غزني: طالبانو د لسګونو اربکیانو د وژلو ادعا وکړه

ghazni-news-mapوسله والو طالبانو د غزني په اندړو کې د دوو جلاجلا پيښو پرمهال د لسګونو اربکيانو د وژلو ادعا وکړه. د تفصيلاتو ترمخ طالبانو تېره ورځ د غزني د اندړو په مربوط د علي جان او شهاب خيلو په سيمو کې د دولت پلوه اربکيانو پر دوو مرکزونو بريد وکړ چې په ترڅ کې يې د طالبانو پر وينا ۲۴ اربکيان وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شویدي، پداسې حال کې چې دهغوي يو عراده جګړه ايزه وسيله له منځه تللي او ګڼ شمير وسله او مهمات د طالبانو لاسو ته لويدلي دي.دولتي لوري په سيمه کې سخته جګړه تايید کړي خو د اربکيانو د درنې مرګ ژوبلي په اړه يې له تفصيلاتو ورکولو نه ډډه کړيده.

طالبانو دغه بريدونه هغه مهال ترسره کړل چې دولت د علي جان کلي ته دشپې مهال اربکيان ننه ايستلي وو، هلته يې د کلي په مرکزي کلا کې ځای نيولی او ځايي اوسيدونکي يې له کلي ايستلو ته اړايستلي وو. طالب سرچينو نن ټکی آسيا ته څرګنده کړه چې اربکيانو همدا راز غوښتل چې د پوستو په افراز سره د شهاب خپلو او علي جان ترمنځ لاره هم بنده کړي، خو وسله والو طالبانو مخکې لدې چې اربکيان په سيمه کې پښې ټينګي کړي، تېره شپه پر يوه بجه  يې په دواړو کليوکې د اربکيانو پرخلاف هماهنګ عملیات پيل کړل.دغې جګړې د سهار تر اوو بجو پوري دوام وکړ. د طالبانو د ادعا له مخې په علي جان کې اوه تنه ،په شهاب خيلو کې اته تنه او نهه تنه نور اربکيان د طالبانو له لوري پر یوه خښ شوي ماين د اربکيانو  د جګړه ايزي وسيلې د ختلو پرمهال ووژل شول.
طالبانو همدا راز پدغه جګړه کې د پنځه ميله آرپي جي ۷ داکټونو، دری پيکاوو او ۱۸ ميله سپکو وسلو د نيولو ادعا هم کړيده. د طالبانو د ادعا په اړه خپلواکو سرچينو تر دې دمه څه ندي ويلي
دولتي لوري جګړه تايید کړي خو په دومره لوی شمير کې د اربکيانو پر وژنه یې ناخبري څرګنده کړيده. نن ټکی آسيا هڅه وکړه چې د اربکيانو د پروژې له مشر اسدالله خالد سره د هغه پر ګرځنده نومره تماس ونيسي، خو ټول تماسونه بې ځوابه پاتي شول.
د طالبانو پرخلاف په اندړو کې دغه پاڅون نژدې دری مياشتي مخکي د حزب اسلامي  د پخوانيو جهادي قومندانانو او د دولت د تفاهم په ترڅ کې پيل شو. پاڅون کونکي ادعا کوي چې د اندړو له پنځوسو کليو يې طالبان پسې اخستي دي خو طالبانو واي چې اربکيان دا مهال يواځې د حزب اسلامي تر نفوذ لاندي دصاحب خان، کنصف او قدم خيلو په کليو کې شتون لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د