افغانستان

برتانوي ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته د طالبانو پر ضد جګړې ته راغلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د برتانيې مشهوري ورځپاڼي ډیلي میرر خبر ورکړ چې د دغه هیواد خاص ځواکونه یو ځل بیا افغانستان ته ګرځېدلي، تر څو هلته د طالبانو پر خلاف عملیاتو کې برخه واخلي.

ورځپاڼي زیاته کړې چې د برتانوي ځواک دوه غونډونه چې افغانستان ته د روزني لپاره لیږل شوي، د افغان ځواکونو د بې کفایتي له کبله اوس د هغوی سره په شپني عملیاتو کې برخه اخلي، د هغوی مشري کوي، او د هغوی رهنمايي کوي.

د ډیلي میرر په وینا هره شپه برتانوي ځواکونه د امریکايي ځواکونو او افغان ځواکونو په ملتیا په عملیاتو پسي اوزي او هلته د افغانانو د کورونو دروازې په خپلو درندو بوټونو وهي، د شپي د افغانانو په کورونو ننوزي، هغه کسان وژني او بندیانوي يې چې د وسلوالو مخالفینو اشتباه ورباندې کیږي.

ورځپاڼه زیاتوي چې په تیرو شپږو میاشتو کې د شپي له خوا عملیات د برتانوي ځواکونو معمول ګرځېدلی او په ځینو عملیاتو کې درنې جګړې هم را منځته شوي خو تر اوسه په کي برتانوي ځواکونو ته د پام وړ زیان نه دی رسیدلی.

د دې ځواکونو د یوه مشر قومندان له خولې ویل شوي چې د افغانستان ځواکونه ښه روزل شوي، خو تر اوسه هم هغوی د پلان جوړوني او بیا د هغه په عملي کولو کې کمزوري دي.

برتانوي ځواکونه تر دې وړاندې هلمند کې میشت وو او هلته یې د طالبانو سره په جګړو کې ګڼ شمېر عسکر ټپیان او ووژل شول.

تیر کال هغوی خپله وروستۍ لویه قرارګاه په داسي وخت کې پرېښودله چې لا هم په هلمند کې جګړې ورځ تر بلي په زیاتېدو وې او په دې ولایت کې د طالبانو نفوذ تر پخوا زیات شوی.

د برتانيې ورځپاڼو په هغه وخت کې د برتانوي ځواکونو وتل یوه ماتې بللې وه او د برتانیې جګړه یې یوه بې هدفه جګړه ګڼلې وه، چې نه یې هدف درلود او نه یې هم کوم هدف تر لاسه کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سالم جهادخوش

وایی پزه پریکری که شرم درلودای دچاری نوم بی نه وای اخستی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x