نړۍ

سیسي د نیول کیدو له ډاره لندن ته خپل سفر لغوه کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴): د بشري حقوقو څارنوالان وايي چې که د مصر ولسمشر برتانیې ته سفر کړی وای، د برتانیوي چارواکو لخوا نیول کیده، له همدې کبله نوموړي خپل سفر وځنډاوه.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، دغو څارنوالانو زیاته کړې چې د مصر یو شمېر لوړ پوړي چارواکي په «بشري جنایتونو» تورن دي او که برتانیې ته سفر وکړي د نیول کیدو له ګواښ سره مخامخ کیدای شي.

راپور وايي چې تېره میاشت د برتانیې لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د مصر ولسمشر ته برتانیې ته د سفر بلنه ورکړه، خو سیسي له دې ډاره چې دی او نور چارواکي به ونیول شي خپل سفر وځنډاوه. له دې وړاندې یو شمېر څارنوالانو له برتانوي محکمو څخه د سیسي او نورو چارواکو د نیولو امر ترلاسه کړی.

په جنګي جرائمو کې متخصص څارنوال «توبي کادمان» ګارډین ورځپاڼې ته ویلي: که دوی برتانیې ته راغلل مونږ به یې د نیولو لپاره تر خپلې وسې کوښښونه وکړو.

کادمان زیاتوي چې د مصر حکومت ځکه اندیښمن دی چې د تېرې جون په میاشت کط د رونډا هیواد یو جنرال وروسته له هغه په برتانیه کې ونیول شو چې په هسپانیې کې په جنګي جنایتونو تورن شو.

ورځپانه وايي چې په لندن کې یې د مصر له سفارت څخه په دې اړه وضاحت غوښتی و خو هغوی ځواب نه دی ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x