصولو ته ژمن وي. ژوند يې په مېړانه او عدل کې تېر، او د هېواد په سر د هر قسم سودا داغ يې په لمن نه وي .

پدې هکله د يوه اسلامي عالم او داسلامي امارت د سپېڅلي صف د يو فرد په حيث د نصيحت څو ملغلرې ستاسو قدرمن حضور ته ږدم:

د صلاح الدين ایوبي په څېر :

صلاح الدين ایوبي رحمه الله هغه مهال د مسلمانانو مشر شو چې د ده مخکنی مشر نور الدين زنکي رحمه الله وفات شو، د هغه په کورنۍ کې نور څو ک نه وو، زوی يې ډېر کشر وو، له همدې امله ټوله مشري د ده په سر شوه، نور الدين زنکي رحمه الله له څو کاله ستړياوو وروسته يو لوی لښکر تيار کړی وو، مصر او شام يې سره يو کړي، او د بيت المقدس د فتحې لپاره يې ټولې لارې هوارې کړې وې، خو چې کله وفات شو، نو کار يې نږدې وو چې نيمګړی پاتې شي، خو د صلاح الدين ایوبي رحمه الله زيرکتيا، شجاعت ، علميت، او پراخه فکر د هغه ارمان پوره کړو او سل کاله وروسته يو وار بيا مسلمانانو بيت المقدس فتحه کړو.

د حسن رضي الله عنه په څېر:

د حضرت علي رضي الله عنه له شهادت نه وروسته په عراق کې مسلمانانو له حسن رضي الله عنه سره بيعت وکړو، او په شام کې له حضرت معاويه رضي الله عنه سره، خو چې کله دواړه ډلې سره مقابلې ته ودرېدلې نو حسن رضي الله عنه د امارت له خپل حق نه تېر شو، او خپله مشهوره خبره يې وکړه چې : د بې اتفاقۍ او بېل بېل قيادت ګټې ( چې ډېرو خلکو ته به پکې امارت او وزارت ورسېږي ) د هغې د تاوانونو په نسبت هېڅه هم ندي .

د فکر، مشورې او تګلارې پراخه ساحه:

ستاسو د مسؤليت کاميابي به پدې کې وي چې : مجلس او دربار مو تنګو او محدودو لاسونو، د خاصو قومونو او هېوادونو منګولو ته ونه لوېږي. ستاسو دربار او مجلس چې څومره پراخه وي هغومره به کامياب ياست، او اړيکې مو چې څومره پراخې وي هغومره به آزاد ياست .

د قطر دفتر :

د قطر دفتر ستاسو د پراخه اړيکو يو مظهر، او د لا پراخولو لپاره يو تيار مناسب او لاسته راوړی مرکز دی، پام چې دغه ستره کلا در څخه ړنګه، خرڅه او خرابه ، جوړوونکي، او چوکيداران يې در څخه خوابدي نشي . د دې کلا وجود به مو ګاونډي هېوادونه هم له هغو فشارونو څخه وژغوري چې د اسلامي امارت د پلوۍ په پلمه پرې کېږي .

ښاغلی طیب آغا او نور مخکني محترم مشران :

د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د ژوند په شېبو کې تاسو او طيب آغا لکه د يو پلار دوه مشران زامن داسې وئ، په کور کې د پلار په وجود کې د دوه مشرانو ورونو په کارونو تګلاره او تصرفاتو کې اختلاف طبعي وي، خو اوس تاسو د پلار په ځای ياست، اوس ستاسو غېږه دومره پراخه پکار ده چې محترم طيب آغا او د ده په څېر نور مشران د خپل ځان لپاره هېڅ تنګسيا پکې احساس نکړي، او دا هېره کړي چې زمونږ د کار يو ملګری را باندې مشر دی، د هغوی په هکله ستاسو پاليسي دومره پراخه پکار ده چې هغوی پکې خپل ټول هغه اړخونه اوويني کوم چې د مرحوم امیر المؤمنین په ژوند کې ورته ښکارېدل . ځکه چې د مرحوم امير المؤمنين د هر یو زاړه او با اعتماده ملګري نشتون، خوابدي، او له صف يا کار نه جلا کېدل د اسلامي امارت له دې ستر او ځواکمن ديوال څخه د يوې پخې ډبرې لرې کېدل دي، چې ځای به يې هېڅوک هم ډک نشي کړای.

ستاسو کاميابي به دا وي چې محترم طيب آغا بېرته کار ته اماده کړئ، او هغه ټول اختیارات ورکړئ چې مرحوم اميرالمؤمنین ورکړي وو، او که خدای مکه دا کار ونشي نو دغه نازک او حساس کار ته يو داسې کس وټاکئ چې د هېواد تاريخ او د اسلامي امارت اصولو ته ژمن وي .

خدای مکه د قطر د دفتر بندول به نړۍ ته ستاسو د تګ راتګ او اړيکو د يوې سترې دروازې بندول وي.

او د هغه ځای د مشرۍ په هکله فرمايش منل به ستاسو لپاره په خپل کور ، حريم، او انګړ کې له خپل ناموس سره، د بل کښېنول وي.

علمي او مسلکي خلک:

په اسلامي امارت که يوه مسلکي او علمي نيوکه شته نو هغه داده چې: علمي او مسلکي خلک پکې کم دي، تاسو تر خپل وسه کوښښ وکړئ چې دغه داغ لرې کړئ، خو دې ته مو پام وي چې د علمي او مسلکي خلکو په نوم خرڅ شوي ضميرونه در نږدې نشي، له خرڅ شوي يا متزلزل مسلکي او علمي ملګري څخه با استقامته ساده او مؤمن ملګری ښه وي . خو هغه حكومتونه چې له علمي او مسلکي خلکو نه خالي وي، له خپل ملت او نړۍ سره په خبره نه پوهېږي، ترتيبونه يې سطحي او وختي وي، او له همدې امله په ډېرو ستونزو کې ښکېل شي.

د نېک امارت نښه:

عمر بن عبدالعزيز رحمه الله چې کله د مسلمانانو خليفه شو، نو په ځای د دې چې : ځانته د ژوند نوې اسانتياوې او خوندونه جوړ کړي- زاړه يې هم پرېښودل ، د نېک امارت يوه نښه داده چې: امير د امارت له راتللو وروسته ورځ تر بلې له دنيا او شهواتو څخه لرې کېږي، او مسؤلیت او آخرت ته متوجه کېږي. او دوهمه نښه يې داده چې دروازه يې د هېچا په مخ بنده نوي، هر مظلوم هر وخت ور رسېدای شي، او د ملک او ملت ټولې چارې تر خپل نظر تېروي ، د ده او رعيت تر منځ د سکرتر په نوم ديوالونه نه وي.

دا د نصيحت يو څو ملغلرې وې، ستاسو محترم حضورته مې ډالۍ کړې، کېدای شي تر تاسو در ورسېږي، رب مو مل، لارښود، او ساتونکی شه . آمین .

۱ / ذو القعده/ 1436ه يك شنبه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شاه ولیکوټي

که نوی مشر صرف همدغه اصول عملي کړې ، نو انشاء الله امارت ته به هیڅ مشکل پیښ نه سي ، خو ګوره مشره سر له اوسه ځان د داسي مشکلاتو سره عادي کړه ، چې عام خلګ یې برداشت نه لري ، ځکه ته چې منزل ته څومره نزدې کیږي ، هغومره به دمشکلاتو کړۍ پرتا را تنګیږي .

haqpapal

زه دمحترم لیکوال سره سل په سله موافق یم الله پاک دي وکړی چي نوی امیر دغی ملغلری جدی په پام کی ونیسی داسی اوریدل کیږی چی نوی مشر که خپل ّځان او خپل چاپیریال پاک او مستقل نه کړی نو خدای مه کړه په راروان کی ټول عمر په یو تنګ دام کی او هره پريکړه به اختاری او غیر اختیاری دبل چا په ګټه صادریږی او کیدای شی خپل ډیر نزدی ملګری ترې خپه لاړ شی او دغه صف مجبورا پریږدی ځکه مخکی له چی داسی یو درز راشی او خپل ملګری لاړشی باید نیمګړتیاو ته پام وکړو… نور لوستل »

کندهار

که ملا اختر محمد منصور د ځان او خپلو نيږدې ملګرو د امنيت په اړه جدي فکر ونکړي او د تير وخت د ژوند ، اوسيدلو ، ګرځيدلو او مديريت په برخه کې خپل معمول بدل نکړي او له نوو شرايطو سره يې برابر نکړي نو شايد د بهرنيو پياوړو استخباراتي سازمانونو له لوري هدف وګرځي. نوموړي ته پکار ده چې له ډير احتياط څخه کار واخلي او د خپل سلف ملا محمد عمر مجاهد د احتياط په څير احتياط وکړي او په راتلونکي کې هم د تير په څير هوښيار او زيرک و اوسي او خپلو دښمنانو ته موکه… نور لوستل »

صدیق الله راشد

جزاک الله خیرا مفتی راشد صاحب.
از وقت اعلان خبر فوت ملاصاحب مرحوم هیچکسی اینگونه مخلصانه سخنی ننوشته واقعا مطالب ارزشمندی نوشتید که الله تعالی بزرگان امارت اسلامی را توفیق عمل نصیب کند و اتحاد صف آنها را یکبار دیگر جور شود.

zarifi

دا دسکر تر ټکی که پکي نه وای ځکه په داسي ضیقو شرائطو کي دمرحوم امیر المؤمنین رحمه الله همدا تګلاره وه
او سکر تر یت دنړۍ له منل شویو اصولو څخه دۍ
بل دا چي که نوي امیر پر ځای دنوي امیرالمؤمنین په ټکي خطاب وای نو به لا ښه وو
او دده شخصیت ته به درناوی وای
خیر بیا دي هم خدای اجر درکړي چي دیو نیک مسلمان په صفت دي خپل نظر ورسره شریک کړ ۰مننه

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx