نظــر

دبی وفا ورځو با وفا ملګري

لیکنه: بخت الرحمن بخت

پښتانه وایی دوست هغه دي چي په سختي کي په ښه درشي، دعالیقدر امیرالمؤمنین د حکومت ورځي اوشپی وي اسلامي نظام وو هیواد کي شرعیت نافذ وو دافغانستان پر ۹۵ په سلوکي ځمکه باندي طالبانو حکومت کاوو، له شماله ترجنوبه له لویدیځه ترختیځ پوري دامیرالمؤمنین حکم او امرچلیدي، داسلامي نظام او شرعي حکومتدارۍ یو سیاست او رعب پروت وو، په تش لاس طالب خلګوکي دټانګ اوتوپ رعب اچولي وو، درعب او سیاست وجه دطالب تشدد او سختي او بی رحمی نه بلکه یواځي او یواځي دطالب اخلاص انصاف او ایمانداري هغه وسله وه چي په هیواد کي یی هر شریر او فاسد کس مقابله نشو کولای.

امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد یواځي دهیواد والو په وړاندي نه بلکه دنړۍ دټولو مسلمانانو په وړاندي دخپل رحمت او شفقت دروازه خلاصه پریښی وه، ددنیا له هره کونجه مظلومانو او ستم دیده کسانو سترګي دامیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد دامارت په لور وي.

هغه سپیڅلی پاکۍ او دخداي پردین میني څیري چي په کلوکلو یی ارمان درلود چي که ده ژوند یوه شپه یی داسي خاوره کي تیره شي چیري چي دالله قانون صرف ترکتابونو پوري محدود نه بلکه عملي نافذ وي دغه شپه به یی دژوند یوه یادګاره شپه وي او هغه ارمان چي کتابونوکي به یی لوست چي نیکه ګانو یی داسي یو زمانه کي ژوند کاوو چي قران عمله نافذ وه ټولي فیصلي اوپریکړي دقراني قانون له مخي ترسره کیدلي دغه ارمان یی پوره شي او امیرالمؤمنین په لیدو یی سترګي سړي شي په کاروانونو او ډلو ډلو کندهار ته راتله، کندهار که څه هم دمساحت او ابادي په لحاظ دومره لوي ښار نه وو خو په معنوي لحاظ دښارونو میروو، دغه ښارکي دنړۍ دهرځای خلګ لیدل کیده او پریوه وړوکي سړک په دڅو ژبو ویونکي په مخه درتلو.

نړیوال هغو ښارونو ته چيري چي له درو څخه زیاتي مشهوري ژبي ویل کیږي هغه ښارته کثیرالغات ( ملټي لنګویجول) ښار وایی او کوښښ کوي ددخپلو بچیانو دهستوګني لپاره دغه ښار غوره کړي ترڅو په لږ وخت کي دري یا څلور مشهوري ژبي زده کړي.

خو کندهار له نن څخه تقریبا ۱۵ کاله مخکي داسي ښار وو چي هلته له ټولو مشهورو ژبو څخه علاوه په لسګونو نوري ژبي ویل کیدلي، دیوي هټي مخته به په یوه وخت کي دڅو ژبو ویونکي ولاړ وو، هرکس به په خپله ژبه له هټیوال څخه سوداکوله، دشهیدانو پر څلور لاره باندي د اریانا په نامه سره دفاسټ فوډ یا (بیړنیو خورکونو) یو وړوکي رستورانت وو چي کارکونکو یی په څو ژبو باندي خبري کولي چي کله به هم زه ورغلم دغه رستورانت کي ناست خلګ به مي ولیدو په څو ژبو به یی خبري کولي یواځي مشترکه کلمه چي ددوي ټولو ترمنځ برابره او یو شان وه هغه دخوړو په پیل کي بسم الله او دخوړو په پای کي الحمد الله وه.

اویو بل مشترک او ګډ نوم چي ددغو کسانو ترمنځ به ډیر عام وو او ډیر ځلي به مي اوریدي هغه د ستر قائد امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نوم وو، دچا په ژبه چي به نه پوهیدم د هغو دبحث او خبرو پر وخت به مي یواځي دخبرو په منځ کي وار وار دامیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد نوم اوریدي خو دومره پوهیدم چي کله به دبحث او خبرو په منځ کي چا دامیرالمؤمنین نوم په خوله راوړ یو ډول دفخر او خوشحالي احساس به یی کاوو او څیره کي به یی دخوشحالۍ، بشاشت او خوند اثار ښکاره شوو، او همدارنګه دکومو کسانو په ژبه چي به مي څه ناڅه سرخلاصیدای له هغو څخه به مي اوریدو چي خپلو منځونو کي به یی یو بل ته دامیرالمؤمنین دلیدلو او له هغه سره دکنیاستلو خبري کولي ځینو نورو به بیا دامیرالمؤمنین دلیدلو اوورسره دملاقی کیدو امیدونه ښکاره کول او نورو بیا دخپلو مشرانو او قوماندانانو دخولي کیسي کولي چي زمونږ مشر له امیرالمؤمنین سره لیدلي دامیرالمؤمنین دټینګي عقیدي او کلک عزم کیسي به یی کولي او اوریدونکو به یی په اوریدو سره په تکرار سره سبحان الله او ماشاءالله ویلو.

متحد افغانستان وو دهیواد په لري غرنيو سیمو کي څوتنه تالي څټي دتیښتی په حالت کي وو نور ټول افغانستان کي دقران العظیم الشان قانون نافذ وه له عثماني خلافت څخه وروسته دلومړي ځل لپاره قران عملا نافذ وه ټولي پریکړي او فیصلي دالهي قانون له مخي کیدلي.

دنړۍ له ګوټ ګوټ څخه وفدونه او کاروانونو دکندهار په لور روان وو ځیني دامیرالمؤمنین دملاقات په تمه ځیني له امیرالمؤمنین سره دبیعت او مرستي لپاره، ځیني ددي دپاره دغي خاوري ته راتلو ترڅو دخپل ژوند څوشپی او څو شیبي په داسي ځاکي کي تیري کړي چيری چي دقران حکم چلیږي او دحکومت داري ټولي چاري دقراني قانون ترسیوري لاندي په مخ بول کیږي.

هرکس هري ډلي او هر شخص به دا کوښښ کاوو چي په څه ډول له امیرالمؤمنین سره لیده کاته وکړي دبهرنیو میلمنو لپاره په کندهار کي خاص میلمستون جوړ شوي وو دغه میلمستون به همیشه له میلمنو ډک وو او دامیرالمؤمنین ددیدار لپاره به دلته ډیره وو له حکومتي میلمستون څخه علاوه ځیني میلمنو دشخصي تعلقاتو پر بناء له خپلو متعلقینو سره انتظار غوره کړی وو ترڅو دامیرالمؤمنین دلیدو نوبت ورته ورسیږي.

دبهرني میلمنو په څنګ کي امارتي چارواکو او مامورینو به هم کوښښ کاوه چي په څه ډول وکړای شي دامیرالمؤمنین ملاقات وکړي، کوښښ به یی کاوو دخپلي دندي په چوکاټ کي یوداسي مشکل ولټوي چي حل یی دامیرالمؤمنین ترلیدو پوري تړلي وي ترڅو ددغه مشکل په بهانه امیرالمؤمنین وویني دلیدو پر وخت ورته خپله وفاداري او نزدیوالي څرګند کړي او همدارنګه دخپل مسؤلیت په ډګر کي امیرالمؤمنین نورهم په اعتماد کي واخلي.

مطلب کله چي پر امیرالمؤمنین باندي ښي ورځي وي حکومت وو امارت وو پرنړۍ یی رعب او دبدبه پرته وه هرچا کوښښ کاوو چي په څه ډول امیرالمؤمنین ته ځان نژدي کړي او په کومه طریقه سره ددغه ستر امیر اعتماد ځانته حاصل کړي او نورو ملګرو باندي دامیرالمؤمنین د شناخت په وجه لویی او برلاسي وښیی.

دغه کسان خبر نه وو چي ډیر نزدي ده چي له قیامت کبری څخه مخکي قیامت صغری د واقع کیدو په حالت کي ده

د ۲۰۰۱ کال اخیري ربع ده هغه څوک چي ځان دنړۍ واکدار بولي دهغه په کورکي قیامت صغری رامنځته کیږي ددغه کور دنګ برجونه پرځمکه راپریوزي دغرور او تکبر سر یی په توره وهل کیږي چیغي او ناري یی اسمان ته پورته کیږي، هغه طاقت او قوت چي دنړۍ ډیرو لویو قوتونو او ځواکونو یی په وړاندي سرونه خم کړي له چلنج سره مخ کیږي، دلته زمونږ په هیواد کي هغه میلمه چي دنړۍ ټولو مسلمانانو یی له میلمستیا او پناه څخه عاجزي ښودلي وه او یواځي ملامحمد عمر مجاهد وو چي ددغه خطرناک میلمه میلمستیا او پناه ته یی ځیګر ټکولی وو، ددغه قیامت صغرای مسؤلیت په غاړه اخلي او ددارنګه نورو بریدونو ګوت څنډنه کوي.

دغه مغرور او سرکښ ښامار پر ځای ددي چي میلمه ته څه ووایی دخپلو توپونو خولي یی دکوربه په خوا راوګرځولی، له کوربه څخه یی وغوښتل چي څومره ژر وي میلمه باید مونږته وسپارل شي

دغه مغرور او سرکښ دښمن ګوت څنډنه وکړه که په څو شپوکي میلمه مونږ ته ونه سپارل شي ځمکه به په بل مخ واړوي.

کله چي کوربه دملیمه پر میلمه پالنه باندي ټینګار وکړ مکار دښمن دنړۍ له مسلمانانو څخه غوښتنه وکړه ترڅو کوربه په دي راضي کړي ترڅو څومره ژروي میلمه ورته وسپاري،خو دنړۍ له هر کونج او کنار څخه چي مسلمانان دامیرالمؤمنین حضورته ددي دپاره راغلي ترڅو قناعت ورکړي چي میلمه دي دبلا خولي ته ور واچوي ترڅو دبلا مخ په ونیول شي او له سخت احتمالي شر څخه یی امان ومومي.

دغو مسلمانو چي کله هم دمیلمه په اړه دستر امیر ملامحمد عمر دریځ اوریدلي ورسره یی ژړلي او پرخپل راتګ باندي پښیمانه شوي خپلو ایمانونو باندي یی ویره ښکاره کړي، او له ملاقات او لیدني څخه یی وروسته محمد عمر مجاهد رښتني کلک اوستر مسلمان یاد کړي اودملامتیا ګوته یی هغه چاته نیولي کوم چا چي دوي رالیږلي.

کله چي دمیلمه دسپارلو په اړه ډیپلوماټیکي هڅي ناکامه شوي دنړۍ مغرور متکبر دجال ( امریکا ) ګوټ څڼده وکړه چي په څو راتلونکو ساعتونو کي به افغانستان باندي فوځي یرغل کوي، دفوځي یرغل دګواښ په څنګ کی یی وویل چي دومره پرمختللی استخباراتي وسائل په لاس کي لري چي څلور کونجه دنیا کي ورڅخه یو انچ شی هم نشي پوټیدلای.

کله چي ستر قائد وفادار مسلمان دامریکي له لوري دڅرګند ګواښ او ګوت څنډني خبر واوریدي، دغه بل سهار باندي دافغانستان داسلامي امارت دشرعیت غږ راډیو له لوري د ولس په وړاندي راڅرګند شو، ولس ته یی وویل، اي دافغانستان غیرتي او مجاهد ولسه نن ورځ کفارو مونږته چلنج راکړي زمونږ غیرت مسلماني او میړانه یی له امتحان سره مخ کړي.

امیرالمؤمنین زیاته کړه میړنی ولسه په دي ښه پوهیږم چي مکار دښمن پرمختللی وسلي او استخباراتي وسائل او بی شماره پیسي لري، کمزوري بزدل او غولول شویو مسلمانان یی هم له ځان سره ملګري کړي، خودومره هم پوه یم چي دښمني یی یواځي له اسامه سره نه ده بلکه دنړي په دغه کوچني ټوټه خاوره کي اسلامي قانون او شرعي حکومت یی سترګو کي اغزی دي.

نوموړي وویل آی ستر قومه زه خو دخپل دین ازادي او ددغو مهاجرو مجاهدینو په مقابل کي دخپلي بادشاهي جاه جلال او امارت څخه تیریم ایا تاسو ددغه ستر مقصد لپاره قربانۍ ته تیاریاست؟

افغانانو یی ږغ ته لبیک ووایه له غرونو ښارونو لارو او کوڅو څخه دلبیک لبیک ناري پورته کیدي.

دامارت چارواکو او عامو مجاهدنیو ورسره ټول ولس ورته دملګرتیا او همکاري ټټر وټکاوو.

هغه وو امریکا پر افغانستان باندي برید وکړ دنړۍ له پرمختللو وسلو څخه یی کار واخیست، دامیرالمؤمنین سختي ورځي پیل شوي.

دامیرالمؤمنین نژدي ملګري ځینی لري شوو ستر قائد یی نیمه لاره کي پریښود پس پسا ګیلي او شکوي شروع شوي چا میلمه چا امیرالمؤمنین ته دملامتۍ ګوتي ونیوي او ډیرو بیاد نړۍ د متکبر او مغرور دجال په مقابل کي دامیرالمؤمنین پریکړه پرځای پریکړه وبلله او دامیر المؤمنین له ملګرتیا او له کفارو اویرغلګرو سره له مقابلي کولو څخه یی عاجزي وښوده.

حالات ورځ تر بلی دسختۍ په لور روان وو دامیرالمؤمنین ډیرو ملګرو ددین او هیواد ددفاع لپاره ځانونه اور ته واچول چي افغانستان دښتی غرونو او دري یی اوس هم د رښتني ایثار او قرباني شاهدیي ورکوي.

که څه ډیرو مجاهدینو له مغرور دښمن سره سخته مقابله وکړه خو ځیني داسي کسان هم پیدا شو چي یو وخت کی امیر المؤمنین ته ډیر نژدی پاته شوی وو، دغه وخت کي دامیرالمؤمنین پر انډیوالی او شناخت باندي پښیمانه وو هغه خلګ چي دامیرالمؤمنین په نزدیکت او ملګرتیا باندي به یی ډیر امتیازات اخستو اوس یی دامیر المؤمنین نوم یی هم په خوله نه اخیست، دستر امیر نزدي ملګرو امارتي چارواکو لاس ایله کړه.

دغو سختو او دوشوارو حالاتو کي څو زمریانو غښتلو افغانانو فکر نکوم چي له دي څخه مخکي یی امیرالمؤمنین لیدلي وي یا یی دانډیوالي لاپی وهلي وي او یا کله ورسره ملاقی شوي وي ورته دملګرتیا او انډیوالۍ ځیګر وټکاوو.

دامیرالمؤمنین دملګرتیا دپاره یی په سلګونو ملګرتیاوي پریښودي دامیرالمؤمنین دملګرتیا دپاره یی خپلوان او قریبان پره دي کړو کورونه او بچیان یی پریښودو، دامیرالمؤمنین دمرستي او کمک لپاره یی ټولو خوشحالیو او خوښیو ته دخدای په امان ووایو.

په داسي وخت کي یی دستر امیرملګرتیا او خدمت ته لبیک ووایو چي دغه ستر امیریواځي او یواځي دلوي الله حضورته پناه ور وړي په څلور کونجه نړۍ کي یی دپناه او هجرت ځای نه وو دنړۍ ټولي جاسوسي سرچیني دنوموړي په پلټنه بوختي وي هره لاره او ګودر کي ورته جاسوسان ناست وو.

کله چي دتاریخ پاڼي ولټوو فکر نکوم چي له دی سخت امتحان او له دي څخه دردناکه سفر او هجرت مو ترسترګوشي، خو امیرالمؤمنین دغه حالت کي هم ډير ډاډه وو، نوموړي له بی بی سي سره دخبرو پرو وخت وویل یوه دبوش دعوه ده او بله زما دعظیم الشان خداي دعوه ده اوس به ووینو چي دچا دعوه رښتیا کیږي.

یواځي او تنها قائد داسي وخت کي له کندهاره ووت چي په څلور کونجه دنیا کي یی ده پناه ځای نه وو داسلام ستر پیغمبر چي کله له مکي معظمي څخه هجرت وکړ دپناه ځایی مخکي معلوم وو دیثرب خلګو ورسره دپناه وعده کړي وه ددغه ښار ماشومانو په خاصو اشعارو باندي استقبا کړ انصار یو له بل څخه ور وړاندي کیدو ترڅو دمیلمستیا شرف یی حاصل کړي.

په مدینه منوره کي یی انصارو د راتګ شیبی شمارلي دمدیني ماشومانو په ترانو او قافلو باندي استقبال کړ کله چي ستر پیغمبر دغه ښارته رسیږي دلته نه دا چي صرف دغه خلګ ورته پناه ورکوي بلکه ورسره بیعت کوي او خپل قائد یی مني و لاروښونو او اوامروته یی غاړه ږدي

آی زما مظلوم قائده ته خو دغرو او صحراوو په لور ووتي هیڅ دپناه ځاي دي نه وو ته خو دنړۍ له مسلمانانو او ملګرو څخه نا امیده شوی وي یواځي ستر الله ته دي پناه ور وړه

زما قائده تا خو دپناه لپاره غرونه غوره کړو که ستر پیغمبر دري ورځي داسلام ددین لپاره غارسور کي پاته شو خو ته دیارلس کاله پاته شوي، ابوبکر صدیق دري ورځي له سترپیشوا سره دغار ثور ملګرتیا وکړه الله جل جلا ورته دي دنیا کي دجنت زیري ورکړ ستا ملګرو خو ستا سره دیارلس کاله غرونوکي تیر کړو ستر قائده دابوبکر صدیق لورکي اسماء خو دخپل پلار دپوښتني لپاره په هغه پسی دثور غره ختله خپل بابک او دبابک ستر ملګري ته یی دخوراک او څښاک توکي ور وړل عبدالله ابن ابوبکر به خپل پلار او دغه خوږ ملګری دمشریکانو له دسیسو پلانونو څخه خبرول دکور احوال به یی ورته راوړ دکور له خبرو به یی خبرول دابوبکر صدیق به دلورکۍ په لیدوسره دیواځيوالي او پردیسی تنده ماتیدله ګران قائده درسول مقبول دحفاظت او ساتني لپاره خو له انسانانو څخه علاوه حیوانانو او مرغانوته هم الله حکم کړي وو چی دخپل پیغمر ساتنه یی وکړي عامر بن فهیره به رمه له غار سره څیرمه څړله ترڅو دقدمو اثار یی ړنګ کړي غڼي او کبوتري هم درسول الله صلی الله علیه وسلم دساتنه لپاره شپه او ورځ یوه کړي وه، مسافر او مظلوم قائده داسلام دستر پیشوا دنیولو او موندلو دپاره خو یواځي سراقة بن مالك راوتلي وو خو ستا دنیولو پیداکیدو او جاسوسۍ لپاره خو هر دریم کس سراقة بن مالك جوړ شوی وو. ، مسافر او مهاجر قائده داسلام ستر پیغمر خو دیو څو ورځو لپاره له کور او بچیانو څخه لري پاته شوی وو تا خو دیارلس کاله دکور هیڅ غړۍ ونه لید ته خو دیعقوب ادریس او یونس ددیدن په ارمان له دنیا لاړي ګران قائده دي دنیا څخه دي ډیر ارمانونه یوړو خو اخیرت کي الله ټول ارمانونه پوره کړه الله دي دټولو ارماني څیروپه لیدو سره ددیدن تنده ماته کړه.

زما زړور قائده ستا میړاني ایثار قرباني او سرښندني ته نه یواځي افغانان نه بلکه ټوله نړۍ سلام کوي، خوستا په څنګ کي ستا خواخوږي او دافغانستان ټول پر دین مین او مسلمان ملت باید ستا دهغو ملګرو هم قدرداني او ستاینه وکړي کوم چي ډیرو بدو ورځو کي یی ستا ملګرتیا غوره کړه.

دامیرالمؤمنین دوستانو که رښتیا له امیر المؤمنین سره خواخوږي لري نو باید له هغو څو محدودو کسانو سره هم مینه ولري ستاینه یی وکړي ورته دقهرمانو په سترګو وګوري چا چي په ډیرو سختو شپو کي دامیر المؤمنین داسي حفاظت او ساتنه وکړه دغو څو محدودو، با حکمته با تدبیرو او رښتنیو ملګرو دخپل امیر داسي ساتنه او حفاظت وکړ چي دنړۍ ټول پرمختللی استخباراتي وسائیل یی تر سوال لاندي راواستو.

دامیرالمؤمنین دوستانو دافغانستان له شخړي سره هممهاله دري نوري لویی پیښی هم رامنځ ته شوي دامیرالمؤمنین په څنګ ددغو درو لویو پیښو اصلي اومخکښ لوبغاړي هم دنړي متکبر دجال ته غوښتونکي شو تر څو یا یی مړه کړي او یا یی ژوندي ونیسي.

له دغو درو شخصیتونو څخه یو اسامه شهید وو چي ملګرو به یی داحتیاطي تدابیرو او دکفارو دمکر او فریب په اړه د ښوتدبیرونو او احتیاط کیسي خلګو ته کولي.

حتی ملګري وایی چي کله کله به امیر المؤمنین او دامیر المؤمنین مشرانو ملګرو ته داحتیاطي تدابیرو په اړه مشوري او لارښوني داسامه شهید ملګرو کولي او هغو ته به له کفارو څخه دخوندي توب او او ساتنی خاصي توصیی کولي

خو دغه ستر قائد او شهید هم له ډیرو احتیاطي تدابیرو او حکمتونو سره سره ډیر وخت پټ پاته نشو دامریکایانو له لوري په نښه او شهید کړل شو.

دریم کس صدام حسین وو چي له امریکایانو سره وجنګیدي ورسره یی مقابله یی وکړه له ماتي څخه وروسته یی دتیښتی لاره غوره کړه چیري لاړي پټ شو، خو دغه کس هم ډیر ژر دامریکایانو له لوري ژوندي ونیول شو

څلورم کس معمر القذافی وو چي ځان ته یی دعربو پادشاه وایو دغه هیواد هم دنړیوالي کفري ټولني له لوري تر یرغل لاندي راغي معمر قذافي هم نادرکه شو او ځان یی چیري پټ کړ خوډیر ژر حتی ټول هیواد لا تر اوسه پوری دمخالفو ځواکونو ترولکه لاندي نه وو راغلي چي ژوندي وینول شوي او وروسته په ډیره بی رحمي سره ووژل شو.

په تیرو ۱۵ کلنو کي یواځیني شخص چي نه یواځي له دښمن څخه نادرکه شو بلکه ورسره سخته جګړه یی هم وکړه په یواځي سریی دنړۍ دښمن ته سخته ماتي ورکړه هغه طاقت چي په خپلو استخباراتي وسائیلو او جنګي ټیکنالوژي یی نړۍ مسخره کړي وه دي ته اړ کړ چي خپلو استخباراتي وسائیلو او جنګي ټیکنالوژی باندي له سره غور وکړي.

زما ستر قائده داچي ته تراخیره پوري له دښمنانوڅخه نه یواځي داچي پټ پاته شوي بلکه دغه پټ حالت کي دي دملګرو قیادت او جنګ قومانده هم په غاړه لرله دغه ورک حالت کي هر سنګر او جنګ ډګر کي له غازیانو سره څنګ کي ولاړوي، محبوب قائده داهرڅه که له یوي خوا ستامیړانه سرښندنه پرلوي الله باندي توکل او شجاعت وو خو په څنګ کي ستا دهغو څو ملګرو اخلاص حکمت او قرباني وه کوم چي یواځي او یواځي یی فی سبیل الله ستا ملګرتیا غوره کړي وه.

ګران قائده چي کله هم ستا یاد کوم ورسره په څنګ کی به دستا دبدو ورځو دملګرو یادونه هم کوم، ستا دبدو ورځو دملګرو صبر، حکمت تدبر او میړاني ته زه سلام کوم، ستر قائده ستا ددغو څو ملګرو اخلاص، فداکاري او ایثار وو چي ته یی دنړۍ له سترګورو کفارو او دهغو له ملګرو څخه پټ وساتلي.

ګرانه مشره تا له نن څخه دوه نیم کاله مخکي له دغو ملګرو څخه دیو ملګري په غیږ کي ساه ورکړه له خپل بادار سره وصل او له نیمګري دنیا څخه دابدي ژوند په لوري لاړي.

محبوبه مشره دلته بیا ستا وفادارو ملګرو اوستا با حکمته یارانو دستر حکمت په خاطر ستا مړینه پټه کړه تر دوه کاله پوري یی ستا نوم او ستا روح له متکبر او مغرور دښمن سره وجنګاوو دغو تیرو دوه نیمو کلنو چي دغو رازدارو ملګرو ستا دمړیني راز څرنګه وساتي او ستا دوفات دورځي په اراده او قول کي یی کوم تزلزل واقع نشو ډیره حیرانیدونکي خبره ده

ستر قائده کله چي دغه راز او خبرپاشل کیږي بیا هم ستا دهجرت مسافري اوبی کوري دملګرو له لوري نه افشا کیږي دهغو ارادي اوس هم دفولادو په ډول ټینګي دي هغه ستا په اړه هري پریکړي کي وفادار وو او وفادار به پاتي وي.

داسلامي امارت مشرانو دامیرالمؤمنین دسختو ورځو دملګرو دفداکاري، ایثار او قربانۍ قدر وکړي دامارت په چاروکي یی له اخلاص، حکمت او تدبر څخه ګټه واخلي کله چي دامیرالمؤمنین نوم یادیږي ددغو څوکسانو دایثار وفادارۍ او قرباني ذکر باید ضرور ورسره وشي،

دغه کسان په بدو ورځوکي ازمویل شوي او امتحان شوي دي داسي سختو ورځو کي امتحان شوی چي مونږ یی ګمان هم نشو کولای، دامارت مشرانو امیرالمؤمنین دوه کاله مخکي له دي نړۍ څخه دابدي ژوند په لور کوچیدلي هغه له تیرو دوو کلنو څخه زمونږ او ستاسو په منځ کي نه وو، له تیرو دوه نیموکالو راهیسي دامیرالمؤمنین ددغو څوتنو حکمت وو چي زمونږ ستر قائد یی زمونږ په منځ کي ساتلی وو.

ازموده را ازمودن خطا است، وایی دازمویل شوي بیا ازمویل تیروتنه ده دغو کسانو په رښتیا قهرماني کړي او په حقیقت کي ازمویل شوي دي دامارت چارواکي دي ورته په احترام قائله شي ددوي وفاداري او قرباني دي وستائل شي او دامیرالمؤمنین دشجاعت، میړاني او غیرت په څنګ کي ددوي فداکاري او ایثار هم له فهمه نه غورځوي.

والسلام

لیکنه: بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x