fbpx

د پنجاب کورنيو چارو وزير په سرتيري بريد کې ووژل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۵مه، ۱۳۹۴ل): نن غرمه مهال د پاکستان پنجاب ايالت کورنيو چارو وزير پر مېلمستون سرتيری بريد وشو، چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د پنجاب ايالت د عامې روغتيا چارواکي وايي، چې په دغه بريد کې د پنجاب کورنيو چارو وزير په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي او لسګونو نور ټپيان دي.

دغه بريد د پنجاب ايالت اټک ولسوالۍ کې د وژل شوي شجاع خانزاده پر مېلمستون شوی دی، چې له امله يې د مېلمستون ودانۍ نړېدلې او لسګونو کسان اوس هم د ودانۍ لاندې بند پاتې دي.

د پنجاب امنيتي چارواکي وايي، چې د شجاع خانزاده په ګډون د نهو تنو مړي راوېستل شوي او د پاتې کسانو د راويستو چارې روانې دي.

د اټک پوليسو مشر راجه سلطان په وينا په دغه سرتيري بريد کې د شجاع خانزاده د امنيتي ګارډ مشر ډي ايس پي شوکت شاه په ګډون يو شمېر پوليس هم وژل شوي دي.

مرستندويه ډلې، امبولانسونه او چورلکې د پېښې ځای ته رسېدلي او له نړېدلې ودانۍ د مړو په راوېستو بوخت دي .

د وژل شوي شجاع خانزاده وراره سهراب خان رسنيو ته وويل، چې د چاودنې پر مهال د شجاع خانزاده په مېلمستون کې شاوخوا پنځوس تنه ولسي خلک د خپلو ستونزو د هواري په موخه راغلي وو.

د پنجاب امنيتي چارواکي وايي، چې له تېر څه وخت راهيسې د پنجاب کورنيو چارو وزير د مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات توند کړي وو او له همدې امله ده ته څو څو ځل د مرګ ګواښونه شوي وو.

ويل کيږي، چې له ګواښونو وروسته شجاع خانزاده خپل امنيت د پخوا په پرتله ډېر ټينګ کړی و او په دې ورځو کې يې پرېکړه کړې وه، چې په خپله سيمه کې به د مخالفينو پر ضد چاڼيز عمليات پيلوي، مګر مخکې له دې، چې دی خپل کار پيل کړي، نوموړی په يو سرتيري بريد کې ووژل شو.

د يادونې وړ ده، چې د شجاع خانزاده پلرنی ټاټوبی اټک ولسوالي د پنجاب لويديځه سرحدي ولسوالي ده او بل سر يې له خيبر پښتونخوا سره لګېدلی دی.

څه موده وړاندې د پنجاب حکومت د لشکر جنګوي مخالفې وسله والې ډلې ديارلس تنه غړي اعدام کړل او له هغې وروسته د شجاع خانزاده په ګډون دولتي چارواکو ته سخت مرګوني ګواښونه متوجه وو.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې پر شجاع خانزاده د سرتيري بريد مسؤوليت لشکر جنګوي وسله والې ډلې منلی دی.

د پاکستان صدر اعظم نواز شريف، کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان، د پاکستان لوی درستيز جنرال راحيل شريف، د پنجاب اعلی وزير او د صدر اعظم ورور شهباز شريف او ګڼو نورو پاکستاني لوړپوړو چارواکو پر شجاع خانزاده شوی بريد په سختو ټکو غندلی دی.

وژل شوی شجاع خانزاده د پاکستان د پوځ پخوانی ډګروال و او له تقاعد وروسته د نواز شريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند مخکښ غړی او د پنجاب ايالتي اسامبلۍ وکيل او کورنيو چارو وزير هم و.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خالد افغان
میلمه
خالد افغان

چې څه کری هغه به ريبې مسلمانانو ازارول او شهیدانول اخري نتيجه همدا ده لنډه دا چې مردار شو

عبدالله خان
میلمه
عبدالله خان

د پاکستان حکومت به انشاء الله د منافقت د سیاست او د مجاهدینو او مهاجرینو په وړاندې د خیانتونو او ظلمونو جزا ویني.

حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

شکر