د وخت ابن الجوزي علامه وهبة الزحیلي ژوند او کارنامې

لیکنه: حامد افغان

زوکړه او لومړۍ زده کړي:

خدای بښلی دکتور وهبه الزحیلي په کال: 1351هـ-1932م کې د دمشق په یوه کليواله سیمه: “دیر عطیة” کې زیږېدلی دی، دا ستر انسان د داسي درنو او دینداره مور او پلار په کاله کې نړۍ ته سترګي غړولې دي چې په سیمه کې په دین، تقوا او ايماندارۍ سره مشهور وو، پلار یې الحاج مصطفی الزحیلي د قران حافظ او عالم و، په نبوي سنتو عمل کوونکی و، ډېر عبادت به یې کاوه او روژې به یې نیولې، داراز مور یې هم عالمه او ډېره دینداره او عابده میرمن وه.

نو دې دینداره مور او پلار خپل اولادونه په علم او ځانګړې توګه دیني پوهه پسوللي وو. دکتور وهبه الزحیلي رحمه الله لومړۍ زده کړي د قران کریم په زده کولو پیل کړې، لومړی یې د خپل کلي په یوه مکتب کې له یوې نېکي حافظي ميرمني څخه د قرانکریم تجويد زده کړ، له هغه وروسته یې د خپلي سیمي په ابتدائيه مدرسه کې د قرانکریم زده کړه پوره او تکمیل کړه.

زده کړي او شهادتنامې:

له ابتدايي زده کړو وروسته دکتور وهبة الزحیلي رحمه الله په کال: 1946م دمشق ته ولاړ، دا مهال یې عمر 14کاله و، او هلته یې د دمشق په معهدونو کې زده کړو ته دوام ورکړ، د دمشق په یوه لیسه کې یې داخله وکړه چې په “کلیة الشريعة” سره ياديدله، او شپږ کاله یې هلته درسونه وویل، هلته یې په کال 1952م کې په شرعیاتو کې د ثانوې شهادتنامه په لومړۍ درجه سره ترلاسه کړه.

له هغه وروسته د زده کړو د تکمیل په نیت مصر ته ولاړ، او په یوه وخت یې په څو کلیو کې داخله وکړه، لکه د الازهریه جامعې په شرعیاتو او عربي ژبه کې، او د عین شمس په جامعه کې په حقوقو کې، او په پایله کې یې دا لاندي شهادتنامې ترلاسه کړې:

1- د ازهر په کلیة الشريعة کې په ممتاز درجه په اسلامي شریعت کې شهادتنامه، کال: 1956م.
2- د ازهر کلیة اللغة العربیة نه د تدریس د تخصص شهادتنامه، کال: 1957م.
3- د عین شمس له جامعې نه په جید درجه د حقوقو شهادتنامه، کال: 1957م.

د مرحوم وهبة الزحیلي د علم تنده تر اوسه لا نه وه خړوبه شوې او د لوړو او تخصصي زده کړو له پاره یې د ازهر او قاهره پوهنتونونو کې د شریعت د پوهنځي په حقوقو کې داخله وکړه، او په مال 1959م کې یې په اسلامي شریعت کې ماستري ترلاسه کړه، وروسته یې په همدې پوهنځي کې د دکتورا له پاره د (آثار الحرب في الفقه الإسلامي) په موضوع رساله واخیستله او د مناقشې ډلي په لوړه درجه سره علمي درجه ورکړه او دا په کال: 1963م کې.

استادان یې:

په مرحوم وهبة الزحیلي د الله ځانګړی رحم او مهرباني دا هم وه چې شام او مصر کې یې د خورا لویو علماو د شاکردي شرف ترلاسه کړی دی، داسې علماء چې اسلامي نړۍ کې یې کم ساري لرل، په دوی کې ځیني دومره مشران استادان هم وو چې د ده د استادانو د استادانو په درجه کې راتلل، او ځیني یې داسي کسان هم وو چې هغوی د ځانګړو عالمي خوځښتونو مؤسسین وو، چې د دې پیړۍ پیل کې یې د دین د تجدید کارنامې ترسره کړې وې. د ځینو نومونه یې په لاندې ډول دي:

1- الشيخ محمد هاشم الخطيب الرِّفاعي: د دمشق د الجامع الأموي خطیب و، او د جمعية التَّهذيب والتَّعليم، مؤسس و، زحیلي صاحب له ده نه فقه او نور ډېر څه زده کړي و.

2- الشيخ عبد الرِّزاق الحمصي: دی لوی فقیه و او په سوریه کې یې په 1963م -1969م، کلونو کې د افتاء دنده ترسره کړې وه، شیخ الزحیلي له ده نه هم فقه لوستې وه.

 

3- الشيخ محمود ياسين: دی د (جمعية النهضة الأدبية) له مؤسسینو نه و، دا راز د (جمعية العلماء)، (رابطة العلماء) او (جمعية الهداية الإسلامية) له مؤسسینو او مشرانو نه هم و، ده له علوم اللُّغة، نبوي حديثو او علوم الحدیث سره ډېره علاقه لرله او الزحیلي صاحب هم له ده نه حدیث ویلي و.

4- الشيخ حسن الشَّطِّي: حنبلي فقیه و او په میراثو کې یې مهارت لاره، او د دمشق د کلیة الشريعة لومړی مدیر و، او الزحیلي له هغه نه میراث ویلي و.

5- الشيخ حسن حبنَّكة الميداني: دی د دمشق له ګوتشمیر وتليو علماو نه و او د سترو علمي نهضتونو مؤسس و، او د دې لاندې علمي خوځښتونو په تأسیس کې یې برخه اخیستې وه: (مدرسة الجمعية الغرَّاء)، (المدرسة الرَّيحانية)، (المعهد الشَّرعي)، او (جمعية التَّوجيه الإسلامي)، او داراز د مکه مکرمه د (رابطة العالم الإسلامي ) په تأسیس کې هم برخه وال و، استاد الزحیلي له ده نه د تفسیر علم ویلی و.

6- الشيخ صادق حبنكة: دی د الشيخ حسن حبنکه ورور دی، شیخ الزحیلي له ده نه هم د علم التفسیر درسونه لوستي و.

7- الشيخ صالح الفرفور: د (جمعية الفتح الإسلامي) مؤسس و، او د ښووني او روزني مشهور استاد و، زحیلي صاحب له ده نه د عربي ژبي ادب او بلاغة لوستي و.

8- الشيخ محمد لطفي الفيومي: دی حنبلي فقیه او وتلی مدرس و، استاد الزحیلي له ده نه اصول الفقه او مصطلح الحدیث لوستی و.

9- الشيخ محمود الرنكوسي: مشهور او.وتلی عالم او د (دار الحديث الأشرفية)، مدیر و، داراز رابطة العلماء، رييس هم و او مرحوم استاد الزحیلي له ده نه په علوم العقائد او علم الكلام کې درسونه ویلي و.

او په مصر کې یې د مشهورو څو استادانو نومونه دا دي:

1- الشيخ محمد أبو زهرة.
2- الشيخ محمود شلتوت.
3- الشيخ الدكتور عبد الرحمن التَّاج.
4- الشيخ عيسى منّون.
5- الشيخ محمد علي الخفيف.

دکتور وهبة الزحیلي رحمه الله د خپلو استادانو په اړه کاږي: د مصر له استادانو مي علم زده کړی دی او د شام له علماو مي په علم عمل، تقوا او ورع زده کړې ده.

کارونه او منصبونه:

استاد وهبة الزحیلي رحمه الله د سوريې او له سوریې بهر په مختلفو پوهنتونو کې دايمي او موقت استاد پاته شوی دی، دا راز په دې برخه کې یې مختلف منصبونه هم ترسره کړي دي، تفصیل ته یې اړتیا نه وینم خو د کومو مشهورو ټولنو غړیتوب یې چې لاره د هعو لنډه یادونه کوم.

1) مجمع الفقه الإسلامي جدة
2) المجمع الفقهي مكة المكرمة
3)مجمع الفقه الإسلامي هند، سودان او امريكا
4) المجمع الملكي لبحوث الحضارة الإسلامية –آل البيت- الأردن.
5) الموسوعة العربية دمشق
6) سوریه کې مجلَّة نهج الإسلام د تحریر غړی
7) بحرین کې د هيئة الرَّقابة الشَّرعية لشركة المضاربة والمقاصَّة الإسلامية رییس
8) بحرین کې د هيئة الرَّقابة الشَّرعية للبنك الإسلامي الدَّولي رییس
9) بحرین کې د الدِّراسات الشَّرعية في المجلس الشَّرعي للمصارف الإسلامية رييس
10) سوریه کې د د فتوا د لوی هیئت غړی
11) دار الفكر کې د الحضارة الإسلامية مشاور
12) سوریه کې د اوقافو وزارت د لجنة البحوث والشؤون الإسلامية غړی
داراز ریاض، عمان، کویت او منامه کې د ځانګړو دورو ګډون کوونکی غړی هم و.

اخلاق او اوصاف یې:

له قراني اصطلاح سره سم الله جل جلاله الشيخ وهبة الزحیلي رحمه الله ته ښه علم او ښه بدن (بسطة في العلم والجسم) ورکړی و، دنګه ونه او له رنګه غنمرنګی و، تیز تګ به یې کاوه او د لوړ همت خاوند و، په ښو اخلاقو او ښه چلند کې مشهور و، نرم مزاجه او مینه ناک و. طالبانو او ملګرو سره یې زیاته مینه لرله، هغوی ته به یې خوندور او ګټور نصيحتونه کول، هغوی به یې د وخت ارزښت ته متوجه کول، د هغوی میلمستیاو ته به ورتلو او د هغوی مناسباتو کې به یې ګډون کاوه. له خپلو استادانو سره یې زیاته مینه لرله، هغوی به یې په مینه او احترام یادول او له مذهبي تعصب نه یې زیاته کرکه کوله.

خدای بښلي دکتور وهبة الزحیلي ته الله عجیب یاد او قوي حافظه ورکړې وه، کله به چې د پوهنتونونو د رسالو مناقشې ته راغی داسې به پېښه شوه چې یادښتونه به نه و ورسره، خو له دې سره به یې په رساله تفصيلي خبري وکړې، او په هغې باندي د خپلو ملاحظاتو تفصيلي یادونه به یې وکړه، دا هر څه به یې د رسالې شاګرد ته له یادو بیانول او آن په کومو ځایونو به چې ده پخوا نیوکي او نقدونه کړي و د هغو یادونه به یې هم وکړه.

هغه الله جل جلاله یو عجیب صابر انسان پیدا کړی و او د هر ډول ستونزو ګاللو کې ډېر تکړه او غښتلی و، داراز د وخت په ساتنه او ارزښت پیژندلو کې د شاګردانو او عامو علماو له پاره یوه ښه او د اقتداء وړ نمونه و، هغه ارام او نرم سړی و، او ډېر په بیړه به یې کتاب لوست، هغه به هر وخت د کتاب په مطالعه او یا څه لیکلو بوخت و، هغه دومره زحمت کش و چې کله به یې د ورځي زیاته برخه په کتابونو تیره کړه خو بیا به هم د ستړیا هیڅ اثار نه پرې لیدل کیدل.

د هغه د ژوند حکمت دا ایت و: {واتقوا الله ويعلمكم الله} [البقرة: 282]، او د الله له قهره ووېرېږئ، الله تاسي ته د عمل سمه لاره درښيي. ده به ویل: په ژوند کې د بریالیتوب راز له الله سره په ښو اړیکو کې نغښتی دی. او په پای کې د ده په اړه د ده د استاد الشيخ صادق حبنکه شهادت رااخلم هغه وایي: الشيخ وهبة الزُّحيلي –حفظه الله زما په زړه کې ځانګړی ځای لري، او هغه د دې وړ دی، هغه له سپکاوي پاکه عاجزي لري، له انحرافه خوندي استقامت لري هغه په علم عمل کوونکی عالم دی، او په خورا ګټورو موضوعاتو یې ډېر ښایسته کتابونه لیکلي دي.

کتابونه او لیکني

دکتور وهبة الزحیلي رحمه الله د موجوده پیر یو له هغو ګوتشمیر علماو او لیکوالانو نه دی چې سلګونه کتابونه یې لیکلي دي، په دې لړ کې د ده فکري او علمي چوپړ د اسلامي امت کتابخوني ته داسي ارزښتناک کتابونه وړاندي کړي دي چې شاید لویي ادارې او پراخي علمي اکاډمۍ یې هم وړاندي نه کړی شي. ده د موجوده وخت په مهمو دیني موضوعاتو خورا مهم لوی او واړه کتابونه لیکلي دي، او د دین د ښه وضاحت له پاره یې داسي مخلصانه خدمتونه کړي دي چې موجوده زمانه کې یې که بې ساري وبولو مبالغه به مو نه وي کړې. په ټولیزه توګه د ده د وړو او لویو کتابونو شمیر 500 ته رسیږي، او د څو مهمو نومونه یې دلته رااخلم.

أ- د علمي تخصصي تألیف په برخه کې:

مرحوم وهبة الزحیلي په دې برخه کې تر 130 زیات کتابونه لیکلي دي او ټول چاپ شوي دي، د څو مهمو کتابونو نومونه یې په لاندې ډول دي:

1- آثار الحرب في الفقه الإسلامي.
2- الفقه الإسلامي وأدلته.
3- نظرية الضَّرورة الشَّرعية؛ دراسة مقارنة.
4- التَّفسير المنير في العقيدة والشَّريعة والمنهج.
5- التَّفسير الوجيز.
6- التَّفسير الوسيط.
7- الفقه الإسلامي في أسلوبه الجديد.
8- أصول الفقه الإسلامي.
9- الذَّرائع في السِّياسة الشَّرعية،والفقه الإسلامي.
10- العلاقات الدولية في الإسلام مقارنة بالقانون الدولي الحديث.
11- نظرية الضَّمان أو (حكم المسؤولية المدنية والجنائية) في الفقه الإسلامي.
12- العقود المسمَّاة في قانون المعاملات المدنية الإماراتي والقانون المدني الأردني.
13- العقوبات الشَّرعية وأسبابها، بالاشتراك مع الدكتور رمضان الشرنباصي.
14- الأصول العامة لوحدة الدَّين الحق (انګلیسي ته هم ژباړل شوی).
15- القرآن الكريم، البنية التَّشريعية والخصائص الحضارية (انګلیسي او فرنسوي کې هم شته).
16- جهود تقنين الفقه الإسلامي.
17- فقه السُّنة النَّبوية.
18- نظام الإسلام – ثلاثة أقسام (نظام العقيدة، نظام الحكم والعلاقات الدولية، مشكلات العالم الإسلامي المعاصر).
19- الوجيز في أصول الفقه.
20- شرعة حقوق الإنسان في الإسلام، بالمشاركة.
21- الضَّوابط الشَّرعية للأخذ بأيسر المذاهب.
22- الرُّخص الشَّرعية؛ أحكامها وضوابطها.
23- الإسلام دين الجهاد لا العدوان.
24- الإسلام دين الشُّورى والدِّيمقراطية.
25- القصَّة القرآنية، هدايةٌ وبيانٌ.
26- الموازنة بين القرآن والسُّنة في الأحكام.
27- الفقه الحنبلي الميسر (بأدلته وتطبيقاته المعاصرة).
28- الخليفة الرَّاشد العادل عمر بن عبد العزيز.
29- سعيد بن المسيب (ضمن سلسلة أعلام المسلمين).
30- أسامة بن زيد (ضمن سلسلة أعلام المسلمين).
31- عبادة بن الصامت (ضمن سلسلة أعلام المسلمين).
32- المذاهب الإسلامية الخمسة، بالمشاركة.

ب- د اسلامي میراث د ساتني په برخه کې:

1- تخريج وتحقيق أحاديث (تحفة الفقهاء) لعلاء الدين السمرقندي.
2- النُّصوص الفقهية المختارة.
3- تخريج وتحقيق أحاديث وآثار (جامع العلوم والحكم لابن رجب الحنبلي) مع التَّعليق عليها.
4- تخريج وتحقيق واختصار (مختصر الأنوار في شمائل النبي المختار) للبغوي.
5- تحقيق وترتيب (طريق الهجرتين وباب السعادتين) لابن القيم.

جـ- د عربي او اسلامي موسوعاتو له پاره بحوث:

1- التَّمثيل السِّياسي في الإسلام (25صفحة) الكويت.
2- أموال الحربيين (27صفحة) الكويت.
3- الأشربة (25صفحة) الكويت.
4- المرابحة (15صفحة) الكويت.
5- الوصية (40صفحة) الكويت.
6- الضرورة (20صفحة) الكويت.
7- المزارعة (20صفحة) جدة.
8- الاستصناع (17صفحة) جدة.
9- عائد الاستثمار (29صفحة) جدة.
10- الدَّعوة الإسلامية – الوسيلة – المنهج – الهدف (31صفحة) عمَّان.
11- العلم والإيمان وقضايا الشباب (14صفحة) عمَّان.
12- تبصير المسلمين لغيرهم بالإسلام – أحكامه وضوابطه وآدابه (32صفحة) عمَّان.
13- الشُّورى في العصور العباسية فكراً وممارسة (38 صفحة) عمَّان.
14- متى يجنح إلى السَّلم (40 صفحة) عمَّان.
15- الاجتهاد (5 صفحات) دمشق.
16- الإسلام والإيمان والإحسان (50 صفحة) دمشق.
17- الأصولية (10صفحات) دمشق.
18- الإفتاء (3 صفحات) دمشق.
19- أهل الذمة (15صفحة) دمشق.
20- أهل الكتاب (15صفحة) دمشق.
21- ترجمة الأستاذ عبد الوهاب خلاف (5 صفحات) دمشق.

د- د نړیوالو کنفرانسونو او علمي او فکري مکاتبو له پاره ځانګړې لیکني:

1- أثر الباعث والنية في العقود والفسوخ والتروك.
2- إسقاط الدين عن الزكاة.
3- إقليمية الشريعة والقضاء في ديار الإسلام.
4- أهمية الحفاظ على الحكومة الإسلامية.
5- زكاة الأسهم في الشركات.
6- السُّوق المالية.
7- الضرورة والحاجة وأثرهما في الأحكام الشَّرعية.
8- فلسفة العقوبة في الإسلام.
9- المصلحة المرسلة.
10- مصرف الزكاة.
11- نظام التوبة وأثرها في إسقاط العقوبات.

هـ- مشهورو مجلو ته لیکني:

مختلفو وختونو کې یې په عامه توګه دې دریو مجلو ته زیاتي لیکني کړې دي:
1- مجلَّة حضارة الإسلام الدِّمشقية، د 1963م – 1968م. ترمنځ د ده لیکني خپرې کړې دي.
2- مجلَّة الوعي الإسلامي الكويتية، د 1966م – 1981م. کلونو کې.
3- مجلَّة نهج الإسلام الدِّمشقية، له 1981م تر اوسه پوري د ده لیکني خپرولې.

ماخذ:

كتاب (وهبة الزحيلي، العالم الفقيه المفسِّر)، تأليف: الدكتور بديع السَّيد اللَّحام.

avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Mukhtar
میلمه
Mukhtar

د وخت ابن الجوزي یی مه ګڼه د هغه شکل هیڅکله د قران خلاف نه ؤ

حنيف
میلمه
حنيف

حامد صيب ديره مننه. الله دي وبخشي لوي عالم وه, يو كال داسلام اباد نريوال بوهنتون ته راغلي وه, هلته مو ورسره ملاقات شوي وه, يقين وكه ماته دبخوانيو قرونو سخه خكاريده, يوه ورز يي تقرير كاوه يو هلك تري دكيري بوشتنه وكره جي به اسلام كي يي سه حكم دي, ده ورته وويل جي رسول الله صلى الله عليه وسلم دكيري به بريخودو او دبريتو به كمولو امر كري, خو به أصول فقه كي امر دديرو معانيو لباره رازي, دوجوب لباره, دندب, اباحت, ارشاد, التماس… او داسي نور, خو دامر اصلي معنى وجوب دي خو كيره دومره بريخودل بكار… نور لوستل »

hamid afghan
میلمه

خلکو ته د دین او علم رسولو او د تألیف او تصنیف په لحاظ …

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حامد افغان صاحب السلام علیکم
الله ج دی و کړی چه هیر کړی دی نه یم ، او د روغتیا پوشتنه دی هم کوم ، الله ج دی روغتیا په برخه کړه تاسی مونږ ته دعا کوی ستاسی له لیکنو ډیر څه زده کوو الله ج دی اجرونه درکړی ،

hamid afghan
میلمه

علیکم السلام
محترم استاد بیانزی صاحب الله مو ښاد او اباد لره،
او ستاسو د تشویق او هڅوني منندوی یم او ستاسو په شان درانه استادان زموږ له پاره غنیمت او پانګه یاست الله مو راته خوشاله او سوکاله لره.

مولوی دیوبندي
میلمه

په اسلام کې د ږیرې پریښودلو او خریولو حکم بسم الله الرحمن الرحیم په صحیح مسلم کې حدیث شریف راځي پیغمبر علیه السلام فرمایي چې :« الدین النصیحة ، قلنا : لمن ؟ قال : لله و لکتابه و لرسوله و لأئمة المسلمین و عامتهم » دين نصیحت او لار ښوونه ده ، صحابهء کرامو پوښتنه وکړه چې چاته یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ؟ پیغمبر علیه السلام ځواب ورکړ چې الله ، د هغه کتاب ، د هغه رسول ، د مسلمانانو مشرانو ، امامانو او عامو مسلمانانو ته ، نو الله ، د الله کتاب او… نور لوستل »