شمال کې د دوستم ملېشه، چې ځايي چارواکي يې له کنټروله بې وسه برېښي.

بادغیس او فارياب کې د دوستم ملېشو ته درنه مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې درې اووینو راپدېخوا د جنرال دوستم ملېشو د دولتي عسکرو په ملاتړ په فارياب کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړي دي.

د ګډ حکومت د جمهور رییس لومړي مرستیال وروسته له هغه د طالبانو پر ضد د جګړې قومنده پر غاړه واخیسته چې د بلخ له واکمن عطامحمد نور سره يې یوځای ګډه ملېشه رامنځته کړه.

تازه راپورونه وايي چې د فارياب په قیصار او د بادغیس په جوند او قادس ولسوالیو کې د دوستم د ملېشو او وسله والو طالبانو تر منځ په نښتو کې ۴۵ ګډو ځواکونو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي چې د فارياب په قیصار ولسوالۍ کې يې له تېرو دریو ورځو راهیسې دوستم او دولت ۱۹ جنګیاليو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او دوه ټانګونه يې له منځه وړي دي.

طالبانو د قیصار په زیارتګاه، شاخ، غوره، ارکلي او چچکتو سیمو کې په دې نښتو کې د خپلو دوو ملګرو د وژل کېدو او دريو نورو د ټپي کېدو منلي دي.

په ورته توګه يې د بادغیس په جوند او قادس کې د ۲۶ ګډو عسکرو د وژل کېدو او دريو پوستو د نیولو خبر ورکړی دی.

د بادغیس د ولایتي شورا غړی محمد فريد اخيزي هم مني چې د جوند په جګړه کې دولتي جګړه مارو ته ځاني زيان اوښتی دی.

د هغه په خبره په دې جګړه کې ۱۲ پولیس او پنځه وسله وال وژل شوي دي، خو د قادس د جګړې په اړه يې ناخبري وښوده.

دوستم له دريو اوونیو راهیسې په شمال کې له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دی، چې د عملياتو په پیل کې يې په شمال کې د طالبانو له منځه وړلو ژمنه وکړه، خو د ولسي جرګې ځينې غړي او د سیمې اوسېدونکي وايي چې د دوستم ملېشې د طالب او د هغه د ملاتړي په پلمه د پښتنو کورونه لوټي.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وايي چې د دوستم له لوري د پښتنو پر ضد جګړه پیل شوې ده، چې د ده په وینا د سیمې خلک ورسره د تلیفون له لارې دغه حالات شریکوي.

تر دې وړاندې د دې عملياتو په پیل کې یوازې د فارياب له قیصار، المار او پښتونکوټ ولسواليو نه نږدې درې زره کورنۍ کډوالي ته اړ شوي دي او څو ورځې وړاندې په همدې ولایت کې د ولسي وګړو دوه ویشت کورونه د اور خوراک شول.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالله
میلمه
عبدالله

بارک الله
اللهم انصر المجاهدين في کل مکان

عبدالرازق
میلمه
عبدالرازق

ستاسو له نظره طالبان مجاهد دي او بس. طالبان چه در آمریکایانو او وهابیانو ګوډاګیان دي د خلکو وژل وا د خلکو د شته منیو له منځه وړل ته جهاد وایی. الهم انصر الحق و اخدل الباطل.